د سولې نوې هیلې؛ افغان لوري څه کولی شي؟

22 غبرګولی 1397 ذاکر جلالي لومړۍ برخه

د جون په اوومه د ولسمشر اشرف غني له خوا له طالبانو سره د یو اړخیزه اوربند د اعلان په تعقیب طالبانو هم د جون پر نهمه د درې ورځني اوربند اعلان وکړ. د افغان حکومت اوربند د روژې له ۲۷ مې د اختر تر پنځمې دوام کوي. د طالبانو اوربند بیا یوازې د اختر درې ورځې دي؛ خو طالبانو بیا د اوربند په اړه په خپله خبرپاڼه کې د بندیانو خبره هم راپورته کړې او ویلي يې دي چې طالب مشرتابه امر کړی چې هغه بندیان په ګوته کړي چې په راتلونکي کې بیا د افغان حکومت امنیتي لیکو ته نه ورګرځي چې د خلاصون پرېکړه یې وکړي. د دواړو لوریو د اوربند په اعلانونو کې بیا بل ګډ ټکی د جګړې د بهرنیو لوریو په اړه دی. ډاکټر غني د اوربند په اعلان کې وویل چې له طالبانو پرته نورې وسله‌ والې ډلې لکه القاعده او داعش په اوربند کې نه دي شامل. طالبانو هم په ورته ډول په افغانستان کې مېشت بهرني پوځیان له درې ورځني اوربند څخه مستثنا کړي دي.
د اوربند دغه ډول چې د جګړې ښکېلې غاړې یې له مخکیني تفاهم پرته په ناببره توګه اعلان کړي، د افغانستان په ناورين کې چې تېر غوايي میاشت کې يې څلوېښت کاله پوره شول، بې ساري اقدام دی. د افغانستان د ناورین په تېرو څلورو لسیزو کې ځای ځای ډزبندۍ او لنډمهالي تفاهمونه شوي؛ خو په دغه ډول په لوړه کچه اوربند نه دی لیدل شوی. جالبه دا ده څومره چې د افغانستان د سولې او جګړې بحث پېچلی ښکارېده، په همدې کچه د اوربند غږونه اسانه او ساده وو. په سر کې ولسمشر غني په یوې لنډې ویډیو کې په ناڅاپي ډول اوربند اعلان کړ. وروسته طالبانو وویل چې تېر کال یې هم اختر کې اوربند کړی و؛ خو اعلان یې نه و کړی. له نېکه مرغه طالبانو هم د اوربند اعلان وکړ.
افغان ابتکار
هغه څه چې د افغان حکومت او طالبانو په دریځونو کې ډېر نوي او د پام وړ وو، له مخکېني منځګړیتوب، خبرو او هڅونې پرته د اوربند ابتکار د افغانانو د پرېکړو زېږنده و. دا چې عوامل یې څه وو، مجبوریتونه څه وو، په دې اړه اوس د بحث اړتیا نه لیدل کېږي؛ خو جالب ټکی د دې اوربند دا دی چې دواړه لوري د مقابل لوري له خوا اخلاقي وننګول شول. د بېلګې په توګه په وروستیو کلونو کې د امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې بې کچې زیاتوالی شاید د دې یو باعث وي چې ولسمشر غني یې د یو اړخیز اوربند اعلانولو ته اړ ویستو، په مقابل کې یې طالبانو هم د اوربند اعلان وکړ او تر څنګ یې یو ګام وړاندې راغلل او د بندیانو د خلاصون خبره یې هم وکړه. د طالبانو له دې زرغون څراغ سره یو ځل بیا سترګې ولسمشر غني ته ورګرځي چې هغه هم د طالبانو په اوربند کې د دې مثبتې زیاتونې د هڅونې په پار له حکومت سره د طالب بندیانو په تړاو نرمښت راولي او ان که ممکن وي ځینې بندیان ازاد کړي. ځکه دا تر ټولو ښه فرصت دی چې د سولې د خبرو لپاره ترې هر لوری ګټه پورته کړي او مقابل لوری لا زیات نرمښت ته وهڅوي.
