نظام ته ولې اړتیا ده؟

15 زمری 1397 ليکوال: شکور کامران لومړيتوب وېبپاڼه

نظام د نظم، ترتيب، پوځ او حکومت په مانا دی؛ نظام د انساني ژوند لپاره تر ټولو اساسي او حياتي پديده ده. د ډېرو نورو څيزونو په شان د نظام ارزښت هم د هغه په نشتون کې ډېر ښه څرګنديږي. افغانان، چې څو ځله يې بې نظامي يا د نظام نشتون ازمویلی، بايد له هر چا ښه او ډېر د نظم او نظام په ارزښت پوه وي او قدر يې وکړي.
نظام جوړول او چلول اسانه نه دي، د سالمو نړيوالو اړيکو او خپلو هڅو له برکته اوس هم ډېر څه لرو او که ويې ساتو لا به غني شو. اوسمهال، سره له دې چې د هېواد حالات جګړه ييز او غير عادي دي او په جګړه ييز حالت کې هېڅ نه شي کېدی، خو په دې حالت کې هم هر کس، هر مهال په ډاډه زړه د هېواد ټولو ولايتونو، ډېرو سيمو او کليو ته تلی شي. سلګونه زره ماشومان او لسګونه زره محصلين يې تر سيوري لاندې ښوونځيو او پوهنتونونو ته ځي، زموږ د غريب دولت په روغتونونو کې د زرګونه ناروغانو درملنه کېږي، د ډېر لګښت لرونکي عمليات په وړيا ډول تر سره کېږي، سړکونه پاخه دي او پخېږي، جوماتونه او مدرسې ابادې دي، ترافيک سيسټم شته، منظم هوايي او ځمکنی پوځ او پوليس شته، د بهرنيو هېوادونو سره څو اړخيزې اړيکې او سفارتونه لرو، هوايي کرښې مو فعالې دي، مخابراتي شبکې شته، اوبه او برېښنا لرو، فابريکې شته، ګڼې ادارې فعالې دي او د خلکو لکونه شخصي کاروبارونه روان دي، زراعتي چارې پر مخ ځي، هره ورځ لويې او وړې پروژې پيل او پلې کېږي او سلګونه نور او د دې هرې برخې سلګونه زره کارکوونکي او کادرونه منظم معاشونه اخلي.
حضرت محمد(ص) په مدينه منوره کې وروسته له هغه له مشرکينو سره د جهاد اعلان وکړ، چې د اسلامي حکومت بنسټ يې کېښود، يانې تر هغه وخته يې له مشرکينو سره د جهاد اعلان هم نه و کړی، تر څو چې يو سيسټم او نظام نه و؛ له دې دا مانا اخيستل کېدی شي چې جهاد، سوله او بل هر اقدام تر يو رسمي قانوني بنسټ او نظام لاندې تر سره کېدی شي.
د نظام په شتون کې هر پرمختګ امکان لري. په ټولنه کې د يو حاکم نظام او مشر له خوا ټولې چارې په منظم ډول پر مخ ځي. خوږ نبي کريم (ص) فرمايي، کوم ښار چې حاکم ونه لري، هلته شپه مه تېروئ! له دې په اسلام کې د نظام ارزښت او مقام مالوم کړئ، چې حضرت محمد(ص) امر کوي، چې ان په تياره کې هم هغه ځای پرېږدې، چې حکومت نه لري.
نړيوال او نړيواله ټولنه يو نړيوال رسمي قانوني بنسټ «حکومت» پېژني، د حکومت له لارې را سره اړيکې پالي د همدې حکومت له لارې مرسته کوي، په مهمو جهاني بنسټونو، سازمانونو او ټولنو کې مو غړيتوب مني، اقتصادي، سياسي، زراعتي، پوهنيزو، ټکنالوژیکي او نورو برخو کې ګډون راکوي، د همدې حکومت له لارې فرضي حج او عمري ته ځو؛ که حکومت نه وي، نو فرضي حج او عمره کې هم ګډون نه راکول کېږي. هماغه مقوله صدق کوي، چې که امنيت نه وي، نو عبادت نشته او طبيعي ده چې نظام نه وي، نو نا امني او ګډوډي به وي او څوک به په ډاډه زړه ان لمونځ هم نه شي کولی، کنه تر جوماته تګ يا نور عبادات خو هسې محال بوله.
پښتو متل دی «خدای د کراري مل دی» همدارنګه په بل متل کې مشران وايي «خدای د ناروا مل نه دی» د نظام په شتون کې کراري او په نشتون کې يې نارواوې کېږي، چې نه يوازې خدای يې مل نه دی، بلکې د نارضايتۍ سبب يې کېږي.
