د ځینو ګټې په جګړه کې دي

21 غبرګولی 1397 لیکوال: لمر افغان

په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې خورا هيله بښوونکې پېښې وشوې. ولس راتلونکې ته یو ځل بیا یو څه هیله من شوی دی او د دې تمه پیدا شوې ده چې روانې جګړې به پای ومومي او سولې ته به لاره هواره شي. ولسمشر غني طالبانو ته د اوربند وړاندیز وکړ او طالبانو هم په اوولس کلنه جګړه کې د لومړي ځل لپاره اوربند تایید کړ او د اختر په ورځو کې یې د تعرضي بریدونو ترسره کول منعه کړل. پرون شپه په کابل، ننګرهار او ګڼو نورو ولایتونو کې د همدې خوشالۍ په پار جشنونه جوړ شوي وو. په کابل کې ګنو مدني فعالانو، سیاسي ډلو او حکومتي کارکوونکو د اوربند هر کلی وکړ او د دغه اوربند د غځېدو غوښتنه یې وکړه، خو له دې ټولو سره سره یوه ډله خلک دي چې پر دغه اوربند لا هم چوپ دي او په اړه یې هېڅ نه وايي.
پخواني جهادي قومندانان، جنګسالاران، سیاسي څېري، ځینې مدني بنسټونه، ځینې پخواني حکومتي چارواکي او دې ورته کسان د اوربند په اړه هېڅ نه وايي او پټه خوله دي. ځینو خو یې لکه د ملي امنیت پخواني رییس امر الله صالح مخالفت کړی دی او په وینا یې اوربند د افغان ځواکونو کمزوري ښيي. خو خبره داسې نه ده، اوربند تل د سولې لپاره لاره هواروي او د نړۍ تجربو ښودلې چې جګړې په جګړو پای ته نه رسېږي او د جګړو د پای ته رسولو لپاره باید له یو څه تېر شي او خبرې به دغه جګړې ختموي.
په دې کې شک نشته، چې ستره برخه هېوادوال دغه اقدام ته خوشاله دي خو داسې ډله کسان هم شته دي چې د اوربند او سولې مخالف دي. په دې سترګې پټول نه دي په کار چې په افغانستان کې جګړه ختمېږي، سوله راځي، ورولي راځي نو د یو شمېر سیاستوالو دوکانونه بنديږي او دوی خپل ځان په جدي خطر کې بولي. د امریکا د ميلیاردونو ډالرو له راتګ سره په هېواد کې ځینې خلک دومره وپړسېدل چې له ځانونو یې فرعونان جوړ کړل او په دې پوهېږي چې که طالبان له افغان حکومت سره سوله کوي د دوی دغه فرعونیت نور نشته دی او حکومت اړ دی چې طالبانو ته ونډه ورکړي. د دې ونډې په صورت کې یاد فرعونان کمزوري کېږي او برخه یې کمېږي. دوی به خپل ټول توان په دې لګوي چې څه ډول وکړی شي روانه جګړه دوام پیدا کړي. دوی که نور هېڅ و نه کړي، نو د سولې د هرکلي پر ځای خو به د دې پروسې مخالفت وکړي.
په حکومت کې هم ګڼ داسې چارواکي شته دي چې د سولې او طالبانو د راتګ مخالف دي. ولسمشر غني چې کله ګلبدین حکمتیار د سولې له پروسې سره یو ځای کړ، نو موږ ته ښه پته وه، چې په ارګ کې په جوړه شوې غونډه کې په لومړۍ ورځ اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله کږې خبرې پیل کړې. شمال ټلواله چې د حکومت ستره برخه ده، د طالبانو پخواني دښمنان دي او د سولې په لار کې بې شمېره خنډونه جوړوي. دا سمه ده، چې هر څه به ځان سولې ته تیار وښيي، سوله به د ټولو په ګټه وبولي، خو موږ د دې ټولنې خلک یو پوهېږو، چې دښمني پالل د دې خلکو په خټه کې ده او اوسنۍ جګړې هم چې څومره اوږدې شوې دي یو لامل یې شمال ټلواله ده. د شمال ټلوالې غړي چې کله لوړو حکومتي پوستونو ته ورسېدل، نو هغه طالبان یې وځپل چې دوی له جګړو لاس اخیستی و او په کلیو کې یې ژوند کاوه. د همدې ډلې د کسانو کړنو دوی اړ کړل، چې بیا ټوپک ته لاس کړي او د حکومت پر ضد جګړه وکړي. نو اوس هم ګڼ حکومتي چارواکي دي چې یا د پخوانیو دښمنیو د پاللو او یا هم د خپلو موقفونو د له لاسه ورکولو له وېرې د سولې تود هرکلی نه کوي او د دې احتمال شته، لکه پر اوربند چې نه دي خوشاله په سوله هم نه وي خوشاله.
