الوتنې، بیې او د افغان هوایې شرکتونو رکود

18 چنګاښ 1397 ملا عبدالسلام ضعیف؛ په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

 دا چې اوس زموږ د ګران هېواد ډېری وګړي او مسافر د خلیج، عربي او نورې نړۍ هېوادونو ته د هوا له لارې
سفرونه کوي، اړینه ده چې د هېوادوالو مصارفو او اسانتیاوو ته پوره او جدي پاملرنه وشي.
په هېواد کې تر ټولو ستر هوایي شرکت «اریانا افغان» لرو چې په حقیقت کې د هېواد لپاره لویه شتمني وه او ده، ولې په وروستیو وختونو کې د هېوادوالو د ستونزو د حل او یو سالم رقابت په موخه څلور نور کورني هوایي شرکتونه هم جوړشول (پامیر، کام اېیر، صافي او افغان جیټ). ډېر ښه پرمختګ و، بدبختانه د علمي کدر د نشتوالي، اداري فساد او د شخصي حرص له کبله اریانا افغان هوایي شرکت ډېر شاته پاتې شو، علمي کدر يې په شخصي شرکتونو کې د لوړ امتیاز تر لاسه کولو له امله جذب شو، کورني او بهرني پروازونه يې محدود شول، کیفیت ته يې پاملرنه نه کېږي، د ناسم مدیریت او ګډوډۍ په نتیجه کې تر ډېره یاد شرکت د رکود خواته نږدې شو، خو د دې رقابت سره سره د بهرنیو هېوادونو هوایي شرکتونو ته هم ښه او ارزانه مارکېټ په لاس ورغی، په ځانګړې توګه د متحده عرب اماراتو دريو هوایي شرکتونو په افغانستان کې فعالیت پیل کړ؛ امارات، فلای دوبۍ او العربیة، لږ وخت وروسته ترکېش، اېیر اېنډیا او سپایس جيټ هم خپل فعالیت پیل کړ.
یوازې العربیة هوایي شرکت چې د شارجې څخه یې کابل ته ورځنۍ الوتنې درلودې، د ځینو ستونزو له امله خپل فعالیت په ټپه ودراوه، نور شرکتونه لا تر اوسه هم ښه فعال او له کابل څخه نورو هېوادونو ته الوتنې لري.
دا چې د افغانستان هوایي شرکتونه تر شا لوی او قوي ملاتړ نه لري، د داسې قوي او لويو نړیوالو شرکتونو سره په رقابت کې وو چې هم یې قوي هېوادونه تر شا ولاړ وو او هم یې اقتصادي قوت درلود، افغان هوایي شرکتونه په کراره کراره د یوه نه جبرانېدونکي تاوان په منلو سره، یا خو د رقابت څخه ولوېدل او یا هم سقوط شول، پامیر او صافي هوایې شرکتونه سقوط شول، د سقوط سره سره په لسګونو ميلیونه ډالره خساره هم ورته واوښته. کام اېیر په ډېر کمزوري حالت کې دی، افغان جیټ لا تر دې مهاله په کور د ننه الوتنې لري، د دوی د دغه سقوط په اړه که څه هم داسې معلومات نه دي ترلاسه شوي چې اصلي لامل به یې څه و، خو په ښکاره ډول څلورلاملونه موجود دي:
لومړی: دا چې په پيل کې بهرنيو هوایي شرکتونو د خپلو ټکټونو بیې دومره ټيټې کړې چې تر خپل اصلي قېمت هم کښته وې، د دې لپاره چې مارکېټ وګټي، هغوی پوهېدل چې افغاني شرکتونه تر ډېر وخت پورې له دوی سره رقابت نه شي کولای او نه هم دوامداره تاوان تحمل کولای شي. یوه ورځ نه یوه ورځ به میدان دوی ته پرېږدي، چې همداسې هم وشول.
دويم: په خپل وخت باندې افغان مسوولینو هم دغه اړخ ته پوره پاملرنه نه وه کړې او نه هم نورمال سالم رقابت په نظر کې نیول شوی و، یوازې دغه ډول رقابت د موقت تاوان په صورت د ماتې د رقابت په توګه ترسره شو.
درېيم: افغاني شرکتونو د خپلو الوتنو لپاره د الوتنو پیوستون (Connection) نه درلود او نه هم په کور د ننه د بهرنيو مسافرو لپاره د ټرانزيټ اسانتیاوې موجودې وې، چې د دوی الوتنو ته د مسافرو پام ور واړوي.
څلورم: د باندنيو هوايي شرکتونو په پرتله د کورنیو هوایې شرکتونو مالیه او محصول ډېر لوړ و، چې لوړ محصول او ماليې هم د دوی په رقابت باندې منفي تاثیر درلود.
دا چې اوس د کورنیو هوایي شرکتونو په سقوط سره بهرنیو هوایي شرکتونو ته میدان یوازې پاتې شو، په دې وختونو کې یې د خپلو ټکټونو بیې د پخوا په پرتله نږدې دوه برابره لوړې کړې دي چې بېرته یې زور تر ډېره له هغو افغان مسافرو وځي، چې په عربي هېوادونو کې ستونزې ګالي، مسافري کوي او د لاس په تڼاکو د خپلې کورنۍ لپاره پیسې ګټې او په سختو ګرمیو کې مزدوري کوي.
د دې لپاره چې د بهرنيو هوایي شرکتونو د ټکټونو د لوړو بیو کنټرول وشي او یوه د حل لاره ورته پيدا شي، افغان واکمنو ته پکار ده چې د هوایي شرکتونو په منځ کې د یوه سالم رقابت په رامنځته کولو سره افغان مسافرو ته د ور پېښ مالي زیان مخه ونیسي او د افغان هوایي شرکتونو سره په ځینو برخو کې اړینه او وړ مالي او غوښتونکې مرسته وکړي.
دا چې څه ډول دغه کار کېدای شي، یوه لاره یې دا ده: زما د معلوماتو له مخې کویټ او قطر لېوالتیا لري چې افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي، قطریه هوایې شرکت خو یو کال وړاندې په خپل هوایي سیسټم کې د افغانستان نوم داخل کړی دی، هغوی غواړي چې هره ورځ افغانستان ته دوې الوتنې له دوحې ښار څخه ولري، کویټ هم ورته پلان لري، زه یې د ځنډ او خنډ لاملونو څخه خبر نه یم، ولې تر ډېره د دې الوتنو مانع افغان لوری دی او علت یې په عربي نړۍ کې سیاسي کړکېچ دی، په کار ده چې د خپلو افغانانو د ګټې په خاطر، څومره چې ژر کېږي افغان واکمن د یادو هېوادونو د هوایي کرښو له پروازونو سره موافقه وکړي، په دې کار سره به ټولو افغان مسافرو ته هم ګټه ورسېږي، هم به د هوایي شرکتونو په منځ کې اسانتیا او ښه سالم رقابت رامنځته شي.
زموږ د هېواد واکمنان باید پوه وي چې د خپل هېواد او افغان مسافرو ګټې د عربي هېوادونو د کړکېج قرباني نه کړي او نه هم په طرف کې واقع شي، ښه به دا وي چې د دغه رقابت څخه سالمه او پر وخت ګټه ترلاسه کړل شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.