د افغان ناورین عمده لامل او د دوام اساسي عامل بهرنی فکټور دی. د بهرني فکټور له اغېزې هېڅوک انکار نه شي کولی. خو د بهرني فکټور شتون دا ستونزه هم راپورته کړې چې افغان لوری يې د یو ډول بلاتکلیفۍ ښکار کړي دي. واک ته د ولسمشر غني له رسېدو سره سم، حکومت د سولې په برخه کې خپله ټوله پانګونه په پاکستان وکړه. کابل پر همدې نریټیف خپله فرضیه ودروله چې د روانې جګړې تر شا په ټوله مانا پاکستان دی او د سولې او جګړې په تړاو د هرې پرېکړې واک له پاکستان سره دی؛ نو لازمه ده چې پاکستان سره خبرې وشي. د حکومت د دغه نریټیف پایله ټولو ولیده چې وازمویل شوه؛ خو په نهیلۍ واوښته. په همدې ډول طالبان فکر کوي چې هر څه او هره پرېکړه د امریکا په ولکه کې ده. بې له شکه چې امریکا د افغان ناورين یو عمده لوری دی، که څه هم د ۲۰۱۴ په پای کې يې جګړه‌ییز ماموریت پای ته رسېدلی یادېږي؛ خو د ټرمپ له راتګ سره بمباردونه بې حده زیات شوي، چاپو او ان په ځینو نښتو کې امریکايي پوځیان فعال رول لري، خو له دې سره سره د امریکایانو پوځي او سیاسي حضور او د سولې او ثبات په اړه د هغوی منفي ارادې د دې باعث شوې چې طالبان هم د سولې په اړه د خپل کافي نه تحرک او نه ابتکار پړه د بهرنیانو پر نیت او اراده واچوي. دا چې امریکایان سوله نه غواړي او د افغانستان په بې ثباتۍ کې يې ګټه ده؛ دا د هغوی دریځ دی او د هغوی له ستراتیژيکو ګټو سره همغږي لري؛ خو د افغان لوریو تکلیف څه دی؟ د دوی مسوولیت څه دی؟ دغه حالت چې هر څه پر بهرنیانو اچول او هر څه د بهرنیانو نیت او ارادې پورې تړل، له افغان لوریو ابتکار او نوښت تروړلی چې د سولې له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي.
په سیمه او نړۍ کې ګڼ زورور او کمزوري هېوادونه شته او ځینې يې لږ و ډېر په افغان ناورین کې برخه هم لري. که د ځینو هېوادونو ګټې په افغانستان کې د جګړې په دوام کې نغښتې دي، دغه راز ځینې نور بیا د افغانستان د سولې او ثبات پلوي هم دي. که افغان لوري په رښتینولۍ او اخلاص د سولې لپاره هڅه وکړي، ابتکار په لاس کې واخلي او پر یوه او بل بهرني فکټور د پړې اچولو له بې پایلې مانوره راتېر شي، کولی شي د سولې لپاره داسې ګامونه پورته کړي چې په نږدې وخت کې به د سولې اوږد مزل لنډ کړي. افغان لوری کولای شي له خپلو سولې پلوو دریځونو سره د بهرنیانو منفي عزائم په ډاګه کړي او بهرنیان په سیاسي او قانوني لحاظ وننګوي. په افغانستان کې د سولې بحث کې د مېشتو بهرنیانو دریځ تر بل هر وخت کمزوری برېښي؛ ځکه تر بل هر وخت د دوی پوځي حضور د سیمې هېوادونو له سیاسي فشار سره مخ دي.
افغان حکومت او سوله
د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت وتوانېد چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هم د نظام برخه کړي، چې دا یې د سولې په برخه کې ستره لاسته ‌راوړنه هم بلل کېږي؛ خو د جګړې دوام او پراختیا د ښاغلي غني دغه اقدام هم تر خپلې اغېزې لاندې راووست. پر دې سربېره، طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې هم یو ځل د ډاکتر غني حکومت وتوانېد چې د ۲۰۱۵ په جولای کې په مري کې له طالب استازو سره وګوري؛ خو هغه لړۍ هم وروسته د ملا محمد عمر د مرګ د خبر له خپرېدو سره بې پایلې پای ته ورسېده.
