اردوغان په نړيوال سياست کې له کومو چلنجونو سره مخ دی؟

19 چنګاښ 1397 عبدالرقيب نوري

 «د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په پام کې لري چې د خپلې ولسمشرۍ په موده کې د سوريې د لانجې، له روسيې سره د اړيکو او کډوالو د کړکېچ په څېر د مهمو موضوعاتو په تړاو د لويديځ پر وړاندې جدي دريځ خپل کړي، خو تر څنګ څنګ يې ښايي له هغو هېوادونو سره چې انقرې يې پر وړاندې د جدي دريځ نيولو پرېکړه کړې، د مصالحې سياست هم ولوبوي»
دا د اردوغان د بهرني سياست پر وړاندې د پرتو چلنجونو په اړه د فرانسې د خبري اژانس له لوري د خپرې شوې ليکنې يوه برخه ده. په ليکنه کې پر هغو پنځو موضوعاتو مفصل بحثونه شوي چې د ترکيې ولسمشر به پرې د خپلې ولسمشرۍ د روانې دورې په اوږدو کې تمرکز وکړي. زه يې لنډيز بيانوم:
له امريکا سره اړيکې
د ترکيې او امريکا اړيکې له دې چې واشنګټن په سوريه کې د کردي ملېشو نظامي ملاتړ کوي او دغه راز په ترکيه کې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا په طرحه کولو تورن فتح الله ګولن انقرې ته نه سپاري، خورا ډېرې اغېزمنې دي.
په انقره کې د جې اېم اېف په نوم د امريکايي فکري مرکز مشر ويلي، د اردوغان په مشرۍ د ترکيې نوی حکومت به ياد دواړه مسايل له امريکا سره د خپلو اړيکو په سمبالولو کې په پام کې ونيسي.
واشنګټن په سوريه کې د کردي ملېشو ملاتړ کوي، خو دا ملاتړ په انقرې ښه نه لګېږي. هغه ډلې چې امريکا يې ملاتړ کوي، د انقرې په باور د کردانو د کارګر ګوند اړوند ترهګرې ډلې دي چې له ۱۹۸۴ کال راهيسې د ترکيې پر وړاندې جنګېږي.
د چارو شنونکي وايي، امريکا ښايي د ترکيې اندېښنې په پام کې ونيسي او هڅه وکړي چې له انقرې سره يوې مناسبې هوکړې ته ورسېږي. دوی وايي، ترکيې ته د امريکا د اېف – ۳۵ الوتکو استول د دغه تحليل د تحقق لومړی ګام دی.
روسيه
اردوغان او ولاديمير پوتين د ترکيې او روسيې په استازيتوب په سوريه کې د سولې د ټينګښت په موخه پياوړی اتحاد رامنځته کړی دی.
د دوی دواړو اړيکې دومره نږدې دي چې انقرې په ناټو کې له غړيتوب سره سره له مسکو سره د اېس – ۴۰۰ دفاعي سيسټم د پېرلو تړون کړی. واشنګټن پر دغه تړون نيوکه لري او وايي چې د روسيې له لوري جوړ شوی دفاعي سيسټم د ناټو د معيارونو خلاف دی او انقره يې بايد له پېرلو ډډه وکړي.
په ټاکنو کې د اردوغان تر بريالي کېدو وروسته، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، هغه ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې په ټاکنو کې بری د اردوغان د لوی سياسي ځواک نښه ده.
د ورېښمو لارې د مطالعاتو مرکز يوه لوړپوړي څېړونکي ويلي، اردوغان به بالاخره مجبور شي چې د امريکا او روسيې تر منځ يو غوره کړي. دی وايي، که اردوغان هر يو هېواد غوره کړي نو بل به له لاسه ورکړي او لويه بيه به يې پرې کړي.
