د جګړو له منځه د سولې غږ

20 غبرګولی 1397 لیکوال: لمر افغان

دا ښايي د افغانانو په ژوند کې ستره هيله وه چې طالبان او افغان حکومت د روانې جګړې د ختمولو او افغان وژنې د پای ته رسولو لپاره اوربند اعلان کړي. سلګونو مدني فعالانو په لسګونو مدني حرکتونو کې په میاشتو میاشتو د سولې غوښتنه وکړه. ښه بېلګه یې له هلمنده کابل ته د سولې را روان کاروان دی. دغه کاروان له هلمند را روان دی، له دواړو خواوو د سولې هیله کوي، اوربند غواړي او د جګړو پر ختمولو ټینګار کوي. دغه کسانو ټول خطرونه پر غاړه اخیستي خو هیله یې دا ده چې جګړې ختمې شي او سولې ته ورسېږي.
سوله او د جګړو بندېدل د افغانانو ستره هیله ده. دلته روانه جګړه پردۍ ده، د امریکا د ګټو ده، د پاکستان د ګټو ده، د روسیې او چین د کمزوري کولو لپاره ده خو قرباني یې افغانان دي او د دې جګړې په ګولیو د افغانانو، په تېره د پښتنو کورونه ورانېږي. حکومت هم هڅې پیل کړې دي چې روانه جګړه یو ډول پای ته ورسول شي او سولې ته لاره هواره شي. خو په حکومت کې یوه ستونزه دا ده چې متاسفانه د دې برخې چارې یو شمېر داسې کسانو ته سپارل شوې چې دوی د سولې لپاره رښتینې هڅه نه کوي. دلته ځینې کسان هر څه د پروژې په سترګه ګوري او ستره هڅه یې د ځان او شاوخوا کسانو په دندو کې ساتل وي نو له همدې امله د سولې شورا له امکاناتو او په دې برخه کې له لګول کېدونکو پیسو د خپلو ګټو لپاره کار اخلي.
د علماوو ستره غونډه جوړه شوه، خو د هرکلي تر څنګ داسې ګنګوسې هم خپرې شوې چې دې غونډې یو اړخیزه پرېکړه کړې ده او پرته له دې چې جګړه په دقیقه توګه و ارزوي د جګړې په اړه یې پرېکړه وکړه. خو له دې ټولو سره سره د سولې او ثبات لپاره د بحثونو زمینه برابره شوه او لږ تر لږه دا ثابته شوه، چې دلته روانه جګړه کورنی اړخ نه لري، خو بهرنیانو دلته د جګړو زمینه برابره کړې ده، ځينې یې جګړې ته اړ کړي دي، د ځینو کړیو ملاتړ کوي او ځینو ته د سولې په لار کې خنډ جوړوي. خو اوس په روانه لسیزه کې چې نړۍ د پرمختګ او نه باور کېدونکو نوښتونو له کاروان سره مل روانه ده په افغانستان کې جګړه کول ستره ساده ګي ده. نننۍ نړۍ په داسې پوړونو ګامونه اېږدي چې څو کاله مخکې یې په اړه فکر کول لېونتوب و، خو افغان خاوره لا هم د تیاره پېړیو په څېر د جګړو په ډګر بدله ده او وروڼه د یو بل په وژلو سره اخته دي.
ملت د درې ورځني اوربند چې په حقیقت کې نظر ۱۷ کلنې جګړې ته په هېڅ ضرب دی، هر کلی کړی دی. ملت دا ښيي چې تر ۱۷ کاله جګړې ۳ ورځې اوربند ورته څومره مهم او ارزښتناک دی او د خپل هېواد ښې راتلونکې ته څومره هیله من دي. اوربند وشو، خو اوس ددې اړتیا ده چې اوربند وغځول شي. ناټو، امریکا، د سیمې ځينو هېوادونو او په هېواد کې ټولو سیاسي ګوندونو د دغه اوربند ملاتړ کړی دی او د اوربند د اوږدېدو غوښتنه کوي.
