د غلام خان بندر اقتصادي اغېز

21 کب 1396 ليکوال: د خوست پوهنتون استاد ګل شاه صبری له بي بي سي پښتو په مننې

د غلام خان بندر له سپین بولدک څخه وروسته له کراچۍ بندره بيا تر کابله تر ټولو لنډه لاره ده. دا لاره له تورخم بندره، چې اوس له پاکستان سره د سوداګرۍ تر ټولو بوخت بندر دی (۴۶۱ کیلومتره) لنډه، خو له سپین بولدک بندر څخه (۱۱۱ کیلومتره) اوږده ده.
د غلام خان بندر په رسمي کېدو سره افغان سوداګر د کراچۍ له بندره د تورخم په پرتله په لږ وخت کې خپل سوداګريز مالونه کابل او شاوخوا ولايتونو ته رسولی شي.
څېړنې ښيي، که د تورخم پر لار فاصله يو کيلومتر زياتېږي، نو د لېږد لګښت یې ۰.۱ سلنه زياتوالی مومي او همدارنګه که وخت يو ساعت زياتېږي، نو د لېږد مصارف يې هم همدومره لوړېږي.
د فاصلې او وخت د زياتوالي پر بنسټ، د مالونو د لېږد مصارف د سپين بولدک له لارې توپیر کوي.
د سپين بولدک له لارې که فاصله يو کيلومتر زياتېږي نو د مالونو د لېږد مصارف ۰.۷ سلنه زياتېږي. همدا ډول، د وخت د يو اضافي ساعت د زياتوالي په صورت کې د مالونو د لېږد مصارف ۰.۶ سلنه ډېرېږي.
په پرتله یيز ډول د فاصلې له مخې، د غلام خان بندر لاره د تورخم په پرتله ۴۶۱ کيلومتره لنډه او نږدې ده. نو ويلی شو چې د غلام خان بندر له لارې د توکو لېږدولو لګښتونه د تورخم بندر په پرتله ۴۶.۱ سلنه کم دي.
د موضوع شالید
د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ له پلوه ډېر بوخت بندر تورخم دی، خو غلام خان بندر بيا د تورخم په پرتله د پاکستان کراچۍ بندر ته نږدې پروت دی.
د غلام خان بندر لپاره د افغان دولت له لوري په خوست ولایت کې په شاوخوا دوه سوه جریبه ځمکه کې د پنځو میلیونو ډالرو په لګښت تأسیسات جوړ شول؛ خو په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان له خوا د ضرب عضب عملیاتو له پيل کېدو سره دغه لاره وتړل شوه. د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف شمالي وزیرستان ته د سفر پرمهال د غلام خان بندر د خلاصولو ژمنه وکړه،خو د نامعلومو دلایلو له امله دغه لار د هر ډول تجارتي لېږد رالېږد پرمخ تړلې پاتې شوه.
د دوه اړخیزې سوداګرۍ وده او پرمختګ
له څو لسیزو را په دېخوا افغانستان، د پاکستاني اموالو لپاره بهترین مصرفي بازار و او د سلګونو پاکستانيو کمپنيو توليدي توکي په افغانستان کې لګول کېدل. یوه لسیزه وړاندې د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارتي راکړې ورکړې کچه تر دریو میلیاردو ډالرو پورې رسېده، خو په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سیاسي اړیکو د خرابوالي له امله تجارتي راکړه ورکړه هم کمه شوې ده.
په ۲۰۱۶ م او ۲۰۱۷ مو کلونو کې په مجموعي ډول د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت تقریباً له یو نیم میلیارد ډالرو څخه شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته را ټیټ شوی دی. د دې تر څنګ، د لارو د بندېدو له امله تر دې مهاله په خیبر پښتونخوا کې تر سلو تولیدي کارخانې سقوط شوې دي.
نو، د تولیدي کارخونو د تأسیس لپاره د مصرفي بازار درلودل اساسي موضوع ده؛ پاکستان اړ دی چې د خپلو تجارتي مالونو د خرڅلاو لپاره بازار پیدا کړي چې افغانستان ورته بهترین بازار ګڼل کېدای شي.
سربېره پر دې، افغانستان هم د یو شمېر اړتیاوو پوره کولو لپاره، په تېره بیا د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لري او دغه صادارت پاکستان ته معمولاً له دریو تجارتي لارو (سپین بولدک، تورخم او غلام خان بندرونو) ترسره کېدای شي.
که د غلام خان بندر له لارې رسمي ترانزيټ پيل شي، نو د افغان حکومت په عوايدو کې به هم د پام وړ زياتوالی راشي. د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۴م کال وړاندې هره ورځ په اوسط ډول، شاوخوا دوه سوه باربري ګاډو پر دې لاره تګ راتګ درلود، چې دولت ته یې هره ورځ په اوسط ډول له یو میلیون افغانیو تر یو نیم میلیون افغانیو پورې عواید درلودل.
د خلکو د ژوند کچې لوړوالی
د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک خوشال دي چې د دې بندر په پرانیستې سره به دوی ته کاروبار پیدا شي.
د غلام خان بندر د رسمي پرانیستلو او ترانزیټ په پایله کې به د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د مېشتو ولسونو کاروبارونه وغوړیږي، د لارې په اوږدو کې به هوټلونه، مارکېټونه او نور کاروبارونه جوړ شي، چې دا کار به د دوی د کورني اقتصاد په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او د کورنیو لپاره به یې بېلابېلې عایداتي سرچینې رامنځ ته شي.
د عوایدو په لوړېدو سره به د خلکو په ژوند کې ښه والی راشي او په سیمه کې به د دایمي امنیت له تأمین سره مرسته وکړي.
د دې ترڅنګ به د کرښې په دواړو خواوو کې د مصرفي توکو قیمتونه ټیټ شي او له دې لارې به فردي سپماوې زیاتې او د پانګونې د پراختیا سبب وګرځي.
څو کاله پخوا چې د غلام خان لار خلاصه وه، د یوې بوجۍ سیمنټو بیه ۱۲۰ افغانۍ وه، خو د لارې د بندېدو له امله دا بيه ۳۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
په همدې ډول، که ياده لاره خلاصه وي؛ نو د خیبر پښتونخوا څخه تر خوست پورې د باربري موټرو کرایه پنځلس زره افغانۍ کېږي، په داسې حال کې، چې د لارې د بندېدو له امله نوموړې کرایه تر یو نیم لک افغانیو پورې رسېږي. نو، د قیمتونو په ټیټېدو سره په سیمه کې د مصرفي توکو د اخیستلو توان لوړېږي او د خلکو د ژوند په کچه کې به ښه والی راشي.
احتمالي ستونزې
پاکستان وايي، امنیتي ځواکونه به دا سوداګریزه لار څاري.
له غلام خان بندره تر خوست او بیا تر کابل پورې غځېدلي سړکونه د لارې د ترانزیټ کېدو په مقابل کې مقاومت نه لري، یعنې په هغو معیارونو نه دي جوړ شوي، چې د یوې ترانزیټي لارې لپاره ضروري وي. موجوده سړکونه د کیفیت له نظره کمزوري او شاوخوا اووه متره سور لري، چې دا پخپله د تجارتي ستونزو سبب کېدای شي. ترڅنګ به یې د تجارتي مالونو د خوندیتوب په خاطر په هغه اندازه امکانات رامنځ ته نه کړل شي، چې د لارې خوندیتوب تضمین کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.