د ولسمشر اشرف غني له خوا له افغان طالبانو سره د اوربند ناببره اعلان د سولې په برخه کې له شک پرته د ولسمشر ابتکار ګڼل کېږي. په حقیقت کې ولسمشر غني وتوانېد چې د سولې ابتکار په لاس کې ونیسي او طالبان تر اخلاقي فشار لاندې راولي، چې له نېکه مرغه طالبانو هم د سکوت پر ځای پر متقابل سوله‌ییز مانور لاس پورې کړ چې د ولس له هرکلي سره مخ شو. اوس چې طالبانو هم د ډاکتر غني د وړاندیز په مقابل کې نېک ځواب ورکړ، ولسمشر غني باید د دولتمشر په توګه داسې نور بحثونه مطرح کړي چې د سولې مزل لنډولو کې مرستندوی ثابت شي او د سولې د واقعي خبرو پیل یقیني کړي.
د اوربند غځېدا
د حکومت او طالبانو د اوربند غږونو ته پراخ هرکلی ښيي چې په ولسي او ملي کچه د اوربند پرېکړې ته کافي زمینه موجوده ده. د اوربند په مثبت اعلان پسې اوس دواړو لوریو ته سترګې دي چې د اوربند د غځېدا په اړه فکر وکړي. د اوربند لنډمهاله اعلان او ورسره جوخت د ولس هرکلي دا فرصت مساعد کړی چې دواړه لوري د بلې پرېکړې په اړه غور وکړي او دا لړۍ د ودرولو پر ځای وغځوي. د سولې بهیر له پیل سره بل مرستندوی ګام د اوسني سمبولیک اوربند غځېدا ده. اوسنی اوربند ښه پیل دی، د ښو نیتونو ښکارندویي کوي؛ خو دا لنډمهاله اوربند باید په اوږدمهاله اوربند واوړي، داسې اوربند چې د سولې د پروسې د پیل لامل شي.
• بهرنی پوځي حضور
په افغان ناورین کې د بهرنیانو پوځي حضور تر ټولو ګرم او متنازع بحث دی. لکه څنګه چې حکومت د اوربند له اعلان سره وتوانېد چې طالبان هم د اوربند په اړه فکر کولو ته اړباسي، په همدې ډول له اوربند وروسته بحث باید د بهرنیانو د حضور په اړه وي؛ ځکه د دې بحث صرف مطرح کېدل هم د سولې بهیر سره مرستندوی ثابتېدای شي. د سولې په اړه له رامنځته شوي فرصت څخه افغان حکومت ښه استفاده کولی شي چې د بهرنیانو د حضور په اړه غږ پورته کړي او طالبانو ته زرغون څراغ ورکړي. بهرنی پوځي حضور او جګړه کې يې ښکېلتیا د طالبانو د روان مقاومت تر ټولو مهم فلسفي وجود ګڼل کېدای شي. که افغان حکومت په همدې فرصت کې د بهرني پوځي حضور په تړاو هم طالبانو ته زرغون څراغ ورکړي، بې له شکه چې طالبان به د سولې په تړاو یوې بلې پرېکړې ته اړباسي.
د پورته دوو ټکو تر څنګ افغان حکومت کولی شي د طالبانو بندیانو سره د نرمښت یا د ځینو د بند د بښلو په اعلان سره او همداراز د طالبانو د قطر دفتر د فعالولو او رسمي کولو بحث له راپورته کولو سره د سولې بحث سړېدو ته پرېنږدي. د دغو ټولو ټکو له مطرح کولو سره افغان حکومت کولی شي د سولې بحث ژوندی وساتي او طالبان هم نورو مفیدو پرېکړو ته اړباسي.
دوام لري...

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.