موږ افغانان یو او په افغانستان کې پاتې کېږو

17 چنګاښ 1397 خپرونه: فارن پالیسي لیکوال: روچیکمار ژباړه: محمد جواد تیموري

 کله مې چې د شنبې په ورځ په سیکانو د خونړي برید خبر ترلاسه کړ، لومړی مې هڅه وکړه چې د زیاتو جزئیاتو لپاره خپل ملګري (راوېل سېنګ) ته ټلیفون وکړم. خو نوموړي مې ټلیفون ته ځواب رانه کړ، باور مې نه درلود چې دی دې هم د هغه برید د قربانیانو په ډله کې وي چې له ولسمشر سره د کتنې په موخه پر منتظرو کسانو په جلال اباد ښار کې وشو. په دغه برید کې ۱۹ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول، چې د وژل شوو په منځ کې ۱۷ تنه یې سیکان وو.
راوېل سېنګ په کابل کې یوه مهربانه او پېژندل شوې څېره وه. که څه هم له ده څو ځله غوښتنه شوې وه چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای افغانستان پرېږدي او هند ته ولاړ شي، خو نوموړي دا غوښتنه ردوله او ټینګار یې کاوه چې افغان دی او غواړي په افغانستان کې پاتې شي. نوموړي تېر کال راته وویل: « ولې زه افغانستان پرېږدم؟ دا مې خاوره ده، دا مې هېواد دی، دا مې فرهنګ دی؛ په تاریخي لحاظ موږ په افغانستان پورې تړاو لرو. موږ د ګورو نانک د سېکهانو د هغه مشر چې په ۱۵۲۰ کال کې یې له افغانستان څخه لیدنه وکړه، پیروان یو».
راوېل سېنګ نه یوازې دا چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو د رنګونو بېلګه وه، بلکې د نوموړي مړینه د افغانستان او په ځانګړې توګه د هغو خلکو لپاره چې له نوموړي سره یې پېژندل یوه لویه فاجعه وه.
ساچ ډېوا اومپراکاش وایي، نوموړی په څو دقیقو کې زموږ له سترګو پناه شو. د یکشنې په ورځ د باغ بالا په قبرستان کې د نوموړي د جنازې په مراسمو کې زموږ یو شمېر مذهبي مشرانو، کشرانو او هېوداوالو ګډون کړی و.
سیکان او هندوان په افغانستان کې د غیر مسلمانو اقلیت قومونو په توګه له یو او بل سره په ټولنیز او سیاسي لحاظ ډېر نږدې دي. د عراق او سوريې په څېر د افغانستان په اوږده جګړه کې هم تر ډېره مذهبي اقلیتونه متضرره شوي دي او دوی ته په دغه جګړه کې ډېر زیانونه اوښتي دي.
یو وخت په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو شمېر مخ په ډېرېدو وو، خو په تېرو څو لسيزو جګړو کې دغه شمېره برعکس ډېره راټيټه شوه.
د سیکانو یو مشر اوپرا کاش وايي: « یو وخت په افغانستان کې تر ۴ لکو کورنیو پورې سېکهان او هندوان مېشت وو، خو اوس دغه شمېر یوازې تر ۴۰۰ کورنیو پورې رسېږي. دوه کاله وړاندې دغه شمېره نږدې تر ۳۰۰۰ کورنیو پورې رسېده. په ټوله کې اوسمهال په ټول افغانستان کې تر ۱۴۰۰ تنو پورې هندوان او سېکهان پاتې دي.
سېنګ هغه څوک وو چې ثابته کړې یې وه چې هم سېک دی او هم افغان. سربېره پر دې چې د نوموړي ټولنه له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان وه، خو ده دا هر څه په پراخه سینه زغمل. په ۲۰۱۶ کال کې سېنګ راته وویل: [ باور وکړئ د طالبانو په ريژیم کې د مجاهدینو تر ريژیم موږ ته ډېره ازادي راکړل شوې وه، البته زموږ سره هغه مهال هم تبعیضي چلند کېدو، موږ په هغه وخت کې هم خپلې ځانګړې جامې اغوستې، خو دوی زموږ لپاره ځانګړې محکمه درلوده چې د غیر مسلمان په توګه به زموږ ستونزې پکې هوارېدې].
