تر اوربند وروسته؛ افغان ضد جګړه

11 چنګاښ 1397 لیکوال: لمر افغان

له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت یو اړخیز اوربند تېره جمعه پای ته ورسېد. د اوربند تر پای ته رسېدو وروسته ولسمشر په خبري کنفرانس کې راڅرګند شو او په پوره ناهیلۍ یې د جګړې د پيل او پر طالبانو د بریدونو امر وکړ. دا رښتیا هم سخته ده چې یو څوک دې د خپلو هېوادوالو او خپلو وروڼو پر ضد د جګړې پرېکړه کوي. ويښ وجدانونه په هېواد کې روانه جګړه نه شي زغملی او هر سلیم عقل په دې پوهېږي چې دلته روانه جګړه پردۍ ده او ورځ په ورځ خونړۍ کېږي.
طالبانو د حکومت د اوربند وړاندیز یوازې د اختر په دریو ورځو کې رعایت کړ. په دې ورځو کې په ټول افغانستان کې یو فیر هم د جګړې په نیت نه دی شوی. دا نو داسې اوربند و چې نړۍ یې حیرانه کړه. متخاصمې ډلې لکه وروڼه او ډېر خواږه دوستان د یوه او بل غېږې ته ورغلل. خو تر درې ورځني اوربند وروسته هر څه پخواني حالت ته را وګرځېدل او جګړې پیل شوې. د یو اړخیز اوربند پر مهال ۸۰ افغان سرتېري وژل شوي دي. دا شمېره د پوره خپګان وړ ده. همدومره انسانان ښايي د طالب په لیکو کې هم وژل شوي وي. طالبانو تهاجمي بریدونه کول خو افغان پوځ یوازې په دفاعي حالت کې و. له شنبې راهیسې افغان ځواکونو بېرته پر طالبانو خپلو هوایي او ځمکنیو عملیاتو ته ادامه ورکړه.
دلته د سولې روانې هڅې د طالبانو دې پرېکړې او د افغان حکومت ناچارۍ سختې زیانمنې کړې دي. حکومت ناچاره و چې نور نو له طالبانو سره اوربند مات کړي؛ ځکه طالبانو د افغان حکومت او همدا راز د لسګونو مدني حرکتونو د سولې غوښتنه و نه منله. اروپايي ټولنې، مسکو، چین، سعودي عربستان، امریکا، هند، قزاقستان، اذربایجان، ترکمنستان، تاجکستان، قطر او دې ته ورته هېوادونو په ځلونو په افغانستان کې موقت رامنځ ته شوی اوربند ستایلی و او له طالبانو یې د اوربند د دوام غوښتنه کړې وه. خو طالبانو د دې ټولو غوښتنو ځوابونه منفي ورکړل. دوی ځانونه په حقه بولي، جګړه یې روا بولي او په دارالحرب کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبلې ته توجیه جوړوي. طالبانو په یوه خبرپاڼه کې چې په هغې کې یې علماوو ته خبرداری ورکړی و، په واضحه توګه د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته توجیه برابره کړې ده.
دوی ویلي وو چې ان د صحابه کرامو (رض) په وخت کې هم په جګړو کې ملکي او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښته. خو متاسفانه چې دوی دغه دوه جګړې سره یو ډول بولي. زه نه غواړم په دې اړه فتوا ورکړم، خو په هغو جګړو کې زرګونه مخالف کسان وژل کېدل یو یا دوه عام خلک. اما په دې جګړه کې تېر کال یوازې دوه امریکایي عسکر وژل شوي نور ټول افغان مسلمانان وژل شوي دي. دغه ډول توجیهات پر ځای نه دي. افغان حکومت هم په دې برخه کې پړ دی، دوی طالبانو ته دا پلمه په لاس ورکوي چې خپلې جګړې په حقه وبولي. د بېلګې په توګه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو په اړه افغان ولسمشر هېڅ خبره نه کوي. یوازې یو ځل یې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې زرګونه عسکر یې و ایستل دا څلور پنځه زره هم هغه مهال ایستل کېدلی شي چې طالبان د سولې خبرې پيل کړي.
