د ولس تېر ایستل؛ د پاکستان په اړه د ولسمشر تکراري خبرې

16 سلواغه 1396 لمر افغان

ولسمشر تېره جمعه په ارګ کې یوه ټلوېزیوني وینا وکړه. البته دا خبره باید هېره نه شي، چې د وینا تر پیل مخکې ولسمشر او د ولسمشر شاوخوا کسانو دغه وینا ته پراخ کمپاین پیل کړی و او ویل یې چې ملت دې د ولسمشر یوې تاریخي وینا ته په تمه وي. ولسمشر د جمعې تر لمانځه وروسته خبرې پيل کړې او ټولو دا هیله لرله چې ولسمشر به په روانو تورو تیارو او خونړیو پېښو کې داسې یوه وینا وکړي چې هغه به له مشخص لیدلوري سره د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره عملي، منطقي او عاقلانه حللارې ولري. خو ولسمشر بیا هم تکراري خبرې وکړې. داسې خبرې چې تل یې کولې او تر ده وړاندې نورو خلکو هم کړې دي او ولسمشر تر ډېره د یوې رسنۍ دنده ترسره کړه. ولس ته یې وویل چې څه روان دي او د رسنیو خپاره شوي خبرونه یې بېرته تکرار کړل.
ولسمشر د پاکستان په اړه تل داسې څرګندونې کوي چې عملي نه دي او تر ډېره غواړي ولس احساساتي کړي. د ولسمشر دا وینا هم د نورو ویناوو په څېر غیر عملي او خیالي وه. ولسمشر هغه ښه ناول لوستونکي او کیسه ویونکي ته ورته دی چې کولی شي خپل اورېدونکي په احساساتو راولي، د کیسو اورېدونکي یې هم په خیالي افسانو باور کوي، چکچکې ورته کوي او د هو په بڼه سر ورته خوځوي. خو هېچا دا پوښتنه ونه کړه چې ولسمشر څه وایي؟ خبرې یې څومره عملي دي؟ او د روان خونړي بهیر لپاره د حل عملي لار څه ده؟
په دې وینا کې مهم شیان څه وو؟ هغه وویل، ۱۱ کسه د کابل د ترهګریزو بريدونو په تړاو نیول شوي دي. دا خبره رسنیو هم کړې ده، د ولسمشر په توګه باید ده ویلي وای چې څه ورسره کېږي او دغه کسان به حکومت ته څه ورکړي. ولسمشر وویل، د پاکستان پر وړاندې یې دریځ روښانه دی. څه دریځ؟ څه روښانتیا؟! پاکستان همدا وړمه ورځ په پکتیا کې تر صفري نقطې را اوښتی و،عسکر یې په هغه مورچلونو او تاسیساتو کې ځای پر ځای شوي وو چې ناټو او افغان ځواکونو د خپلې استوګنې لپاره جوړ کړي وو. دا خبرې ډېرې تکراري دي. له ولسمشر دا تمه نه کېږي چې درته ووایی، زه ډوډۍ درته تیاروم، په خېټه دې مړوم، خو په حقیقت کې هېڅ نه وي. له ولسمشر دا تمه کېږي چې ووايي، پلانی پلانی شی مې تیار کړي دي، په ۱۲ بجو زما مېلمه یې او ته به راځې. اوس ولسمشر یوازې خبرې کوي، هغه هم تکراري خبرې. بس لګیا وي خبرې کوي او د ولس غوږونه له داسې شیانو ډکوي، چې نور نو ټول ترې ستړي شوي دي.
د هغه چا په حیث چې د افغانستان په روانو حالاتو څه نا څه خبر یم، د ولسمشر وینا نه تاریخي بولم او نه هم دومره مهمه او نوې. ولسمشر شاوخوا خلک ټول خفه کړي دي او پرېکړې یې سمې نه دي. تاسې به د جمعې په ورځ د ولسمشر تر شا لسګونه کسان لیدلي وي، خو دا په یاد لرئ چې ډېر یې په سپین سترګۍ رابلل کېږي. ولسمشر غواړي وښيي چې دی څومره پياوړی دی او خلک څومره ورسره ولاړ دي. خو د دې هېواد پوه او خبر قشر په دې پوهېږي چې ولسمشر کوم لور ته روان دی. د ده شاوخوا کسان هغه مشورې نه ورکوي چې ده ته په ګټه وي او ملي ګټې خوندي کړي. د ولسمشر دغه ډول عجولانه سیاسي څرګندونې نه یوازې چې ګټه نه لري بلکې خورا زیات زیانونه به ولري.