بله ډله خلک چې تر اوسه چوپ دي پخواني جهادي قومندانان دي. خو پخواني جهادي مشران لکه اسماعیل خان، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدين حکمتيار، ګيلاني کورنۍ، صبغت الله مجددي، محمد محقق، د شمال ټلوالې غړي، لکه یونس قانوني، عطا محمد نور، امرالله صالح، احمد ضيا مسعود او نور په دې اړه تر اوسه پټه خوله دي. سره له دې چې مخکې مې یادونه وکړه، امرالله صالح د اوربند مخالفت کړی و او ویل یې چې طالبان به اوربند ونه مني خو طالبانو هم ومانه. دا ډله خلک هم د سولې او همد د اوربند په لار کې خنډ دي.
دوی هم د پخوانیو ګروپونو په څېر له طالبانو سره پخوانۍ دښمنۍ لري او پر اوربند د دوی چوپتیا ښيي چې د سولې مینه وال نه دي او د خلکو خوښي ورته مهمه نه ده. دا ډله خلک چې مجلل ژوندونه لري، په بهرنیو هېوادونو کې بزنسونه لري، هلته یې کورونه دي، اولادونه یې په نړیوالو معتبرو پوهنتونو کې زده کړې کوي، ستر کاروبارونه لري، د اوربند په اړه پټه خوله دي. ځکه په جګړه کې د پورته یادو شويو ډېری خلکو ګټې نغښتې دي. ښايي ټول له جګړې ګټه و نه کړي خو ستره برخه پخواني جهادي قومندانان او سیاسي څېرې له جګړو ګټه کوي. دوی فساد کوي، څوکۍ اخلي، خپل ګوندونه پیاوړي کوي او له رامنځ ته شوي وضعیت له هرې ممکنې لارې د ځان په ګټه کار اخلي.
پورته یادې شوې ډلې په افغانستان کې یوازې د خپلو ګټو لپاره پرتې دي او همدا چې ګټې یې په خطر کې شي، ستونزې ورباندې ډېرې شي نو یو یو بهرنیو هېوادونو ته ځي او هلته بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای کېږي. دوی ته دا مهمه نه ده، چې د جګړې قربانیان څوک دي، خو خپلې ګټې ورته تر هر څه مهمې دي. ښه واضح دلیلونه یې، د ولسمشر فرمانونه نه منل، د خپلو ګټو لپاره قوانین تر پښو لاندې کول، د خپلو ګټو لپاره غرونو ته د ختلو ګواښ کول او نور څېزونه دي.
اوس معلومه شوه، چې سوله د افغان ولس هېله ده او حکومت که په رښتیا د سولې غوښتونکی وي، نو ولس ته دې مراجعه وکړي. د خپلو شاوخوا له شلو یا پنځه ویشتو میلیونرانو له محاصرې دې ځان خلاص کړي او پر ځای یې دې میلیونونه افغانانو ته مراجعه وکړي. که حکومت د خلکو ملاتړ خپل کړ، دا بدنامې څېرې چې په بېلو عنوانونو او بېلو روایتونو یې دلته جګړه جارې کړې ده ارو مرو شرمول کېږي او پخپلو کړنو پښېمانه کېږي. هغوی چې د سولې مخالف دي پخپله د ولس په منځ کې منفورېږي او هغوی چې سوله غواړي ځای به یې د ملت په زړه کې وي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.