کمپاین ځواکونه خپلسري قاتلین

19 چنګاښ 1397 لیکوال: لمر افغان

په کابل کې په انګلیسي ژبه چاپېدونکې ورځپاڼه (Heart OF Asia) په خپل یوه راپور کې لیکي چې په خوست ولایت کې کمپاین ځواک د امریکا له لوري جوړ شوی دی او سي ای اې یې په مستقیمه توګه ملاتړ کوي. ورځپاڼه وايي امریکا دغه پوځ ته روزنه ورکړې ده او ددوی لپاره کار کوي. تر دې مخکې هم داسې ویل شوي چې کمپاین ځواکونو ته امریکا امکانات برابروي او د دوی له لوري یې مالي ملاتړ کېږي. دغه ځواکونه په خوست کې دي، هلته فعالیت کوي او تقریبا د خوست په ډېری غرنیو برخو کې د امنیت لپاره ځای پر ځای شوي دي. ددې ځواک د جوړولو موخه د حقاني شبکې پر وړاندې جګړه کول وو. دغه عسکر سره له دې چې د خوست په امنیت کې ګټور تمام شوي، خو په دې وروستیو کلونو کې یې د خپلسرو او واکمنو قاتلانو بڼه خپله کړې ده.
دوی د شپې او ورځې عملیات کوي، وسله وال وژني، خو تر څنګ یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي. تر اوسه هېڅ داسې قضیه نه تر سترګو کېږي چې ددې ځواکونو په اړه وي او حکومت دې څېړلې وي. حکومت ددې پوځیانو هېڅ قضیه نه ده څېړلې په داسې حال کې چې ګڼ جرمونه یې کړي دي.
دغو ځواکونو په ځلونو په خوست، پکتیا، غزني او پکتیکا کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو یو ځل هم حکومت له دوی پوښتنه نه ده کړې، چې ولې په خپل سر چاپې وهي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي. د روان مېلادي کال په مې میاشت کې کمپاین ځواکونو د پکتیا په جاني خیلو کې عملیات وکړل، د دغه ولایت استازو هغه مهال وویل، چې په پېښه کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي وو. هغه وخت د پکتیا سناتورانو وویل، چې دا یې لومړنی ځل نه دی، بلکې دغه ځواکونه تل د خلکو پر کورونو چاپې وهي، عام وګړي ځوروي او په ځينو مواردو کې مرګ ژوبله هم ورته اړوي. دوی هغه وخت حکومت ته لمن وغوړوله چې د دې پېښو مخه ونیسي، خو حکومت یې غږ نه دی اورېدلی. له ډېری سیمو خلک د دغو ځواکونو له وېرې کډه شوي دي. تر دې وړاندې یې په غزني او خوست کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه، خو هغه وخت یې هم حکومت پوښتنه نه وه کړې.
د حکومت له همدې بې پروایۍ ښکاري چې دغو ځواکونو ته امریکا په افغانستان کې پوره واک ورکړی دی او هر ډول خپلسري کولی شي. وړمه شپه یې په خوست کې په یوه ولسوالۍ کې پر کور چاپه ووهله او د یوې کورنۍ پنځه غړي یې ووژل. په دې پېښه کې یو کس ټپي شو. وروسته د سیمې خلکو لاریونونه وکړل، چې په لاریونونو کې ډزې هم شوې دي. داسې راپورونه شته، چې په لاریونونو کې هم خلک ټپیان شوي دي. اوس پوښتنه دا ده، چې دغه پوځ د خلکو د امنیت لپاره دی، که د ولس د قتل عام لپاره؟ موږ د کوم ټوپک خولې ته لاس ونیسو، چې ډز مه کوه؟ حکومت، امریکا، طالب، پاکستان، روسیه، ایران، حقاني شبکه، داعش او بالاخره هر څوک مو د خپل ټوپک خولې ته دروي او ښکلی ژوند یې راته تریخ کړی دی.
