د ملي يووالي کاواکه او بېواکه حکومت

11 سلواغه 1396 ضیاء الاسلام شېراني

په هېواد کې د امريکا د بهرنيو چارو د پخواني وزير جان کري په منځګړيتوب د ملي يووالي په نوم حکومت له رامنځته کېدو درې کاله پوره شوي دي.
په يادو دريو کلونو کې کمزوری حاکمیت، داخلي اختلافونه او د منظم او مناسب بهرني سياست نشتوالی د دې سبب شوي چې د هېواد حالات لا ډېر ترينګلي شي. امنيتي وضعيت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، سياسي بې ثباتۍ او بېکارۍ اوج ته رسېدلې دي، حکومت دومره کمزوری شوی چې د خپل يوه منځپوړي مامور د ګوښه کولو او ګومارلو وړتيا نه لري.
ولسمشر غني خپله د افغانستان د وضعيت په اړه څرګندونې درلودې او له سي بي اېس ټلوېزيون سره په مرکه کې يې وويل: «په لسګونو ځانمرګي برید کوونکي کابل ته را لېږل کېږي، یوویشت نړیوال تروریستي سازمانونه په افغانستان کې فعال دي. په لسګونو انتحاریان کابل ته رالېږل شوي دي او هلته د ځانمرګو برید کوونکو د جوړولو فابریکې دي، اصلاً موږ محاصره یو».
ائتلافي حکومتونه له لومړي سره کمزوري وي. خو د افغانستان په څېر یوه هېواد کې د واک پر سر له خورا زیاتو ناندریو وروسته د دوو مخالفو ټاکنیزو ډلو تر منځ د ائتلافي حکومت منځ ته راتګ او بيا ترې د حالاتو د ښه کېدو تمه لرل مناسب نه دي.
د ملي یووالي پر حکومت له هماغه لومړیو ورځو جدي نيوکې موجودې وې. د حکومت مشرانو په پيل کې يوازې په خپلو کې د ګومارنو پر سر جدي اختلافات درلودل خو اوس دغه اختلافات د حکومت مشرانو کاري ډلو ته هم ننوتي دي.
له حکومت څخه د باندې هم دغه حکومت د حراست او ثبات شورا، د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو د عالي شورا، د نوې ملي جبهې، د امرالله صالح د روند سبز او یو شمېر نورو سياسيونو له مخالفت سره مخ دی.
په حکومت کې د سیاسي بې ثباتۍ او د واک پر سر د ناندریو له کبله یوه لویه اندېښنه دا ده چې د خلکو تر منځ په هېواد کې ورځ تر بلې د سیاسي قدرت طلبو څېرو له لوري د خلکو د ملاتړ را خپلو په موخه مخالفتونه او تعصبونه رامنځته کېږي. د حبیب الله کلکاني د مړي را ایستنه، جنازه او له سره یې خاورو ته سپارل، په غبرګون کې یې د نجات څلي جوړول او په برېښنایي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې د لیکلو پر سر له ډېرې مودې روان اختلاف یې څو ښکاره بېلګې دي؛ خو د دې هر څه تر شا که له یوې خوا سیاسي عوامل ځای لري، له بلې خوا پردي لاسونه هم هڅه کوي چې په هېواد کې قومي اختلافونه زیات کړي.
په بل اړخ کې د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د هېواد امنیتي وضعیت له پخوا لا کړکېچن شو. دا ځل په شمالي ولایتونو کې هم جګړې زور واخیست. د ځینو ولسوالیو پر سقوط سربېره، کندوز هغه ښار و چې د طالبانو له رژیمه را وروسته یې په لومړي ځل د ملي یووالي حکومت پر مهال سقوط وکړ او دوه ځله دا ښار د طالبانو لاس ته ورغی.
د حکومت تر کنټرول لاندې سیمې کمې شوې. د «لانګ وار ژورنال» د یوه راپور پر اساس چې د ۲۰۱۵ م کال په اکتوبر کې نشر شو، د افغانستان ۳۱ ولسوالۍ په مطلق ډول او د ۳۶ نورو ولسوالیو بيا شاوخوا سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې وې. په ۲۰۱۶م کال کې د سیګار د یوه راپور پر اساس د طالبانو تر کنټرول لاندې ولسوالۍ له ۳۱ څخه ۳۳ ته ورسېدې.