سوریه
په سوريه کې د جګړې له پيله بيا تر اوسه، ترکيه د بشارالاسد د رژيم پر خلاف ده او په ځلونو يې له دمشق سره د خبرو وړانديزونه رد کړي دي. سره له دې چې په ترکيه کې ۳.۵ ميليونه سوري کډوال مېشت دي، انقره هڅه کوي چې له سوريې سره پر پولو امنيتي تدابير کلک او دغه راز د سوري کډوالو پر بيا ستنولو تمرکز وکړي.
د اتلانتيک شورا يوه لوړپوړي څېړونکي ارون شټاين ويلي، ترکيې د اسد د رژيم په تړاو داسې فورمول پيدا کړی چې پر بنسټ يې په سوريه کې خپلې ګټې د روسيې له لارې تعقيبوي. د ده په خبره چې په سوريه کې د ترکيې ګټې د اسد د رژيم په را پرځېدو سره تحقق نه مومي.
له اروپايي اتحاديې سره اړيکې
له اروپايي اتحاديې سره د انقرې اړيکې، په ترکيه کې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا تر هڅې وروسته ورځ تر بلې د پيکه کېدو په حال کې دي.
اردوغان د کودتا د هڅې تر شنډولو وروسته په ترکيه کې بېړنی وضعيت اعلان کړ او د خپلو سياسي مخالفينو د ځپلو لپاره يې مټې بډ وهلې.
دا پرېکړه د اروپايي اتحاديې پر غړو هېوادونو ښه ونه لګېده او پر انقرې يې فشارونه زيات کړل چې اعلان کړی بېړنی حالت ختم کړي.
د ترکيې يوه پخواني ډيپلوماټ اوزدم سانبېرک ويلي، اردوغان به له اروپايي اتحاديې سره د مصالحې سياست خپل کړي او د دواړو لورو اړيکو ته به دومره پراختيا ورکړي چې ساری ونه لري.
ترکیې په ۲۰۱۶ کال کې له اروپايي اتحاديې سره اروپا ته د کډوالو د تګ د مخنيوي لپاره يو تړون لاسليک کړ چې د بشري حقونو د مدافعو ټولنو تندې نيوکې يې را وپارولې. پر دې سربېره هم، د تړون لاسليکېدو اروپا ته د کډوالو ورتګ د پام وړ را کم کړی دی.
ترکيه، اروپا ته د کډوالو د ورتګ د مخنيوي په بدل کې له اروپايي اتحاديې په ميلياردونو يورو اخلي. اردوغان څه موده مخکې ګواښ کړی و چې اروپا ته به د کډوالو د ورتګ لارې پرانيزي. د هغه دې خبرداري اروپايي مشران حيران کړي وو، خو تړون مات شوی نه دی او لا هم غير قانوني کډوال په ښه زړه د ترکيې له لارې اروپا ته نه شي رسېدلی.
نړيواله جاه طلبي
اردوغان له تېرو څو کلونو راهيسې د ده په باور «څو اړخيز نړيوال سياست» لوبوي. دی د دغه سياست د لوبولو په لړ کې وخت ناوخته په نړۍ کې د مسلمانو لږه‎کيو حرکتونه اتلولي بولي او ستاينه يې کوي.
د ده په واکمنۍ کې انقره ډېری وخت د اسلامي نړۍ د مشرانو کوربنه وي او د همدې روان مېلادي کال په پيل کې يې هم د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د په رسميت پېژندلو په تړاو د ټرمپ د پرېکړې په اعتراض کې د اسلامي نړۍ د مشرانو ناسته جوړه کړه.
شنونکي وايي، که څه هم اردوغان په خپلو سياستونو سره په نړيواله کچه ملاتړي موندلي، خو په وينا یې چې د دغو سياستونو دوام د ډېرو ستونزو د جوړېدو سبب کېدای شي.
دوی وړانديز کوي چې اردوغان د خپلو بهرنيو سياستونو د پليتابه لپاره وړ او په کار پوهو کارکوونکو ته اړتيا لري، داسې کارکوونکي چې نوموړی له واقعيتونو خبر کړي، نه داسې چې په هر حالت کې د اردوغان ډول ته ځڼې وغورځوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.