په تېره جون مياشت کې ۲۱۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه

12 چنګاښ 1397 د پژواک خبري اژانس څېړنه

وړمه (مې) مياشت په افغانستان کې د جګړو له کبله نږدې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو تېره مياشت بيا د اوربند او روژې له امله دغه شمېره څه باندې ٢٠٠٠ ته را ټیټه شوې وه.
افغان دولت د روژې مبارکې مياشتې له ٢٧ مې د اختر تر پنځمې د وسله والو طالبانو پر وړاندې او طالبانو د کوچني اختر په دريو ورځو کې اوربند وکړ.
طالبانو د اختر د درېيمې ورځې په ماښام بيا د دولتي ځواکونو پر وړاندې بريدونه پيل کړل، خو دولت اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه. د دولت اوربند د مې په ٢٩مه پاى ته ورسېد.
د اختر په دريو ورځو کې دولتي کسان د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو او طالبان د دولت تر واکمنۍ لاندې سيمو او ښارونو ته ولاړل او د هغوى تر منځ اوربند په پوره ډول مراعات شو.
تر اوربند مخکې درنې جګړې روانې وې او له اوربند وروسته بيا د هېواد په ځینو ولايتونو کې جګړې پيل شوې دي.
د پژواک د راپورونو له مخې، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې تېره (جون) مياشت کې ١٩٨، خو په وړمه (مې) مياشت کې ٢٠٥ بېلابېل بريدونه شوي دي.
د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې په جون کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٩ کې ١١٨٩ کسان وژل شوي او ٩٤٤ نور ټپيان دي.
ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې تېره مياشت له هرو ١٦ کسانو نهو ته په مخامخ نښتو، دريو ته په چاودنو او يوه، يوه ته په هدفي، هوايي او ځانمرګو بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره مياشت تر نيمايي ډېر بريدونه په ننګرهار، فارياب، غزني، کندهار او جوزجان ولايتونو او پاتې نور په ٢٤ ولايتونو کې ترسره شوي، خو پژواک په دې مياشت کې له باميانو، دايکنډي، کاپيسا، پنجشېر او زابل ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه کړى.
د پوځي چارو شنونکى جنرال زلمى وردګ وايي، ننګرهار او کندهار کې ځکه بريدونه ډېر دي چې له يوې خوا له پاکستان سره پر پوله پراته دي او بل وسله وال مخالفين ښه اکمال کولاى شي.
دى په ننګرهار، جوزجان او فارياب کې د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش ډلې شتون هم په دغو ولايتونو کې د بريدونو ډېروالي لامل بولي.
ده هغه په وينا، د دولت وسله وال مخالفين ځکه په غزني کې ډېر تحرکات لري او بريدونه کوي چې له دغه ولايت څخه کولاى شي د يوې مرکزي سيمې په توګه کار واخلي او شاوخوا ولايتونه وګواښي.
د وردګ په خبره، طبيعي ده، چېرې چې د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونه ډېر وي، هلته دولتي ځواکونه هم ډېر تحرکات لري او بريدونه کوي.
د ملي دفاع وزارت چارواکي هم وايي، په هغو سيمو کې ډېر پوځي عمليات کوي چېرې چې د دولت وسله وال مخالفين ډېر فعاليت ولري.
مرګ ژوبله
د پژواک راپورونه ښيي چې تېره مياشت ټول ١١٨٩ کسان وژل شوي او ٩٤٤ نور ټپيان دي.
په دغو وژل شويو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.
خو د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي چې تېره مياشت د افغانستان په ۲۲ ولايتونو کې د جګړې له امله ۵۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سرچينه وايي چې له دغو کسانو څخه ١٥٨ وژل شوي او ۳٥٥ نور ټپيان دي.
د پژواک د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د هېواد په ختيځ (ننګرهار) کې اوښتې ده.
تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد نه وي شوى او خلکو ته دې مرګ ژوبله په کې نه وي اوښتې، خو د جون نهمه د دې مياشتې تر ټولو خونړۍ ورځ ده؛ ځکه چې په دې ورځ پژواک له بېلابېلو سيمو د ١٠٩ کسانو د وژل کېدو او ٦٩ نورو د ټپي کېدو راپورونه ترلاسه کړي وو.
د پوځي چارو شنونکی جنرال زلمی وردک وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلى کچه د جګړې په ډول او تاکيتک پورې اړه لري.
هغه وايي چې په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې ترسره کېږي.
له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.
په افغانستان کې د تېرو کلونو تجربه ښيي چې هر کال د هوا په ګرمېدو سره جګړه او له امله يې مرګ ژوبله ډېرېږي.
د پژواک خبري اژانس د مياشتنيو راپورونه له مخې، تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر دى، خو په جون کې چې ډېرې ورځې يې د روژې له مياشتې سره برابرې دي، مرګ ژوبله کمه شوې ده.
