کرمه څنګه له افغانستانه جلا شوه؟

13 چنګاښ 1397 لیکنه: صفيه حليم ځلاند وېبپاڼه

کرمه تر ۱۸۹۰ کال پورې د افغانستان خاوره وه او د کابل د حکومت له لوري اداره کېده.
د ۱۹مې پېړۍ په نیمایي کې په دې سیمه کې د ۵۴ زرو په شاو خوا کې خلک مېشت وو چې ۴۴ زره يې پښتانه وو. د کرمې جنوب ته وزیرستان، لوېدیځ ته یې خوست، ختیځ ته یې بنو او د کوهاټ ښارونه پراته دي. په دې سیمه کې پر پاړه چنار سربېره، ۱۶۶ کلي شتون لري چې پکې ۱۲ زره توري (طوري)، ۶ زره بنګښ، اورکزي، منګل، پاړا چمکني، غلجي، مقبل، ځاځي، علیزي، موسی زي او هندوان اوسېدل. د کرمې دوه قومونه، توري او بنګښ خپل ځان پښتانه نه ګڼي. شیعه بنګښ وایي چې دوی د خالد بن ولید له ټبر څخه دي. توري خپل ځان د یو ترک «توغاني» اولاده ګڼي، چې مېرمن يې د پارس وه او لومړی د افغانستان په «اریوبا» کې مېشت وو. په ژمي کې به يې خپل پسونه د اټک تر نیلاب پورې څرول او په اوړي کې به کرمې ته ورتلل. د دغو روایاتو سره سره ځینې بنګښ سني او ځینې اورکزی شیعه ګان هم په کرمه کې مېشت دي.
په ۱۸۱۹ کال کې سېکهانو کوهاټ کې چاوڼۍ لرله، خو کرمه يې په خپل حال پرېښوده. تر سېکهانو وروسته په ۱۸۵۶ کال کی د «نیول چیمبرلېن» په مشرۍ ۵ زره کسيز برېټانوي پوځ په پاړه چنار کې خپل مرکز جوړکړ چې د امیر دوست محمد خان د زوی محمد اعظم خان په لاس کې وه. ده په خپلې خاورې د انګریز دا تېری څنګه ومانه؟ دلیل یې نشته. بل کال انګریزانو د کرمې سیند په شمال کې «مالانه» او په ختیځ کی «ذیران» بندونه جوړکړل. په ۱۸۵۹ کال کې توري قوم د کابل خېل وزیرو په ضد له انګریز سره لاسونه یو کړل.
په ۱۸۶۳ کال کې د پلار له مړینې وروسته، اعظم خان خپل ورور امیر شېرعلي خان ته له سر ټیټولو انکار وکړ، له کرمې وواته او په هند کې کې يې پناه واخیسته. له کابل نه نوی حاکم محمد رفیق خان کرمې ته ورغی. کوزو میرانزو په کوهاټ کې له انګریز ډپټي کمېشنر څخه غوښتنه وکړه چې د دوی سیمه دې له کوهاټ سره یو ځای کړي. میرانزو او نورو قومونو به د انګریز مفرورانو ته پناه ورکوله او په کوهاټ کې يې د بنګښو او خټکو پر کلیو حملې کولې. د ۱۸۶۴ کال په سر کې انګریزانو یو لښکر د نیول چیمبرلېن په مشرۍ «زیمښت» او نورو سیمو ته ولېږه چې شا و خوا ۴۰۰۰ قبایلو په ګډه ورسره مقابله وکړه.
په ۱۸۷۷ کال کې د کرمې (افغان) حاکم، شهبازخان د کال ۵۰ زره روپۍ باج او ۶ زره ځوانان د پوځ لپاره له دغو قبایلو نه وغوښتل. توري قوم دغه امر ونه مانه او په کرمې کې يې د جنګ لپاره مورچې ونیولې. افغان حکومت ورسره د روغې جوړې خبرې پیل کړې او توري قوم په دې راضې شو چې کابل ته یوه جرګه ولېږي او ۲۵ زره روپۍ امیر ته ډالۍ کړي.
