ولسي جرګه، د چور میدان

21 کب 1396 لیکوال: لمر افغان

یو سالم دولت هغه وخت رامنځ ته کېږي چې درې ګونې قوې یې سالمې وي. د سم حکومت سلامتيا بيا په دې پورې تړلې ده چې د دولت دوې نورې قوې هم سالمې وي؛ خو له بده مرغه په افغانستان کې رامنځ ته شوي وضعیت داسې ستونزې زيږولې دي چې د یوه سالم او قوي حکومت جوړېدل یې له خنډ سره مخ کړي دي. حکومت نه یوازې له بهرنیو ستونزو سره مخ دی بلکې په حکومت کې د ننه ګڼې ستونزې رامنځ ته شوې دي. حکومت له قضائیه او مقننې قواوو سره ښې اړیکې نه لري او دغه درې واړه قوې پخپلو کې سره همغږې نه دي.
د افغانانو تر ټولو ستره ستونزه پارلمان دی. د ولسي جرګې غړو خپل اتم کاري کال پیل کړی. دا د شپاړسمې تقنیني دورې اتم کال کېږي. په داسې حال کې چې هره تقنیني دوره پنځه کلنه ده او له هغه وروسته نوي وکیلان باید د ټاکنو پر بنسټ راشي او نوی جرګه جوړه کړي. اوس نه یوازې د ولسي جرګې قانوني ارزښت تر جدي پوښتنې لاندې دی، بلکې د دوی پرېکړې هم دومره مهمې او ګټورې نه دي. په دغه جرګه کې ډېری یا لوړه سلنه وکیلان د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي او له ملي ګټو تېر دي. هلته ځینې ډلې جوړې شوې دي او دغه ډلې د خپلو شخصي ګټو لپاره په هره کړنه لاس پورې کوي.
په تېر کاري کال کې هم د ولسي جرګې ډېری غړي غیر حاضر وو، د دوی پرېکړې پر وخت نه وې، ولسمشر یې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوي او هر هغه څه چې د ولسمشر زړه وي پخپله یې لاسلیکوي او فرمان صادروي. ولسي جرګه تر ډېره یو سمبولیک جوړښت دی چې پرېکړې يې په جدي توګه بې ارزښته شوې دي. د بېلګې په توګه دوی تر لسو ډېر وزیران په تېر کاري کال کې سلب صلاحیت کړل، خو حکومت بیا هم د دوی پرېکړې ته ارزښت ور نه کړ او وزیرانو خپلو دندو ته ادامه ورکړه.
نه یوازې د وزیرانو او کابینې په برخه کې حکومت د ولسي جرګې پرېکړو ته ارزښت ور نه کړ، بلکې د ځینو قوانینو په تصویب کې یې هم د دوی پرېکړې له پامه وغورځولې. ولسمشر د ځینو قوانینو له تصویب سره سره بیا هم فرمانونه صادر کړل او د خپل زړه کار یې وکړ. دا هر څه د دې سبب کېږي چې خلک پارلمان ته د یوې سمبولیکې برخې په سترګه وګوري. خو سره له دې پر دغه سمبولیکه برخه د میلیونونو ډالرو لګښت د افغانانو زړه ټوټه کوي.
دا ټول هغه مسایل دي چې وکیلان یې هم د خپل ځان بې ارزښتوالي ته متوجه کړي دي. دوی په دې پوهېږي چې حکومت یې په خوله پیاز نه خوري او نه یې هم پرېکړو ته ارزښت ورکوي. له همدې امله دوی په دې هڅه کې دي چې توطيې جوړې کړي او د خپل جېب د ډکولو لپاره اخوا دېخوا هڅې وکړي. په ټولنیزو رسنیو کې د پارلمان لپاره ډول ډول نومونه کارول کېږي، ځینې یې چورلمان بولي او ځینې ورته بیا د ډېرو سپکو نومونو خطاب کوي.