د دغه اوربند د ساتلو او جګړو د ختمولو لپاره څو اړین ګامونه باید پورته شي څو په دې توګه د افغانانو د سولې ستره هیله پوره شي. حکومت ته په کار ده چې د یوه واکمن لوري په توګه په دغه اوربند کې له طالبانو سره د باور جوړولو ستره هڅه وکړي او په دې توګه ثابته کړي چې حکومت پخپلو پرېکړو کې مستقل دی، د کوم بهرني هېواد تر اغېز لاندې نه دی او کله چې وايي سوله کوي نو ارو مرو د سولې راوستو په برخه کې قوي اراده لري. په دې اوربند کې دې د طالبانو باور خپل کړي او بهرنیو کړیو ته دې اجازه نه ورکوي چې د افغانانو دغه ستره هیله په اوبو لاهو کړي. طالبانو ته هم په کار ده چې نور د دې جګړې په اصلي ماهیت ځان پوه کړي او د بهرنۍ تپل شوې جګړې د ختمولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
حکومت ته په کار ده چې په رښتینې توګه د بې طرفه کسانو او هېوادونو په مرسته د جګړې د له منځه وړلو او سولې د راوستلو لپاره کار وکړي. د سولې شورا کارنده نه ده، خو پر ځای یې دې حکومت په بدیلو لارو فکر وکړي. ضرور نه ده چې شوراګانې جوړې شي، بلکې که حکومت رښتینی وي پر ولس دې غږ وکړي، دا ملت له پیسو او شوراګانو پرته دې ته تیار دی چې د سولې په برخه کې مرسته وکړي. که حکومت ثابته کړي چې دوی رښتیني دي، دوی په رښتیا سوله غواړي ولس ورسره ارو مرو مرسته کوي. اوس دا چې ولس له حکومت سره مرسته نه کوي یو لامل دا دی چې خلک د حکومت پر اراده شک لري. دوی فکر کوي چې دا هر څه یوه ډرامه ده او حکومت خپلواک نه دی. له بده مرغه حکومت هم چارې په ځينو برخو کې پروژیانو ته سپارلې دي چې دوی نه شي کولی د حکومت رښتینې اراده چې سوله ده که جګړه ولس ته وړاندې کړي. ډېر ځله داسې شوي هم دي چې خلکو له حکومت سره مرسته کړې، خو د حکومت د بې غورۍ له امله یې ژوند له خطر سره مخ شوی دی.
بله اړتیا دا ده چې اوربند اوږد کړل شي. د طالبانو ستره غوښتنه دا ده چې امریکايي او نور بهرني ځواکونه دې له افغانستان و ایستل شي. افغان حکومت دې لږ تر لږه د طالبانو د دغه شرط د پوره کېدو لپاره هڅه وکړي. واضح هوکړه لیکونه دې وکړي. تعهدات دې رامنځ ته کړي پر حل دې فکر وکړي او له بهرنیو ځواکونو دې وغواړي چې افغان خاوره پرېږدي او پخپله مخه لاړ شي. که چېرې بهرنیان له افغان خاورې د وتو اراده نه لري، واضح تعهدات د دوی د حضور لپاره نه وي، نه یوازې طالبان بلکې عام افغانان هم نور د دوی له دغه حضور ستړي شوي دي. ولس په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور نه غواړي او نه یې هم بل وخت غوښتی دی. حکومت ته په کار ده چې دا مسئله جدي ونیسي د جګړې له ډګره د سولې او اوربند را ولاړه شوې چېغه دې د بهرنیو ځواکونو په ایستلو، اوربند په اوږدولو، د سولې لپاره د عملي ګامونو په پورته کولو بدرګه کړي. دا جګړه د افغانستان، اسلام او افغان په خیر نه ده. دې جګړې ډېرې ککرۍ وخوړې، دې جګړې افغانستان تباه کړ، دې جګړې فرهنګ ختم کړ، دې جګړې موږ د نړیوالو د ريشخند کړو. نور د دې اړتیا ده، چې ټول اړخونه یې د له منځه وړلو لپاره رښتیني، جدي او عملي ګامونه پورته کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.