د کورونو د نړولو تګلاره امنیت راولي؟

20 چنګاښ 1397 اسد وحیدي

د ۱۳۹۶ کال د ژمي په یخو شپو کې د افغان امنیتي ځواکونو د "صفر یو" قطعې سرتیري د وردګو په تنګي دره تر یو کور را تاو شول. شېبه وروسته کوربنو پر بام د پښو غږ احساس کړ، انګړ ته را ووتل، خو له را وتلو سره سم یې لاسونه وتړل شول. د دوو کوربنو او څلورو مېلمونو لاسونه ولچک شول او تورې خولۍ ور پر سر شوې. د ژمې د یخې شپې په نیمايي کې ښځو او ماشومانو ته وویل شول چې له کوره ووځي او هر ځای چې ځي ولاړ دې شي. حیوانات هم له کوره بهر شول او کور د امنیتي ځواکونو له خوا پر بمونو والوځول شو.
سیمه ییز خلک وايي چې د "صفر یو" قطعې سرتیري د شپې عملیات کوي، په هر کور کې چې طالب، یا وسله او نور څه پیدا کړي، هغه کور پر بمونو الوځوي. یوازې په یوه کال کې په لوګر او وردګو کې ګڼې داسې پېښې شوې دي. پوښتنه دا ده چې دولت په دغه کړنو سره خلکو او وسله والو ته څه پیغام ورکوي؟
مخکنۍ کیسې ته ورګرځو. د تنګي په دره هغه نیول شوي دوه کوربانه وروڼه محصلین وو چې ادعا کېدله له وسله والو طالبانو سره اړیکه لري. څلور مېلمانه یې هم طالبان ګڼل شوي وو. حیرانوونکې وه، اته ورځې وروسته دواړه وروڼه او څلور نیول شوي مېلمانه یې چې طالبان ګڼل شوي وو، په کابل کې خوشې شول او بې ګناه وګڼل شول. په کابل کې له خوشې کېدو دوه ساعته وروسته دواړه وروڼه په وردګو کې خپل نړېدلي کور ته ودرېدل. د مور، خویندو او وړو وروڼو په ژړا او چیغو کې یې خپلو کورونو ته کتل. اوس ښايي تاسې پوه شوي وی چې د کورونو په نړولو سره دولت خلکو ته څه پیغام ورکوي!
راځئ له احساساتو لرې وپوښتو چې که دا دوه وروڼه او مېلمانه یې طالبان وو، نو ولې له اته ورځني بند وروسته خوشې شول؟ که طالبان نه وو او یا یې له طالبانو سره اړیکه نه وه، نو ولې یې پر کور برید وشو او بیا پر بمونو والوځول شو؟؟؟
طالب به له ای اېس ای سره اړیکه ولري، د طالب د جګړې ګټه به پاکستان ته رسیږي، خو طالب څوک جوړوي؟ همدا له ۲۰۰۱ کال وروسته طالب په کابل کې د ټلوالې حکومت د امریکایانو په مرسته بیا را پیدا نه کړ، خلک یې مجبور نه کړل چې وسله واخلي او غرونو ته وخیژي!؟ د بي دوه پنځوس درنو بمونو طالب پیاوړی نه کړ؟ اوس هم حیرانوونکې ده چې موږ له ۱۷ کلونو ناکامې جګړې وروسته عبرت نه اخلو. اوس هم فکر کوو چې د خلکو د کورونو نړول، وحشت او وژل به ستونزه حل کړي.
راځئ دا هم هېره کړو چې د ملکي وګړو کورونه نړول کېږي او دا یو مخ رد کړو. ټول نړول شوي کورونه د طالبانو دي، خو ایا د طالب د کور نړول سم کار دی؟
په یوه کور کې به یو طالب وي، خو په همغه کور کې لس نور کسان طالبان نه دي. ښځې دي، ماشومان دي او سپین ږیري دي؛ نو د یوه طالب په خاطر باید لس نور ماشومان، ښځې، سپین ږیري او نور بې ګناه وګړي بې کوره شي او کور یې ورته ونړول شي؟ ښايي ددې چارې د پلویانو ځواب دا وي چې، که دوی طالب ته په کور کې ځای ورکوي، باید کور یې ونړول شي، که څه هم طالب یې ورور، زوی او یا پلار وي. که څوک طالبان پېژني، په کلیو کې د طالبانو پر فعالیتونو، د هغوی پر زور، کړنو، له کورنیو سره پر چلند او بیا پر خلکو د طالب له خوا پر خپره شوې وېره پوه وي، نو بیا پوهیږي چې هغه خلک څومره مظلوم دي چې کورونه یې نړول کېږي. که تاسې د طالب تر کنټرول لاندې سیمه کې اوسېږئ، پوهیږئ چې طالب که پر هر کور ورغی او هلته یې د شپې او ډوډۍ غوښتنه وکړه، څوک ورته د "نه" ځواب نه شي ویلی. بیا که د یوې کورنۍ مشر، پلار یا بل غړی طالب وي، نو ښځې او ماشومان هغه له کوره ایستلی شي؟ اوس دا عقلانیت دی چې د طالب د کورنۍ ښځو، ماشومانو او نورو بې ګناه غړو ته په سزا ورکولو سره موږ افغانستان ته امن را وګرځوو!؟
اوس که دا هر څه څېړو او پایلو ته یې ګورو؛ نو د کورونو نړول ظلم او وحشت دی. دا د افغانستان د امن او ثبات پر ضد اخیستل کېدونکي ګامونه دي. که دا د ملکي وګړي کور وي، خو هېڅ د زغم نه دی، خو که د طالب کور هم وي، نو دا په هغه کور کې له اوسېدونکو ماشومانو، ښځو او بې ګناه وګړو سره ظلم او زیاتی دی. که څوک بیا هم د شمال ټلوالې د یوې ورځپاڼې په شان استدلال کوي او د ماشومانو د وژلو خبر ته هم داسې عنوان ورکوي چې: " د مریکايي ځواکونو په بریدونو کې د طالبانو ماشومان هلاک شول" موږ بیا هغو ته د ویلو لپاره څه نه لرو.
که د خلکو او ان د طالبانو د کورونو نړول ددې لپاره کېږي چې په طالبانو کې به وېره خپره شي، یا به خلک ووېرېږي چې کور یې نړیږي، نو طالب به له کوره وباسي، دا نو بیا ستره تېروتنه ده. دوی نه بیا په رښتینې معنا طالبان پېژني، نه خلک او نه هم د خلکو او طالبانو په تعامل پوهیږي. دا ډول پالیسۍ او تګلارې یوازې وحشت دی، کرکه او نفرت زیاتوي، د مخالفینو لیکو ته خلک ور ماتوي او پر دې سوځوونکي اور تېل پاشي.
د کورونو نړول ودروئ! امنیت پر وحشت او د خپلو خویندو او وروڼو د کورونو په نړولو نه راځي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.