بورېس جانسن څوک دی او ولې يې استعفا وکړه؟

20 چنګاښ 1397 عبدالرقيب نوري

د انګلستان د بهرنيو چارو وزير بورېس جانسن، چې څه موده مخکې په پارلمان کې له رايه ورکولو د پټېدو په موخه کابل ته راغلی و، وړمه ورځ استعفا وکړه.
ډېلي مېرر ورځپاڼې د نوموړي په اړه ويلي، جانسن د انګلستان د محافظه کار ګوند تر ټولو بد غړی دی چې د خپلو نمایشي حرکتونو له کبله خورا مشهور شوی او وړمه ورځ يې له لومړۍ وزيرې تريزا مې سره له اروپايي اتحاديې د انګلستان د وتلو د څرنګوالي پر سر د اختلافونو له کبله استعفا وکړه.
جانسن له ۲۰۰۸ بيا تر ۲۰۱۶ کال پورې د انګلستان د پلازمېنې «لندن» د ښاروال په توګه دنده ترسره کړه. کله چې له اروپايي اتحاديې د انګلستان د وتلو «برېکزېټ» په تړاو ټولپوښتنه کېده، نو جانسن د هغو کسانو په کتار کې ولاړ و چې غوښتل يې خلک په ټولپوښتنه کې برېکزېټ ته مثبته رايه ورکړي. ده تر ټولپوښتنې وروسته، د لومړي وزارت څوکۍ ته د رسېدو خوبونه ليدل، خو ډېر ژر له دې خوبه را ويښ شو او تريزا مې د انګلستان لومړۍ وزيره وټاکل شوه.
تريزا مې پر جانسن مهربانه وه، کله چې لومړي وزارت ته ورسېده نو نوموړی يې د ټولګټو هېوادونو او بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکه. دا نو جانسن ته لوی او حيرانوونکی فرصت و، خو هغه په پرله پسې سياسي تېروتنو سره ډېر ژر تر فشارونو لاندې راغی او پايله يې دا شوه چې د انګلستان له کابينې په نيمه لار کې پاتې شو.
شنونکي وايي چې د ده استعفا د انګلستان لومړۍ وزيره تريزا مې هم له سخت وضعيت سره مخ کړې ده. اوس پوښتنه دا ده چې بورېس جانسن څوک دی او د استعفا خبر يې ولې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د شنونکو لپاره په زړه پورې، خو په ورته وخت کې حيرانوونکی دی؟
السکاندر بورېس دوففل جانسن، چې په بورېس جانسن مشهور دی، په ۱۹۶۸ کال کې د امريکا په نيويارک کې وزيږېد. هغه له همدې کبله د امريکا او انګلستان دوه ګونی تابعيت لري. پلار يې شارلوټ جانسن وال او مور يې سټېنلي جانسن دواړه د انګلستان اتباع دي. جانسن هم د انګلستان د پخواني لومړي وزير ډېوېډ کېميرون په څېر د دې فرصت درلود چې په مخکښ کالج «ايټون» کې زده کړې وکړي. له کالجه تر فارغېدو وروسته د اکسفورډ پوهنتون اړوند بيلېل کالج ته شامل شو او د کلاسيکو متنونو په برخه کې يې لوړې زده کړې وکړې. دی او ډېوېډ کېميرون دواړه د بولينګډون په نوم د يوه بدنام کلپ غړي وو. د بولينګډون کلپ غړي د ډېرو شرابو په څښلو، تاوتريخجن چلند او مضريت مشهور وو.
جانسن څرنګه سياست ته راغی؟
جانسن له تېرې څه باندې يوې لسيزې راهيسې د انګلستان په سياست کې فعال دی. ده خپل کاري ژوند له ټايمز ورځپاڼې سره د خبريال په توګه پيل کړ، خو له ټايمز سره تر څه مودې کار وروسته يې په يوه خبر کې د خپل نيکه جعلي نقل قول خپور کړ او له دندې وشړل شو. له ۱۹۸۹ بيا تر ۱۹۹۴ کال پورې په بروکسل کې د ډېلي تلېګراف ورځپاڼې خبريال و، په ۱۹۹۴ کال کې يې ترفيع وکړه او په همدې ورّځپاڼه کې يې د سياسي تحليلګر او مرستيال مدير په توګه دنده پيل کړ.
په ۱۹۹۷ کال کې يې د انګلستان د عوامو جرګې په ټاکنو کې ځان نوماند کړ، خو يادې جرګې ته يې لاره ونه مونده، په ۲۰۰۱ کال کې يې بيا تکراري هڅه وکړه خو دا ځل بريالی شو او د عوامو په جرګه کې يې د تېمز سيمې د استازي په توګه کار پيل کړ.
په ۲۰۰۸ کال کې يې د لندن د ښاروالۍ په ټاکنو کې لوېنګسټن ته ماتې ورکړه او پوره اته کاله یې د ښاروال په توګه دنده ترسره کړه.