د کورنۍ جګړې، ټوپک سالارۍ او پاټکونو پر مهال، که څوک په دوه کسانو هم بر و، ځان ته يې په مشخصه سيمه کې واکمني جوړه کړې وه او د وحشت، ناروا، ظلم او تېري ډېرې ترخې او غير انساني کيسې يې لا هم ډېرو ته يادې دي. هېڅوک، هيچېرته مصئون نه وو، په هر سل مترۍ کې د يو بل لنډه غر د حيواني غريزې واکمني وه، هر سل متره اخوا بېل فکر، بېل فرمايش او بېل قانون حاکم و، خو يو څه چې په ټولو کې مشترک و، هغه جهل او وحشت و.
يوه مشر کيسه کوله، چې په پکتيا کې د ګردېز او زرمت په لاره پنځه ځايه پاټکيانو وهلی و؛ وایي په دې فکر چې د اسلامي جمعيت پاټک دی، ځان به مې د جمعيت غړی ور معرفي کړ، خو هغه به د اسلامي حزب کسان و او تر ګونډو لاندې به يې کړم؛ بل ځای به جمعيت ته حزبی معرفی شوم او کونداغ به مې وخوړ، همداسې محاذ او نور. د نورو تر څنګ د دې وحشتونو او واک غوښتنې حيواني غريزې او عواقبو ډېر زيان اسلام او دې سپېڅلي نوم ته واوښت چې اوس يې په نوم اورېدو ډېرو ته يوازې تشدد وريادېږي.
د نظام نشون و چې د هېواد د نفوس يوه لويه برخه ککرۍ ورغړېدې، تقريباً د هر افغان جسم نيمګړی شو. لاس، پښې، سترګې، غوږونه او نيم بدنونه يې د باروتو خوراک شول؛ هډوکي يې کونداغونو، کوتکونو او حيوان صفته انسانانو وخوړل. ژوند مانا له لاسه ورکړه، مرګ حاکم شو، هيلې مړې شوې، وطن تباه او هر لوفر او لوچک د خلکو په برخليک لوبې وکړې.
د نظام د نشتون يوه نوې خاطره مې د کندز له يوه دوست نه واورېده. ده ويل کله چې کندز د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شو، ولايت د ځنګل بڼه خپله کړه، په دوه ورځو کې ۷۰۳ تنه ښځې، ماشومان، مشران او ځوانان ووژل شول. د ښار په ويالو کې د انسانانو جسدونه پراته و؛ خلکو ډک کورونه پرېښودل او لوڅې پښې تښتېدل. هېڅ کور امن نه و، هر وسله په لاس ماشوم کولی شول، هر مهال د يو چا کور ته ورننوځي، بې عزتي يې وکړي او ويې وژني؛ څو کسان يې له کوره په وهلو را وباسل او د کور د وره تر مخه غلبېل کړل. دی وايي د هېچا، ان د خبريال، معلم او زده کوونکي کور هم مصئون نه و او لويه کتله خلک په ډېرو ستونزو او زياتو لګښتونو نورو سيمو او ګاونډيو ولايتونو ته تښتېدلي وو.
دې ملګري يوه ډېره هېښوونکې خبره دا وکړه، چې خلک د جګړو له امله نه شوی راوتلی او د مړو په جنازو پسې نه شوی رسېدی. دی وايي درې کسيزه جنازه يې په خپلو سترګو ليدلې، چې څلور اوږې نه وې چې د يوه مړي د جنازې کټ پورته کړي او د يوې جنازې کټ يې په درې کسانو نيولی روان کړی و!!! يانې که نظام نه وي، نو ژوند خو به هسې نه وي، خو ان انساني او اسلامي مرګ نصيب کېدل هم معجزه بوله.
نبي کريم (ص) د حضرت علي کرم الله وجهه په اړه فرمايي، چې زه د علم ښار يم او حضرت علي(رض) د دې ښار دروازه ده. دا لوی علمي شخصيت (حضرت علي رض) فرمايي، چې له نه دولت يا نه نظام څخه ستونزې، نيمګړتياوې او فساد لرونکی دولت ښه دی؛ بايد حل ته يې کار وشي. په دولت او نظام کې به فساد، ستونزې او نيمګړتياوې وي، خو بايد د حل لپاره يې اقدام او ګډ کار وشي.
له مشکلاتو سترګې نه شي پټېدی؛ ښايي په دې هره برخه کې نيمګړتيا وي، خو اخر يې هم په موږ پورې تړلی او د حضرت علي (رض) له لارښوونې سره سم بايد له مناسبې لارې يې حل او بشپړتيا ته کار وشي.
نو لکه څنګه مو چې مخکې وويل، چې افغانانو تر هر چا زيات د نظام د نشون او ګډوډۍ زيانونه، ربړې او وحشتونه ليدلي او بويه چې په قدر يې له هر چا زيات وپوهيږي او ټينګښت او ښه والي ته کار يې خپل فرض او لومړيتوب وبولي. خدای دې موږ بيا د نظام د نشتوالي له ډېرې بدې او ترخې تجربې لرې وساتي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.