ولسمشر په خپلو څرګندونو کې یو بل څه هم وویل، هغه دا چې طالبان یې په ښو او بدو ووېشل. ده وویل، په کابل کې وروستی برید ښو طالبانو نه دی کړی، بلکې بدو طالبانو کړی دی، هغو بدو طالبانو چې د اسلام له نومه استفاده کوي. که د ولسمشر دغه خبرې ته ځېر شو، د خطر یو بل زنګ پکې ډنګېږي. هغه دا چې که سوله هم وشي، بیا به هم طالبان په دوو ډلو وېشل کېږي، ښه طالبان به سوله کوي او بد طالبان به یا د طالب په جامه او یا هم د داعش په جامه د پردیو د پلانونو لپاره جګړه کوي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې د وسله والو طالبانو مرکز پاکستان دی. دا هغه خبره ده چې له تېرو څه باندې پنځلسو کلونو راهیسې یې هر افغان چارواکی په خوله کې اړوي را اړوي. اوس خو نړیوال هم دا وايي چې د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي. ولسمشر غواړي په دغه ډول څرګندونو څه ثابت کړي؟ هغه باید ویلي وای چې د ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې دي، خو دوی یې پر وړاندې څه اقدام کولی شي. دا معلومه خبره ده، چې پاکستان په افغانستان کې د لسیزو اوږدې جګړې تر شا ولاړ دی او یو ګام هم شا ته نه ځي.
د روسیې پر وړاندې د امریکا جګړه له پاکستانه رهبري کېده او اوس د امریکا پر وړاندې د سیمې د استخباراتو او نورو ډلو جګړه هم له پاکستانه رهبري کېږي. همدا راز له پاکستانه هغه جګړه هم رهبري کېږي چې د سیمې د نا امنۍ او د امریکا د موخو لپاره روانه ده. حقاني شبکه او نورې وسله والې ډلې د امریکا تر ټولو سترې متحدې وې او د روسیې پر ضد یې د دغه هېواد جګړه مخ ته وړله. له هغه وخته امریکا ته دا پته وه چې دوی چېرته دي. نو دا هر څه یوې ډرامې ته ورته کېږي.
زما په نظر افغانستان د تیاتر یو ستر سټېج ته ورته دی. دا ډرامه یوه تکراري ډرامه ده، یوه پیاوړي لیکوال او خطرناک سیاستوال لیکلې ده او بېلو لوبغاړو ته یې ورکوي چې پر سټېج یې عملي کړي. د حکومت مشران پخواني ډيالوګونه تکراروي، د پخوانۍ ډرامې کردار تر سره کوي، همغه جګړې دي، همغه ډلې دي، همدا ولس دی چې وژل کېږي. همدا مصنوعي بیا رغونې دي، مصنوعي د بشري حقونو نارې دي او مصنوعي حاکمان دي چې د افغانانو پر سرونو واک چلوي.
ولسمشر، د امنیتي ارګانونو مشران او بالاخره هر چارواکی تکراري خبرې کوي، پاکستان خپل دښمن بولي، د ترهګرو ځالې په پاکستان کې ښيي، دښمن مات بولي، جګړه پای ته نږدې بولي خو لاسته راوړنې هېڅ هم نشته دي. یوازې د ولس تېر اېستل او د هوا ګزول دي.
ولسمشر جګړه ګټلې بولي، خو ګټلې جګړه داسې نه وي چې په کابل ښارکې پلي خلک تګ راتګ نه شي کولی، په یوه اونۍ کې دې ۵۰۰ ملکیان په سرو وینو کې لامبي، تر ټولو امنې سیمې دې له ګواښونو سره مخ وي، په ټولنیزو رسنیو کې دې پر ماتې او کمزوري مدیریت لعنت ویل کېږي، اقتصادي بحران دې رامنځته شوی وي، افغانۍ دې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت بایللی وي، کابل ښاریان دې په ۲۴ ساعتونو کې ۶ ساعته برېښنا لري، د توکو بیې څو برابره لوړې وي، خلک درنه نا راضه وي او هره شپه په کابل کې لسګونه جنايي پېښې کېږي. د دې جګړې کومه برخه ته ګټلې بولې او په کوم بنسټ خپل حکومت بریالی بولې؟ ته پوهېږي چې په کابل ښار کې هره شپه او هره ورځ څه وحشتونه روان وي او د هېچا مال او سر خوندي نه دي؟ لږ تر لږه د خپلې کوڅې او کور شاوخوا امنیت به دې ټینګ کړی و، هله به خلکو بریالی بللې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.