د جانسن تر ټول بدې سياسي تېروتنې
بورېس جانسن د ډېرو او بدو سياسي تېروتنو له کبله ډېر مشهور شوی دی. د ده همدا تېروتنې د دې سبب شوې دي چې کله په توکمپالنې تورن شي، کله پرې د ناپوه او بې پروا سړي تورونه پورې شي. جانسن په ۲۰۰۲ کال کې ډېلي تلېګراف ته يو کالم ليکلی و او په هغه کې يې د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو تور پوستي اتباع له هغو ماشومانو سره تشبيه کړې وو چې په جشنونو کې د تشريفاتو لپاره کتارونه جوړوي او يا هم بيرغونه لېږدوي.
د برېکزېټ د ټولپوښتنې په لړ کې يې هم يوه ليکنه خپره کړه چې د امريکا د وخت ولسمشر بارک اوباما ته پکې سپکاوی شوی و. اوباما ويلي وو چې که انګلستان له اروپايي اتحاديې ووځي، نو وروسته به پاتې شي. جانسن ور غبرګه کړه چې اوباما نيمه کېنيایی سړی دی، دی له دې کبله چې پلار او نيکونه يې له انګرېزانو ښې خاطرې نه لري پر انګلستان نيت بدوي.
بورېس جانسن د ۲۰۱۷ کال په اکټوبر کې د ليبيا په اړه هم ډېرې ناسنجول شوې خبرې وکړې چې له کبله يې پر نوموړي د استعفا لپاره فشارونو زور واخيست.
ده د ۲۰۱۷ کال په اګسټ کې ليبيا ته سفر کړی و، په اکټوبر کې يې په مانچسټر کې د محافظه کارانو يوې غونډې ته د خپل سفر کيسه کوله. ده وويل چې د ليبيا خلک هيله لري چې له سرت ښاره دويمه دوبۍ جوړه کړې. هغه زياته کړه چې دوی د انګلستان پانګونې ته سترګې نيولې، خو موږ ورته وايو چې تاسو لومړی له سرت ښاره د خپلو خلکو جسدونه را ټول کړئ، وروسته به انګرېز سوداګر هلته پانګونې ته زړه ښه کړي.
برېکزېټ څرنګه د جانسن د استعفا لامل شو؟
په ۲۰۱۶ کال کې، کله چې جانسن د برېکزېټ د مخالفينو له ليکو سره له يو ځای کېدو انکار وکړ، نو د لومړي وزير ډېوېډ کېميرون له غوسې سره مخ شو. جانسن نه يوازې دا چې د کېميرون د غوسې پروا ونه کړه، ولاړ او له هغو کسانو سره يو ځای شو چې د برېکزېټ ملاتړي وو. د کېميرون تر ناڅاپي استعفا وروسته، جانسن ته د دې فرصت په لاس ورغی چې د لومړي وزارت څوکۍ ته ودرېږي. دلته بيا د خپل ملګري مايل ګوو له سيالۍ سره مخ شو او ډېر ژر يې درک کړه چې د ګوو په شتون کې يې د برياليتوب چانس کم دی. دی له خپلې نوماندۍ تېر شو، خو مايکل ګوو هم پر دې بريالی نه شو چې د لومړي وزارت څوکۍ د خپلولو لپاره د پارلمان د غړو باور خپل کړي. په دې توګه نو ميدان تريزا مې ته خالي پاتې شو او هغې په خورا اسانۍ سره د لومړي وزارت څوکۍ وګټله. ترېزا مې واک ته له رسېدو سره سم، ډېر ژر جانسن د انګلستان د بهرنيو چارو وزير وټاکه، خو له خپلې دې پرېکړې يې تر پايه ښه ورځ ونه ليده، ځکه جانسن د وزارت له لومړۍ ورځې بيا تر وړمې ورځې پورې په پرله پسې توګه له اروپايي اتحادیې د انګلستان د وتلو د څرنګوالي پر سر له مې سره مخالفتونه کول.
مې د برېکزېټ د واقع کېدو لپاره د احتياطي، خو جانسن بيا د جدي ګامونو د پورته کېدو ملاتړ کاوه. د دوی دواړو مخالفتونه دومره ژور شول چې ان په سياسي محفلونو کې پرې بحثونه کېدل. جانسن په يوه شخصي مجلس کې ويلي وو چې د برېکزېټ په تړاو د انګلستان او اروپايي اتحاديې مذاکرات بالاخره ناکامېدونکي دي. ده ويلي وو، د دې لپاره چې ياد مذاکرات له ناکامۍ سره مخ نه شي نو بايد چې مسووليت يې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وسپارل شي. کوم چا د جانسن دا ټولې خبرې ثبت کړې وې او کله چې رسنۍ پرې خبرې شوې نو په انګلستان کې يې غوغا جوړه کړه.
همدا مخالفتونه بالاخره د دې سبب شول چې بورېس جانسن له دندې استعفا وکړي. شنونکي وايي، جانسن به اوس له سره ارام او هوسا ژوند پيل کړي، خو انګلستان يې د برېکزېټ په کړکېچ کې داسې ډوب کړ چې تريزا مې به يې په را ايستلو ستړې شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.