دغه مجلس په فساد کې غرق دی، په تېر کال کې د ولسي جرګې د مشر او مرستیال تر منځ د فساد قضیه اونۍ اونۍ وغځېده او پر یو بل یې د میلیونونو افغانیو د فساد تورونه ولګول. خو وروسته له څېړنو، څارنوالۍ او محکمې پرته په تالار کې حل کړل شوه او خدای خبر چې لا څومره کیسې پټې وې. وړمه ورځ د همدې پارلمان یوه غړي پر خپله فېسبوکپاڼه ولیکل، چې پارلمان د فساد په ډګر بدل شوی دی. د ده په خبره وکیلان خپلې رایې پلوري او هغه کسان چې غواړي یوې څوکۍ ته ورسېږي له وکیلانو رایې اخلي. یاد وکیل د زړه له درده ویلي وو، هغه وکیلان چې رایې پلوري هغوی د هېڅ شي پر پلور صرفه نه کوي، نو ښايي وطن او ولس هم وپلوري.
رښتیا هم همداسې ده، په پارلمان کې داسې کسان هم شته چې د ملي ګټو ضد دي. په نړۍ کې به داسې انسان پیدا شي چې د خپلو ملي ګټو ضد وي؟ نه که پیدا هم شي تر ملي ګټو به یې د ځان ګټې مهمې وي. خو دلته په همدې پارلمان کې داسې کسان شته، چې پردیو ته کار کوي او د خپلو ملي مسایلو او ملي ارزښتونو پر ضد ګامونه پورته کوي. وکیلانو په ځلونو په یو بل تور پورې کړی دی چې پردیو استخباراتي ادارو او سفارتونو ته کار کوي. له دې ټولو ستونزو سره سره دغه مجلس لا هم پر خپل ځای دی. ولس هم له دې جرګې ستړی شوی دی خو غږ یې څوک نه اوري. داسې ګنګوسې شته دي چې وکیلان کمېشن کاري کوي، د کسانو په ګومارنه کې پیسې اخلي، بورسونه له سفارتونو اخلي او بیا یې پلوري. دا هغه ګنګوسې دي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې ټوله ورځ وینو.
اوس د ستونزې حل څه دی؟ د دولت نه یوازې دا برخه بلکې ټولې برخې نیمګړې او له ستونزو ډکې دي. داسې ښکاري لکه په افغانستان کې چې د پردې تر شا یو پټ لاس وي او هغه په پلان شوې توګه غواړي افغانستان همداسې کمزوری وي او هر څه له جنجالونو ډک وي. ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او دې ته ورته نور نړیوال بنسټونه د ټاکنو د ترسره کېدو ملاتړ کوي خو حکومت بیا هم د ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن نه دی. ۳ کاله وشول چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د اصلاحاتو خبره کېږي خو لا هم دغه کمېسیون همغسې مریض دی او حکومت یې د اصلاح جدي اراده نه لري.
د بروکسل په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه، ګڼو نړیوالو بنسټونو ژمنه کړې چې د ولسي جرګې ټاکنې به کوي، دا پیسې او دا ژمنې څه شوې؟ ولسمشر د خپل کار له پیله تر دې دمه لسګونه ځله ویلي چې د ولسي جرګې ټاکنې به کېږي او یو قوي پارلمان به جوړوي. خو د هغه دا خبرې او ژمنې هم د نورو په څېر هوا وړې دي او د عمل جامې یې نه دي اغوستې.
افغانان نور له دې مرموز روان وضعیت ستړي شوي دي. حکومت دې په واضح توګه خپل تکلیف روښانه کړي. ولې هر څه د یوې لوبې په څېر روان دي. داعش، طالبان، د سولې ګډوډ بهیر، جګړې، وژنې، جنايي پېښې، بې کفایته چارواکي ګومارل، غیر قانوني پارلمان، خپلسري والیان، خپلسري قومندانان او بالاخره دا خوره توره تیاره له کومه ځایه پر افغانانو تحمیل شوې ده. په دې هر څوک پوهېږي چې که حکومت وغواړي هر څه کولی شي، خو داسې لاسونه شته چې حکومت خپلو چارو ته نه پرېږدي یا هم په حکومت کې داسې کړۍ شته دي چې غواړي دا حکومت کمزوری او همداسې لړزاند وي.
ولسي جرګه به څو ورځې وروسته بیا د تعصب، شخصي ګټو او ځينو پرېکړو له امله د بزکشۍ په میدان بدله شي او ناخوالې به ټولنې ته په میراث پرېږدي. حکومت باید د ولسي جرګې ټاکنې وکړي او ددغه چارې لپاره باید عملي او جدي ګامونه پورته کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.