نوموړي زیاته کړه: « له ۱۹۹۲ کال څخه وړاندې زموږ لپاره دغه ټولنه بالکل بل ډول وه، هندوانو او سېکهانو په خورا ارامۍ او سوکالۍ په افغانستان کې ژوند کاوه، زموږ ډېری وګړي دلته په سوداګرۍ او تجارت بوخت وو، خو کله چې مجاهدین واک ته ورسېدل، نو تر ډېره یې موږ خپل هدف وګرځولو. تښتونې، غصب، غلاوې او تبعیضي چلند هغه څه وو چې د دوی په دوره کې یې تر ډېره موږ قربانیان وو.
سېنګ په ۱۹۹۰ کال کې خپل او خپلوان په قاچاقي ډول د پاکستان له لارې هند ته بيول، خو نوموړی د دوی تر بېولو وروسته ژر را وګرځېد او دغه وخت نوموړی تازه نامزاد شوی هم وو، په ناهیلۍ سره یې د وطن ټولې ناخوالې ومنلې او همدلته یې خپل ژوند ته دوام ورکړ.
نوموړی وايي: « په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت تر را پرځېدو وروسته مو یو ځل بیا هیلې په غوړېدو شوې، ځکه تر دې وړاندې د مجاهدینو په دوران کې به زموږ ماشومان مکتب د تلو په وخت کې ځورېدل. تر دې چې یو شمېر ماشومانو د همدغه تبعیض له امله مکتبونه هم پرېښودل، خو د نوي حکومت په راتلو سره موږ ته هم تر یوه ځایه پاملرنه وشوه. د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې نوي افغان حکومت په مشرانو جرګه کې یوه څوکۍ د سیکانو او هندوانو لپاره ځانګړې کړه. سربېره پر دې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دې هڅه کې هم وو تر څو زموږ لپاره په ولسي جرګه کې هم یوه څوکۍ ځانګړې کړي، خو د ده له هڅو سره سره ولسي جرګې ورسره ونه منله. په ۲۰۱۶ کال کې ولسمشر غني یو فرمان صادر کړ چې زموږ لپاره یې دا زمینه برابره کړه چې د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې خپل کاندید ولرو، خو د شنبې د ورځې د بریدپه قربانیانو کې د ولسي جرګې لپاره زموږ یوازینی کاندید اوتار سېنګ هم شامل وو.
د حکومت له هڅو سره سره، له ۲۰۰۰ کال را وروسته په افغانستان کې د سیکانو او هندوانو لپاره ژوند ډېر سخت وو؛ ځکه د دوی یو شمېر جایدادونه د زورواکو له لوري غصب شول. هغه سیکان چې په ۲۰۰۱ کال کې بېرته افغانستان ته راستانه شول، کورونه او جایدادونه یې د زورواکو له لوري غصب شوي وو. راوېل سېنګ په ۲۰۱۶ کال کې راته وویل: « زما د کاکا د زوی کور د یوه زور واکي له لوري غصب شوی و، محکمې نوموړي ته امر وکړ چې زموږ کور بېرته را ته وسپاري، خو هغه د محکمې دغه خبره رد کړه. موږ ۱۲ کاله د محکمې او چارواکو تر منځ په منډو را منډو کې تېر کړل، ۳۵۰۰ ډالره مو یوازې چارواکو ته رشوت ورکړ، خو سېنګ وویل چې څو ځله د چارواکو له لوري په دې تهدید شوی چې نه شي کولی هم افغان وي او هم سیک».
همدا راز سېنګ په تېرو کلونو کې د بېلا بېلو قومونو او رنګونو شاهد و. نوموړی وایي مسلمانانو څو ځله را څخه وغوښتل چې د اسلام دین ومنم، ځکه دوی ویل چې ستاسو د دین پیروان لږ دي. دی وایي چې دوی له ما سره له زور څخه کار نه اخیسته، خو هر ځای به یې خپل دین ته رابللم، حتی تر دې چې حکومتي چارواکو به راته ویل که اسلام ومنې، نو ژوند به دې ډېر ښه شي. نوموړی همدا راز وايي، ځینو به فکر کولو چې موږ په اصل کې د هند یو او راته ویل به یې چې بېرته خپل هېواد( هندوستان) ولاړ شو.
راوېل سېنګ ډېر مهربانه شخص و. دی به تل هیله من و چې یوه ورځ به دا هرڅه بدل شي. هغه غوښتل چې خپل دری ماشومان یې ژر لویان شي او د دوی ځای ونیسي، یوه ورځ دوی هم د ده په څېر په سوله ییزو کارونو کې ونډه واخلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.