د انساني ودې لپاره د يو چينايي د کوښښونو کيسه

16 چنګاښ 1397 په افغانستان کې د چين لوی سفير (ليو جين سونګ)

د جولای په څلورمه نېټه، د افغانستان د مخابراتو له وزير شهزاد اريوبي سره مې په ګډه د مخابراتو د نړيوالې اتحاديې د سرمنشي جاو هو لين لپاره يوه مېلمستيا جوړه کړې وه. په سفارت کې مې زياتې مېلمستياوې تر سره کړې، خو دا د نړيوال سازمان د مسئول لپاره لومړۍ ځانګړې مېلمستيا وه. د مېلمنو له فعال ګډون او تودو ويناوو څخه د سرمنشي جاو جذابيت او محبوبيت په پوره توګه ښکاره شو.
سرمنشي جاو يو چينايي دی، خو هغه لومړنی د نړيوال سازمان مسئول دی چې د بشپړې خپلواکۍ او بې طرفۍ خاوند دی . هغه له رسيدو مخکې ويلي و چې هرومره به د کابل په يو هوټل کې اوسيږي، له افغانانو سره تر يو آسمان لاندې هوا تنفس کول او ګډ برخليک شريکول غواړي.


سرمنشي جاو له افغانستان سره تاريخي ارتباط او ژور احساسات لري. د روانې پېړۍ په پيل کې، په افغانستان کې د ګرځنده مخابراتو له جوړېدو وروسته مخابراتي ابادوونکي سرمنشي جاو ته لومړی نړيوال تلېفون وکړ. د سرمنشي جاو په هر ځل ټاکلو کې افغان حکومت د ده ټينګ ملاتړ کړی. د روان کال په پيل کې مې په کابل کې زما د ماموريت له پيل وروسته سمدلاسه سرمنشي جاو ته مشوره ورکړه چې د افغانستان په بلنه ژر له دې هېواد څخه ليدنه وکړي. په هغه ورځو کې په افغانستان کې سخت ترهګريز بريدونه وشول، خو سرمنشي جاو ما ته په ځواب کې دا تائيد او ومنله چې هغه به ارو مرو کابل ته لاړ شي، هغه دې هېواد ته پاملرنه کوي، د دې هېواد له مخابراتي چارو سره علاقه لري، او د افغانانو لپاره د ځينو چارو د تر سره کولو هيله هم لري.


ښاغلي جاو په ۱۹۸۶م کال کې د مخابراتو په نړيواله اتحاديه کې ګډون وکړ او په دې سازمان کې يې ۳۲ کلونه کار کړی دی چې د ټيټې کچې له ماموريت څخه ګام په ګام د تر ټولو لوړې کچې د سرمنشي تر دندې پورې رسېدلی دی. هغه د مخابراتو نړيوالې اتحاديې د جوړېدو له ۱۳۳ کلونو راهيسې د مخابراتو د معياري چارو ادارې لومړی مشر دی چې اروپايی نه دی او د م . م د سازمانونو په عمده مسئولينو کې لومړی چينايي دی او له ۱۹۹۸ راهيسې د پنځم لپاره د نوموړي سازمان د مشر په توګه ټاکل شوی دی.


سرمنشي جاو نه يوازې غښتلی کارپوه او د نړيوال سازمان اداره کوونکی دی، بلکې د انتخاباتو په برخه کې يو ډېر متواضع او ډېر وتلی متخصص بلل کيږي. افغانستان به ژر د ټولټاکنو تاوده او ګڼې ګوڼې موسم ته ننوزي، وړانديز لرم چې په ټولټاکنو کې د ګډون نيت لرونکي افغان سياستوال له سرمنشي جاو څخه دا پوښتنه وکړي چې څنګه کولی شي په ټولټاکنو کې نه ماتېدونکی مقام تر لاسه کړي؟


