ولسمشر او په وروستیو ورځو کې د لومړنیو شپو مانورونه

18 سلواغه 1396 لیکوال: لمر افغان

ولسمشر غني درې کاله وړاندې خپل کار په یو لړ مانورونو سره پيل کړ. خلکو ته دومره هيلې پیدا شوې چې ایله افغانستان په تاریخ کې د یوه داسې ولسمشر خاوند شو چې د خولې او زړه خبر یې یوه ده. ولسمشر د ۱۳۹۳ کال د تلې په اوومه لوړه وکړه. د لوړې په مراسمو کې یې وویل چې روان کال به د افغانستان د بقا کال وي، موږ به امنیت تامین کړو، موازي ادارې به له منځه یوسو، د بهرنۍ پالیسۍ دستګاه به قوي کړو، له افغان خاورې به د پردیو نیابتي جګړې ټولې کړو، قضایه قوه به له فساده پاکه کړو، د سولې لار به خپله کړو، د شفافو ټاکنو لپاره به زمینه برابره کړو او د یوه متحد افغانستان لپاره به کار وکړو. ولسمشر دا خبرې د ورځې کولې، خو د کار په لومړیو کې یې بیا د شپې ځينو ادارو او روغتونونو ته سر ورښکاراوه.
کله کله به کومې حوزې ته ورغی، کله به یې روغتون ته سر ورښکاره کړ، شاوخوا کسانو به یې په فېسبوک کې غوغا جوړه کړه چې هله داسې وطندوست ولسمشر دی، نه په شپه دی نه په ورځ، بس د خلکو چوپړ کوي. د څو حوزو امرین یې ژر ژر بدل کړل، ټول والیان یې سرپرستان کړل، ټوله کابینه یې د فرمانونو له لارې سرپرسته کړه. دې هر څه خلکو ته هیلې پيدا کړې وې چې ولسمشر به حتماً اصلاحات راولي، خو څه موده وروسته معلومه شوه چې هسې کمپایني چارې او په اصطلاح مانورونه وو څو خلک تر اغېزې لاندې راولي. ولسمشر به که ډبره پورته واچوله، شاوخوا کسانو به غر ترې جوړ کړ. ولسمشر به ښايي ځینو حوزو او ادارو ته ورغلی و، خو په فېسبوک کې به داسې افسانې جوړې شوې چې هله ولسمشر خړ پټو اغوستی و او په نیمه شپه پلانۍ حوزې ته ورغلی دی، چې ګورې هېڅوک نشته، د امر پر څوکۍ ناست دی او امر ته یې زنګ کړی چې راشه په حوزه کې یم. ولس دا ټولې ډرامې او نندارې ولېدې، خو اوس هېڅ تمه نه لري.
ولسمشر هغه وخت هم د شپې ګزمې کولې، خو د فېسبوکي انځورونو لپاره. اوس یې چې د واک د درېیم کال پای هم را نږدې دی، بیا هم مانورونه کوي او په ورته ګزمو یې لاس پورې کړی دی. دا کار یې ښه دی چې امنیتي حوزو او روغتونونو ته ورشي، خو له لاسته راوړنې سره. له دې تګ راتګ د ارګ ستره لاسته راوړنه انځورونه وي او په فېسبوک کې څو سوه محدود لایکونه. د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه هم نیمه شپه په ټولنیزو رسنیو کې غوغا شوه چې هلئ ولسمشر نه شپه پېژني نه ورځ، نه د کابل د تیارو کوڅو ساړه، په همدې نیمه شپه لسمې حوزې ته تللی دی. سړی حیران شي، ولې ګټه یې څه ده؟ ښايي ولسمشر همدومره واړه پلانونه لري چې په وړو څيزونو نندارې جوړوي.
د ولسمشر ډېری کارونه نمایشي دي. نه یوازې د ولسمشر بلکې د ملي یووالي د حکومت که دروغجن نه شم ۹۰ سلنه مشران نمایشي کارونه کوي. ان د حکومت له پیسو خپلې پاڼې سپانسر کوي. دوی یوازې غواړي د خلکو په سترګو کې ښه خلک وي. تاسې فکر وکړئ، په کابل کې روان کال څومره خونړي او وحشیانه بریدونه وشول، د ولسمشر ستر کارونه روغتونونو ته تګ و. د امنیتي حوزو لیدنه وه، د سیمه ییزو ارګانونو له ادارې تر ولسمشرۍ ماڼۍ پلی تګ و. په فاتحو کې برخه اخیستل وو. دا هر څه نمایش او ننداره نه ده؟ معلومه ده چې ننداره ده. یو ولسمشر ته نه ښايي چې داسې حرکات وکړي، خلک له ولسمشر د هغه څه تمه لري چې په واک کې یې دي او شعارونه یې ورکول. همدې ولسمشر د داسې خبرو او ژمنو شعارونه ورکړي وو چې خلکو به ویل، له افغانستان څو میاشتې وروسته دوبۍ، جاپان او یا کوم بل پرمختللی هېواد جوړېږي، خو برعکس زموږ حالت دومره خراب شو چې حتی خلک مو غواړي پاکستان غوندې هېواد ته هم وتښتي.