پر دې سربېره د ملي یووالي حکومت پر مهال د جګړو له زور اخیستو سره د ملکي تلفاتو کچه د پخوا په پرتله لوړه شوه. د یوناما د راپور پر اساس په ۲۰۱۵م کال کې ۱۱۰۰۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه؛ خو دا شمېره په ۲۰۱۶م کال کې ۱۱۴۱۸ تنو ته لوړه شوه، دغه راز د یوناما د یوه بل راپور پر اساس د ۲۰۱۷م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۲۴۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه؛ خو د روان ۲۰۱۸ م میلادي کال په لومړۍ میاشت کې یوازې د کابل ښار د صدارت څلور لارې خونړي برید کې ۱۰۳ تنه مړه او ۲۳۵ تنه نور ټپیان شول. له دې وړاندې په جلال اباد، کندهار او هلمند کې ځانمرګي بریدونه او په کابل ښار کې پر کانټېننټل هوټل برید، هغه امنیتي خونړۍ پېښي دي چې د دې کال په پیل کې یې د یو شمېر حکومتي چارواکو او نظامیانو په ګډون، ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او د حکومت په بې کفایتۍ یې د ګڼو خلکو سختې غوسې را وپارولې.
پر دې سربېره د افغان نظامیانو په تلفاتو کې هم زیاتوالی راغلی.
د ملي یووالي حکومت پر مهال په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور او په ډېر سرعت یې د هېواد له ختیځ څخه شمال او نورو سیمو ته پراختیا یوه بله لویه ننګونه ده. سره له دې چې حکومت او طالبان دواړه د داعش ضد مبارزه کوي، خو دا ډله نه یوازې دا چې لا تر اوسه ځپل شوې نه ده، بلکې ورځ تر بلې قوي کېږي چې د خونړیو بریدونو لمن یې ان تر پلازمېنې کابل او ښارونو پورې را ورسېده او یوازې په تېرو دریو میاشتو کې یادې ډلې د افغانستان په مختلفو سیمو کې لس خونړۍ حملې کړې دي.
سوله چې په هېواد کې د روانې جګړې یوازېنۍ حللاره ګڼل کېږي، د تېر په شان د ملي یووالي حکومت پر مهال هم تر دې دمه یوازې د شعار په توګه مخته وړل شوې ده. د جګړې دواړه لوري د هېڅ داسې کوم عملي او رښتيني ګام اخیستلو ته تیار نه دي چې هغه دې په هېواد کې د سولې او ثبات له راتلو سره مرسته وکړي.
د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې هڅه وکړه چې د بهرني سیاست له لارې سولې ته ورسېږي. د همدې هڅو په پایله کې د چین په ارومچي او بیا د پاکستان په مري کې د افغان سولې په اړه ناستې، دغه راز د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا تر منځ د افغان سولې په تړاو د څلور اړخیزو ناستو لړۍ، د پګواش خبرې، د کابل پروسه او ورته نورې ښکاره او پټې ناستې هغه څه دي چې د ملي یووالي حکومت پر مهال له طالبانو سره د سولې په تړاو ترسره شوې دي؛ خو تر دې دمه یې هېڅ کومه مثبته پایله نه ده درلودلې.
په امریکا کې د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتګ او د هغه له لوري د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د نوې تګلارې په اعلانېدو سره په افغانستان کې سولې او ثبات ته شته هیلې هم له خاورو سره خاورې کړې؛ ځکه په دې تګلاره کې ښکاره په جګړه ټینګار شوی او سوله له پامه غورځول شوې ده.
د ملي یووالي حکومت له لومړي سره د بهرني سیاست په برخه کې ‌انډول په پام کې نه نيوه. په لومړیو کې کابل د اسلام اباد د خوشالولو لپاره یو شمېر ګامونه واخیستل او دومره اسلام اباد ته نږدې شو چې د پاکستان مهم مخالف هند ته یې تر ډېرې مودې شا کړه؛ خو دا تودې اړیکې په کال کې د ننه بېرته سړې شوې او دواړه لوري یو پر بل د تورونو لګولو او لفظي جګړو څخه ان تر نظامي شخړو ورسېدل او لا هم د دواړو لورو اړیکې ترینګلې دي. دغه راز د روسیې، چین او امریکا تر منځ د اړیکو په انډول ساتلو کې هم پاتې راغلی دی او همدې ته په کتو داسې ښکاري چې افغانستان د نړۍ د سترو نظامي قدرتونو د نیابتي جګړو په ډګر بدلېدونکی دی.
له یاد وضعیت څخه د وتلو لپاره، په اوسمهال کې د یوه قوي او متحد حکومت موجودیت اړین دی، تر څو امریکا او نور نړیوال دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې په رښتينې توګه د جګړې پای ته رسولو ته کار وکړی. له نا متوازن بهرني سیاست څخه لاس واخلي او د سیمې ځینې هغه هېوادونه په ځان بېرته باوري کړي چې اوسمهال یې خپل باور پر افغانستان له لاسه ورکړی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.