سرمنشي جاو د يادې مسئلې په هکله حتمي خپل رمز لري، خو زما په اند ارمان او ايمان په انتخاباتو کې د ده تر ټولو ځواکمنه وسيله ده. کله چې هغه د پوهنتون د پوست او تلګرافي مخابراتو له څانګې څخه فارغ شو، باور يې درلود چې پوست او تلګرافي مخابرات د انساني پرمختګ لپاره انقلاب خوښوونکی ارزښت لري، نو هغه پريکړه وکړه چې په خپل ټول عمر کې به د دې چارو لپاره خدمتونه وکړي، څو چې نه يوازې چينايانو ته بلکې د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي. سرمنشي جاو له زياتو ځايونو په تيره بيا افريقايي سيمو څخه ليدنې کړې دي، د هغو سيمو ماشومان ډېر بېوزلي دي، دوی کمپيوټرونو اخيستلو توان نه لري او له انټرنيټ سره يې نه شي نښلېدلی، خو کله چې دوی لومړی زوړ کمپيوټر او يا ځيرک خوځنده تلېفون تر لاسه کړي، دوی پرته له دې روزنې تر لاسه کړي د استفادې لارې چارې موندلی شي او له دې لارې خپل او د خپلې کورنۍ ژوند بدلولی شي. سرمنشي جاو احساسوي چې ډيجټلي درز ډېر ژور دی، نو ډېر خوشاله دی چې ځوان نسل مخابراتي تکنالوژۍ ته تمه او شوق لري، نو هغه د پرمختيايي هېوادونو د مخابراتي چارو پرمختګ ته ډېره پاملرنه کړې او خپله ټوله انرژي یې پکې لګولې ده. هغه د مخابراتو نړيوالې اتحاديې د ۲۰۱۴م کال په غونډه کې تر ۲۰۲۰م کال پورې د انټرنيټ نړيوال پلان د تصويبېدو لپاره هڅې کړې چې پکې يې دا موخه څرګنده کړې چې تر ۲۰۲۰م کال پورې د ګردې کرې ۵۵٪ کورنۍ انټرنيټ ته لاس رسی ولري، د پرمختيايي هېوادونو ۵۰٪ کورنۍ او د ډېرو وروسته پاتې هېوادونو ۱۵٪ کورنۍ له انټرنيټ څخه استفاده کولی شي. افغانستان به د ياد پلان د پوره کېدو په بهير کې مهم ګټه اخيستونکی وګرځي.


ټولو ته معلومه ده چې لومړی تلګرام، لومړی تلېفون، لومړی کمپيوټر او لومړی انټرنيټي سيستم ټول د لويديځوالو لخوا اختراع شوي، نژدې ټول معيارونه او اصول د لويديځوالو لخوا جوړ شوي. د مخابراتو نړيواله اتحاديه په ۱۸۶۵م کال کې د لويديځ د صنعتي اصلاحاتو تر زمينې لاندې جوړه شوې چې تاريخ يې د م م سازمان په نسبت اوږد دی. د ځينو کسانو په اند د اسيا او پرمختيايي هېوادونو وګړی د نړيوالو مخابراتو په برخه کې مسئول نه دي، اسيا او پرمختيايي هېوادونه يوازې تقليد کولی شي او د لويديځ په لار قدم اخيستلی شي، نوښت او مخکښتوب نه شي کولی.