په کابل کې تر خونړیو بریدونو وروسته یو ځل بیا ولسمشر د امنیتي پلان او د افغانستان د امنیت د ټینګولو خبره کوي. د افغانستان امنیتي پلان بیا په تېره د کابل ښار امنیتي پلان جوړول کومه نوې خبره نه ده. روان کال د زمري په میاشت کې هم تر خونړیو بریدونو وروسته ولسمشر د امنیتي پلان خبره کوله. هغه وویل چې د کابل امنیت ته یې اړین تدابیر نیولي دي. په هغه وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د کابل امنیتي کمربند به پیاوړی کړي او د ترهګرو د راتګ مخه به ونیول شي. خو له دې اخرنیو خونړیو پېښو وروسته ولسمشر بیا د کابل ښار د امنیتي پلان خبره کوي. دا سمه ده چې هغه وخت د کابل ډیپلوماتیکې سیمې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ونیول شوې. د سړکونو او کوڅو په سرونو کې د لویو موټرو د ننوتو د مخنیوي لپاره د میلیونونو ډالرو په ارزښت دروازې جوړې شوې. خو د کابل ښار امنیت ورسره ټینګ نه شو. هغه دروازې ټولې اوس له منځه وړل شوې دي، ځکه نه د اوروژنې موټر ترې لاندې تېرېدلی شول، نه د بهرنیو ځواکونو ټانکونه او نه هم امبولانسونه؛ نو دغه دروازې له منځه یووړل شوې. د حکومت له همدې کړنې ښکاري چې د خلکو له ژوند سره څومره سطحي، نمایشي او بې پروا چلند کوي.
ولسمشر هغه وخت امنیتي پلان ډېر مهم باله، ده ان د دغه پلان د عملي کولو لپاره د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پېنس سره هم خبرې وکړې او هغه یې پلان وستایه، خو اوس پوښتنه دا ده چې د دغه پلان ګټې او لاسته راوړنې څه وې؟ ولې بیا هم په څو میاشتو کې سلګونه افغانان په ترهګریزو بریدونو کې ووژل شول؟ له دې باید پوه شو چې هر څه نمایشي دي او یوازې د خلکو د تېر ايستلو لپاره کېږي.
حکومت بیا هم د امنیتي پلان خبره کوي، همدا څو ورځې وړاندې د لیندۍ پر ۱۴مه ولسمشر بیا هم د کابل امنیتي پلان تایید کړ. هغه د اعلی سر قومندانۍ په جلسه کې وویل چې د کابل ښار د امنیت لپاره به جدي تدابیر پيلوي او د پلان له مخې به د کابل ښار امنیت خوندي کړل شي. د حکومت کمزورې ارادې او بې مدیریته روان بهیر ته په کتو داسې نه ښکاري چې دا پلان دې هم عملي شي یا دې د خلکو د ژوند امنیت خوندي کړي. خو دا هره وخت وژنه او د وخت تېرول د افغانستان او افغانانو په زیان دي. که حکومت په جدي توګه او پوره معقولو لارو د کابل امنیت ته پام ونه کړي ترهګر به بیا هم خپلې موخې تعقیب کړي. دوی به کابل ښاریان بیا په وینو ولمبوي او د دې هر څه مسوولیت به د امنیتي ادارو د مسوولینو او ولسمشر پر غاړه وي.
ولسمشر باید پوه شي چې د کمپاینونو وخت تېر شوی دی. افغانان د پاڼ او پړانګ تر منځ دي، د دوی له ژوند سره لوبې روانې دي او نړیوالې استخباراتي ادارې یې د وژلو لارې او کوڅې رسموي. خو ولسمشر په کوټه کې ناست د څو چاپلوسو جنرالانو او ډګروالانو په مشوره امنیتي پلان جوړوي. هر هغه څه، که د نړۍ امنیتي پلان هم وي، چې د خلکو ژوند خوندي نه کړي بې ګټې دي، لوبې دي او د ولس تېر ايستل دي. دا ولس نور د کاغذ پر مخ له خبرو ستړی شوی دی. ولسمشر دې یا جدي اقدام وکړي او یا دې ولس ته ووايي چې په وس یې پوره نه ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.