د دغه ډول ډلو موجودیت د افغانستان ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي. افغان حکومت په خپل کور کې پر خپلو پوځيانو واک نه لري. دوی خپلسري فعالیتونه کوي او ځانونه کوم ارګان ته مسوول نه بولي. دوی به امریکا ته مسوول وي، خو امریکا د همدې جګړې لپاره راغلې ده. په جګړو به دغه ځواک نور هم نازوي او څومره چې دوی ته ویر راوړي ښايي امریکا ورته خوشاله وي. څومره چې خپلسرې ملېشې په هېواد کې خطرناکې دي دومره د کمپاین ځواک بې ځایه اقدامات هم د هېواد لپاره خطرناک دي. خلک به ورځ تر بلې له حکومت کرکجن شي او دا جوړه شوې فاصله به نوره هم وغځېږي.
دا ځواک باید وساتل شي، خو د افغانانو او افغانستان لپاره باید ګټه ترې واخیستل شي. دوی چې کوم نفرت د خلکو سترګو کې پیدا کړی، دا یې وخت دی چې په خدمت او مینه یې جبران کړي. حکومت باید دغه ځواک ځان ته مسوول کړي او له دوی یې د فعالیتونو په اړه پوښتنه وکړي. که دا کار نه شي کولی، نو بیا ولس دې ته نه ګوري، چې هره ورځ خپلې جنازې اوچتې کړي. دوی ښايي توند غبرګونونه وښيي، چې هغه وخت د ولس مخې ته نه کمپاین ځواک درېدلی شي او نه هم سي ای اې.
حکومت په دې وروستیو کې دا هڅه پیل کړې چې خپلسري وسله وال له منځه یوسي. دا ښايي یا نمایشي کار وي او یا هم حقیقي، خو عملي کول یې خورا ګران کار دی. د حکومت پرېکړې همدا اوس په څو ښارونو کې ناندرۍ را ولاړې کړې دي. خو د دې ستونزو د حل لپاره منطقي لارې ته اړتیا ده. حکومت دې هم زورواکي له منځه یوسي، خو په بدل کې دې خلکو ته امنیت او پرمختګ راولي. هسې نه چې د مخالفو وسله والو له مخې دا زورواکي هم لرې کړي او په خپله هم د خلکو امنیت تامین نه شي کړی. په هېواد کې غیر مسوول وسله وال تر طالب او داعش ډېر خطرناک دي؛ ځکه د غیر مسوول وسله وال اصلي څېره نه ده معلومه، د دوستۍ په جامه کې د نظام د تخریب لپاره کار کوي. همداسې د کمپاین ځواکونه هم. د افغان حکومت د پوځ په چوکاټ کې ښايي نظام تخریب کړي او د ولس او حکومت ترمنځ فاصله ډېره کړي.
د دغه ډول ستونزو بنسټیز حل په کار دی. افغانان نور له خپلسریو او روانو ناخوالو ستړي شوي دي. ددې وطن هر فرد د زړه له تله د قانون تطبیق غواړي او دا یې ارمان دی چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي. حکومت که عادلانه ګامونه اوچت کړي، غیر مسوول وسله وال او زورواکي له منځه یوسي، د خپلسریو مخه ونیسي، نو په دې کې شک نشته، چې هېواد ته امنیت راځي، د ولس او حکومت تر منځ باور فضا جوړېږي او د حکومت ضد کسانو له لوري جوړې شوې دسیسې له منځه ځي.
د ولس بله غوښتنه دا ده، څو حکومت د عامو وګړو د وینې پوښتنه وکړي او نور چا ته اجازه ور نه کړي چې دغه وینه تویې شي. هغه که نا مسوول وسله وال تویې کړې او که د کمپاین ځواک خو ددې وخت دی، چې باید حساب کتاب ترې وشي او نور یې د خپلسریو مخه ونیول شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.