د مرګ ژوبلې شمېرې ښيي چې تر اوسه سږ کال د تېر په پرتله خونړى دى.
په منځنۍ کچه د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې څه باندې ١١٠٠٠ کسانو، خو د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې څه باندې ١٢٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېر کال په ټول هېواد کې ٢٥زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ترلاسه شويو شمېرو له مخې، د سږ کال په جون مياشت کې هم مرګ ژوبله کمه شوې، خو د کمښت کچه يې د تېر کال د جون مياشتې په پرتله لږ ده؛ تېر کال په جون کې د مې په پرتله ٤٦ سلنه خو سږ کال ٢٨ سلنه کموالى راغلى.
تېر کال د روژې ٢٥ ورځې او سږ کال د روژې ١٥ ورځې د جون په مياشت کې وې.
د پوځي چارو شنونکي وايي چې روژه د جګړې او مرګ ژوبلې په کموالي کې اغېز لري؛ ځکه چې د دولت وسله وال مخالفين سل په سله منظم تشکيلات نه لري او په روژه کې په تېره بيا اختر ته په نږدې ورځو کې يې ډېر کسان خپلو کورونو ته ځي او پراخ ډله ييز بريدونه نه کوي.
هغه وويل چې سږ کال په جون کې اوربند هم د مرګ ژوبلې د کموالي لامل دى.
دى وايي چې د اختر په دريو ورځو کې د طالبانو او دولت د اوربند پر مهال يوازې په ننګرهار کې داعش ډلې دوه بريدونه وکړل او نور په ټول افغانستان کې د جګړې له امله مرګ ژوبله نه وه؛ ځکه چې روانه زوروره جګړه درېدلې وه او اوربند مراعات شو.
دغه راز ده وويل چې د دولت له خوا د اوربند غځېدل هم د مرګ ژوبلې پر کموالي اثر درلود؛ ځکه چې که طالبانو بريدونه کول، خو دولتي ځواکونو يرغليز بريدونه نه لرل او يوازې دفاع يې کوله.
اوربند وغځوئ!
جګړې په داسې حال کې روانې دي او له افغانانو ژوند اخلي چې په دې وروستيو کې د سولې غوښتنې خوځښتونه ډېر شوي او د جګړې له لورو د اوربند غځولو او سولې غوښتنه کوي.
په فراه کې د يو خصوصي پوهنتون استاده مريم فيضي وايي چې تېرو څو لسيزو جګړو د افغانستان له خلکو ډېرې مادي او معنوي شتمنۍ واخيستې او نور بايد ښکېلې غاړې اوربند او سوله وکړي؛ ځکه چې سوله د خلکو غوښتنه ده او ښکېلې غاړې بايد د خلکو دې غوښتنې ته لبيک ووايي.
هغه وايي، خلکو د اختر په دريو ورځو اوربند کې له دغه اقدام څخه ملاتړ وکړ او څرګنده يې کړه چې خلک د سولې تږي دي او د جګړې پاى ته رسول غواړي.
د ميدان وردګو ولايت د مرکز اوسېدونکى سميع الحق رحيمي ورته څرګندونې کوي، وايي: "د اختر درې ورځې اوربند د افغانانو لپاره په تېرو څلورو لسيزو کې لومړى له خوښيو ډک اختر و؛ ځکه چې جګړه نه وه، ښځې نه کونډېدې، ميندې نه بورېدې او ماشومان نه يتيمان کېدل."
د هغه په وينا، د اوربند پر مهال دولتي ځواکونو طالبان او طالبانو دولتي ځواکونه غېږ کې نيول، په مينه يې له يو بل سره انځورونه اخيستل او يو بل ته يې د اختر مبارکۍ ورکولې.
دى وايي، دغه حالت وښوده چې افغانان له يو بل سره ستونزه نه لري.
هغه زياتوي: "که بهرنيان مو پرېږدي او بهرنۍ استخباراتي کړۍ مو په هېواد کې لاسوهنې ونه کړي، زه باور لرم چې افغانان به د تل لپاره يو بل سره داسې مينه وکړي، لکه څنګه يې چې د اختر او اوربند په ورځو کې وکړه."
ده له دولت او طالبانو وغوښتل چې اوربند وغځوي، سوله وکړي او په دې توګه بهرني لاسونه له خپل هېواد څخه لنډ کړي او په ګډه د خپل هېواد بيارغونې ته مټې بډ وهي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني بيا- بيا د سولې پر خبرو ټينګار کړى او له طالبانو يې غوښتي چې بين الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي، خو طالبانو تر دې دمه دې ډول خبرو ته چمتووالى نه دى ښودلى، له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينګار کوي او وايي که امريکايان غواړي ستونزه حل کړي، نو له دوى سره دې خبرو ته کېني.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.