اوس د دې مسئلې او روانې جګړې پای دومره ساده نه ښکاري، خو دواړو لورو ته په کار ده چې په پورته دقت خپلې چارې وڅاري. دواړه اړخونه د بهرنیانو لاسوهنې بندې کړي او دلته پردۍ ناروا جګړه پای ته ورسوي. امریکایان د یوه تعهد له مخې دلته راغلي دي او باید بېرته د یوه بل تعهد پر بنسټ وشړل شي. هر پوه او د نړۍ په تاریخ خبر انسان په دې پوهېږې چې روانه جګړه هېڅ وخت او په هېڅ صورت د جګړې پر مټ نه حل کېږي. امریکا یو نظامي قدرت دی او که رښتیا وغواړي دلته روانه جګړه ډېره ژر ختمولی شي. خو په همداسې یوه ګونګ او نا معلوم حالت کې د امریکا ګټې دي او جګړې یې جاري ساتلې دي. امریکا په همدې جګړه ځان بوخت ساتلی دی او خپل حریفان یې وېرولي دي، په داسې حال کې چې امریکايي پوځ ته د داسې یوې جګړې کابو کول ډېر اسانه کار دی. په موصل کې د داعش له منځه وړلو میاشتې هم ونه نیوې؛ ځکه هلته د امریکا پروژه نوره ختمه وه. د سیمې هېوادونه یې پخپلو کې سره واچول او دوی به په نااګاهانه توګه امریکا ته ګټې رسوي. په افغانستان کې هم د امریکا موخه د سیمې د سترو اقتصادي هېوادونو نا امنه کول دي.
طالبان او افغان حکومت باید په دې سر خلاص کړي، چې په افغانستان کې د بهرنیانو اوږدمهاله حضور د افغانستان د راتلونکو نسلونو او دې جغرافیې لپاره ښه نه دی. دوی به د خپلو ګټو لپاره جګړه کوي او تباه کېږي به افغان انسان. طالبانو ته هم په کار ده، چې د روانې جګړې پر اصلي ماهیت سر خلاص کړي. ښایي داسې کسان په دې لیکو کې هم وي، چې د جګړې پر ماهیت یې سرخلاص دی، خو په لوی لاس ادامه ورکوي. په حکومت کې به هم داسې کسان وي چې په لوی لاس د سولې په لار کې خنډ جوړوي او جګړه غواړي. خو دا د دوی فردي ګټې دي په اصل کې دلته روانه جګړه د نورو د ګټو او زموږ د تباهۍ لپاره ده. سرخلاصي انسانان نور پخپلو خاورو کې داسې بې مانا او خونړیو جګړو ته ادامه نه ورکوي.
اوس د ستونزو د حل یوازینۍ مرجع ولس دی. ولسمشر هم په خپلو خبرو کې له ولس وغوښتل چې جګړې دې په خپله کابو کړي. په کلو او بانډو کې دې پر طالبانو فشار راوړي چې له جګړو لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږدي. رښتیا هم ولس کولی شي د اعتماد فضا جوړه کړي، یوه نوي اوربند ته لار هواره کړي، جګړې کابو کړي او د ستونزو د بنسټيز حل لپاره په ولس کې پوه کسان لاس په کار شي. بې طرفه او د سیمې په سیاست پوه خلک کولی شي دغه جګړه کابو کړي. طالبان دې هم له افغان حکومت سره خپلې ټولې غوښتنې د مېز پر سر کېږدي، بیا دې ولس ته ووايي چې موږ له حکومت دغه غوښتنې لرلې، دوی و نه منلې نو ځکه مو جګړه بېرته پیل کړه. اوس طالبان د ملت په حضور کې ملامت دي. ځکه ان یو ځل یې هم له حکومت سره خبرو ته زړه نه دی ښه کړی. نه یې خپلې غوښتنې د مذاکراتو مېز ته وړې دي. خو د جګړې ډګر ته دواړه لوري هره ورځ روان وي. د دواړو تر منځ ډېر توپير دی، دلته ستونزه په خبرو حل کېږي نو د ټوپک کارونې ته له سره اړتیا نشته.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.