د مخابراتو په نړيواله اتحاديه کې د سرمنشي جاو وتلو کارنامو او د ماموريت په ټاکنو کې مسلسل برياليتوب ياد شوي ګومان او انحصار ته ماتې ورکړې ده. اسيايان نه يوازې د ساينس او تکنالوژۍ په برخه کې د نړيوالو سازمانونو مسئولين ګرځيدلی شي، بلکې خپلې دندې په ښه توګه تر سره کولی هم شي او د نورو ستاينه هم تر لاسه کولی شي. اسيايان نه يوازې زحمتکښ وګړي او تقليد کوونکي دي، زموږ د نوښت توان او د خوب د پوره کولو سرعت له لويديځيانو څخه هم وروسته پاتې نه دی! وګورئ په تېرو ۴۰ کلونو کې د چين د مخابراتو چارو چټکتيا موندلې، په تيره بيا د ۴ G او ۵ G د څېړنې او تعميم په برخه کې د چين له خوا تر لاسه شوې لاسته راوړنې د پاملرنې وړ دي، د تېرو ۱۷ کلونو د جګړو په موده کې افغانستان کې د ستونزو سره سره مخابرات او انټرنيټ ترويج موندلی، موږ بايد د اسيايانو په هغې روحيې باندې وياړو چې له مشکلاتو څخه نه ويريږي. د ځينو کسانو په نظر ۲۱مه پېړۍ د اسيايانو پورې اړه لري، که رښتيا وي، نو موږ به حتماً ووايو چې دا د چا احسان نه دی، بلکې دا به زموږ د زحمتونو نتيجه وي.


د سرمنشي جاو برياليتوب هم د ده له کوښښونو څخه منځ ته راغلی دی. انګليسي ژبه په پوهنتون کې د ده تخصص نه وه، اړوند ښوونکي او تعليمي مواد د کمښت په حال کې وو، نو د انګليسي ژبې زده کوونکي په پر له پسې توګه کم شوي و، خو ښاغلي جاو او څو تنه همټولګيوالو يې لا هم د دې ژبې زده کولو ته دوام ورکړ. هره ورځ به يې سهار په ميدان کې د منډې وهلو په عين وخت کې خارجي کلماتو زده کولو تمرين کولو، د نورو په اند هغه د انګليسي کلمو د يادولو په حال کې و، رښتيا وه چې هغه د جاپاني ژبې د زده کړې په حال کې و. د ده غښتلي ځواک او ټينګه اراده زموږ د قدردانۍ او ستاينې وړ ده.


سرمنشي جاو د ۲۰۰۲م کال په دوبي کې د جاپان د هوککايدو چيتوسي ښار ته د سفر په ترڅ کې ټولې ويناوې په جاپاني ژبه وکړې چې د ټولو حاضرينو د حيرانتيا سبب وګرځيدې. هغه وخت د ژوند په توګه ګوري، او همېشه له يوې غونډې څخه بلې غونډې ته ځي او په الوتکه کې د وينا متن ليکي، او يا سهار وختي په دوو بجو لا هم د برېښناليک په ليږلو او کارونو بوخت وي. د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې يو سپين ږيری چې نژدې اوس اويا کلن دی، دومره ځواکمن او زحمتکښ ښکاري. باور لرم چې که د افغانستان او چين ځوانان د سرمنشي جاو په شان همدغسې روحيه او جد و جهد ولري، سره له دې چې په غريب کور کې زيږيدلي، د خپلو کوښښونو له لارې هم له خوارۍ او غربت څخه ځان ژغورلی او بريالي کيدلی شي.


سرمنشي جاو او د مخابراتو نړيواله اتحاديه د ورېښمو ډيجټلي لارې پلان د عملي کولو په هڅه کې دي، دا پلان د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې او د انساني برخليک د ګډې ټولنې له غوښتنو سره ورته ځايونه لري. اجازه نشته چې په انټرنيټې زمانه کې هر څوک له نړيوالې ټولنې څخه جلا او هر هېواد بې برخه شي. موږ دې ته اړتيا لرو چې د سولې او همکارۍ، ورخلاصون او ټولنیز کېدل، يو د بل د زده کړې او ګډو ګټو په بنسټ د ورېښمو لارې روحيه خپره شي ، او راز راز فرقونه او توپيرونه دې ليرې شي، څو چې د نړۍ د اداره کولو سيستم لا عادلانه او معقول شي او د ټولو انسانانو ترقي ګړندۍ شي. پرېږدو چې م م د افغانستان په چارو کې لا ستر رول ولوبوي، او عصري مخابراتي تکنالوژي افغانانو ته لا قوي ارامتيا، ګټې او نيکمرغي ورسوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.