د دویم (افغان-انګریز) جنګ سره انګریز جنرال رابرټ فرېډرېک د نومبر په ۲۵ د ټل نه پیواړکوتل ته لاړ. د ډسمبر په دویمه افغان ځواک یې شاتګ ته اړ کړو او د ډسمبر په ۲۶ يې خوست ونیو. دا ځواک تر جنوري پورې هلته مېشت و. بل کال د مې په میاشت کې دواړو غاړو روغه جوړه وکړه، خو د سپټمبر په میاشت کې یې بیا جګړه پیل کړه؛ ځکه «زېمښت» قوم یو انګریز افسر (لیفتنټ کینلوخ) وژلی و.
په ۱۸۷۹ کال کې کله چې د انګریزانو او امیر محمد یعقوب خان تر منځ د ګندمک تړون لاسلیک شو، نو د دغه تړون د دویمې مادې په اساس د کرمې سیمه د انګریزانو تر ولکې لاندې راغله.
توري قوم تر ۱۸۸۰ کال پورې د انګریز پوره مرسته وکړه، اکمالات يې ورته وکړل او پوځي قافلې به يې بدرګه کولې. دوی د بنګښو سره یو ځای له انګریزانو غوښتنه وکړه چې د افغانستان له جغ دې ازاد او ټوله کرمه دې پخپل لاس کې واخلي. رابرټ فریډریک په ۱۸۸۰ کال کې توري قوم ته خپلواکي ورکړه. مانا يې دا وه چی انګریزان به د دوی په معاملو کې مداخله نه کوي.
په ۱۸۸۵ کال کې د کرمې هغه برخې چې د انګریزانو په لاس کې وې، انګریزانو به له دوی څخه د کال مالیه په دې ډول راټولوله: د «ډم» نه ۸ روپۍ، د نداف، ترکاڼ او هندو نه د ۳ نه تر ۸ روپیو پورې او له کارخانو نه د ۳ نه تر ۸ روپیو پورې اخیستل کېدې. سربېره پر دې د اس، خره، یابو او غوا په خرڅلاو به یې هم ترې ټکس اخیست.
په ۱۸۹۰ کال کې توري قوم په خپله انګریز ته تسلیم شو چې مونږ خپلواکي نه غواړو. د جنګ د تاوان په توګه افغان والي غلام جان د توري قوم نه د انګریزانو لپاره ۸۶۳۰ روپۍ راټولې کړې. هغه وخت کرمه په انتظامي توګه له کابل جلا او د نورو قبایلي سیمو په شان یوه اېجنسي شوه.
اولف کېرو لیکي: «په ۱۸۹۱ کال کې سامانه مو ونیوله او د میرانزو د حفاظت لپاره مو پر ټولو لوړو غونډیو کلاګانې جوړې کړې. بل کال مو د ټل نه ور ها خوا کرمې ته د تلو فیصله وکړه».
یو پوځي تاریخ لیکونکی، چارلس کورټ ریپنګټن د «توري» په اړه لیکي: «په ۱۸۹۲ کال کې د دوی چارې برېټانویانو په خپل لاس کې واخیستې. کله چې د ۱۸۹۷ کال پاڅون شروع شو، نو توري موږ ته تر ټولو زیات پتمن وو. دوی په مادي توګه د پیاوړو اورکزو سره مقابله کوله. دا یوه غوره خبره وه؛ ځکه اوس شیعه اورکزو هم راته ویلي دي چې د دوی چارې لکه د توریانو موږ سمبال کړو».
د کرمې یو انګریزچارواکی لیکي: « د توريانو په بلنه او د هغوی په رضا موږ په ۱۸۹۴ کال کې دا دره ترلاسه کړه، ترڅو چې امکان وي، دا سیمه به ورته د هغوی د رواج سره سمه اداره کړو چې د دوی د ښه او بد د معیار نوم دی. اوس ستونزه دا ده چې د دوی رواجونه په سمه توګه نه دي لیکل شوي او نه يې څه ریکارډ موجود دی. د واټرفېلډ په لاس لیکل شوي څو شارټ نوټونه شته، خو دا هېڅ مرسته نه کوي. زما تجربه دا ده چۍ توري په خپله هم خبر نه دي چې د دوی رواج څه دی؟ که څوک ترې پوښتنې پیل کړي، نو د هر چا ځواب د هغه خپل شخصي نظر وي. نه دا چې د ځایي دود او رواج استازیتوب وکړي».
په ۱۸۹۲ کال کې د کرمې د امنیت ساتلو لپاره انګریزانو د توري قوم ځوانانو په پوځي روزنه لاس پورې کړ. په پیل کې دوی د سدې سره نږدې په بالش خېلو کې پراته وو او سرکاري نوم يې «توري ملیشیا» و. دغو ځوانانو ته يې د مفتو جامو او خوړو نه علاوه، د میاشتې معاش هم ورکاوه. په څو میاشتو کې د روزنې مرکز پاړه چنار ته ولېږل شو او«کرم ملیشیا» نوم يې پرې کېښود. په دوو برخو وېشلې وه، چې یوه يې ګرځنده او دویمه په چاوڼۍ کې مېشته وه، خو په ۱۹۰۲ کال کې يې دواړې د یو قوماندان په لاس شوې. په ۱۸۹۴ کال کې د کرمې ملیشیا ۹۴۸ غړي وو چې هر کال يې شمېر زیاتېده. د دوی لومړی جنګ په ۱۸۹۷ کال کې د «تیراه کمپاین» و. د سپټمبر په لومړۍ اورکزو د سدې سره نږدې د بالش خېلو په پوسته حمله وکړه. دغې ملیشیا یوه ورځ او شپه ورسره مقابله وکړه او ۲۰ کسان يې ووژل شول، تر څو نوره مرسته را ورسېده. د سپټمبر په ۱۶مه ۲۰۰ شا و خوا اورکزو په سدې حمله وکړه، خو د پوځ او ملیشیا له لوري په شا وتمبول شول.
د پېړۍ ترپایه انګریزانو په پاړه چنار کې یو زندان هم جوړ کړو چې له ۱۰۰ ډېر بنديان پکې ساتل کېدل. په سده او علیزو کې د ۱۰ کسانو د بندولو لپاره دوه حوالات او په لویو کلیو کې ۷ سرکاري ښوونځي جوړ شول. په پاړه چنار او علیزو کې دوه واړه روغتونونه وو، چې د ۱۰ نه تر ۱۲ ناروغان به پکې ځایېدل.
په ۱۹۰۱ کال کې لارډ کرزن د کرمې نه برېټانوي پوځ و ایست او په ځای يې د کرمې ملېشیا کېنوله، چې زیات يې د توري قبیلې خلک وو. بل کال کرمې ملیشیا په بنو کې د وزیرو سره جنګ کې خپل ۲۰۰ کسان ورواستول. په ۱۹۰۳ م کې د دوی لپاره یو پوځي روغتون هم جوړ شو. د ملیشیا شمېر ۱۴۷۵ ته ورسېد چې د پولیسو چارې هم د دوی په لاس کې وې. په ۱۹۱۹ کال کې جنرال نادرخان کرمې ته پوځ ورواستاوه، نو ۴ ورځې د ټل کلا هم دغه کرمې ملیشیا ساتله. بیا يې د ټل پر کلا د بیرغ په رپولو ځان فاتح اعلان کړ او د امیر امان الله خان د شړلو لپاره يې له انګریز سره معاملې پیل کړې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.