د امريکا هغه بنديزونه چې د ايران پر اقتصاد نېغ اغېز کوي

17 زمری 1397 بي بي سي پښتو

دوه کاله او اووه میاشتې کېږي چې له ایران د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپا بندیزونه لرې شول.
له اټومي تړون د امریکا تر وتلو وروسته اوس پر ایران بیا د واشنګټن یو لوریز بندیزونه پیلېږي. دا بندیزونه د ایران پر اقتصاد نېغ اغېز کوي. امریکا پر ایران د امریکايي ډالرو پلور بند کړ. د نړۍ هر شخص یا اداره چې ایران ته د ډالرو په برابرولو کې مرسته وکړي یا يي ورته اسانتیا برابره کړي، د امریکا د بندیزونو تور نوملړ ته ور زیاتېږي. دغه بندیزونه د ډالرو د ترلاسه کولو لپاره د ايران لاسونه لنډوي.
له اټومي تړون مخکې د بانکي بندیزونو لرې ساتلو لپاره له دوبۍ، ترکیې او عراق او افغانستان دغه هېواد ته نغد ډالر وړل کېدل.
امریکا پر ایران د سرو (طلا) او نورو ګرانبیه فلزونو د پلور بندیز هم لګولی. په نړۍ کې که هر شخص یا شرکت پر ایران دا توکي وپلوري یا یې ترې واخلي یا یې مالي تامین برابر کړي یا په دې برخه کې مرسته ور سره وکړي، د امریکا د بندیزونو تور نوملړ ته ور زیاتېږي.
دغه بندیز د ایران د سرو زرو زېرمې او پېر له ستونزو سره مخ کوي. له اټومي تړون مخکې او د بانکي او ډالري بندیز پر مهال ایران د ځینو معاملو لپاره سره کارول.
رپوټونه وايي چې ایران له دوبۍ او ترکیې سره واردول، ځکه دا بندیز پرې ولګېد.
امریکا پر ایران د المونیمو، پولادو، ډبرو سکرو او ګرافیت په څېر د خامو یا نیمه خامو فلزونو پر پلور هم بندیز لګولی دی.
بیا هم د دغو توکو د پېرلو په برخه کې د هر ډول همکارۍ او ان ټکنالوژيکي مرستې، مالي تامین او د پېر اړوند خدمتونو په برابرولو سره یو شخص یا شرکت د امریکا د بندیزونو له تور نوملړ سره مخ کېږي او د امریکا بازار ته یې لاس لنډوي.
امریکا وايي، ایران له دغو ځینو توکو د خپل اټومي پروګرام په پراختیا کې کار اخلي، ځکه ور باندې بندیز لګېږي.
امریکا د ایراني ریال «پر پام وړ رقم» هم د پېر او پلور بندیز لګوي. که کوم شخص یا شرکت یې د پېر او پلور امکان برابر کړي یا یې مالي تامین او اسانتیا برابره کړي، د امریکا له بندیزونو سره مخ کېږي او د امریکا بازار ته یې لاس لنډېږي.
په دې بندیز کې هغه چکونه هم راځي چې د ایران د ریال په بدل کې دي او مختلف نومونه لري. خو د امریکا د ماليې وزارت دا نه دي ویلي چې څومره رقم «پام وړ» دی، خو پخوانیو بندیزونو کې دا رقم د لس زرو ډالرو برابر و.
امریکا د ایران د دولتي پور د چکونو پر پېر او د هغو د صدور د شرایطو پر برابرولو باندې هم بندیز ولګاوه، خو د ایران حکومت کلونه کلونه کېږي چې بهر یې د پور چکونه نه دي خپاره کړي او نه یې پېرلي او نه معلومه ده چې د داسې کار نیت هم ولري.
داسې ښکاري چې امریکا د دې بندیز په لګولو د ایران له خوا د ډالر یا بهرنیو پیسو له ترلاسه کولو سره د مقابلې لپاره دا کار کوي.
دولتونه په کور د ننه یا بهر د پور د ترلاسه کولو لپاره د پور چکونه خپروي، خو د پخوانیو بندیزونو وضعیت سبب شوی و چې ایران په دې برخه کې لېوالتیا نه درلوده.
ایران په وروستیو کلونو کې پر ځینو اسیايي او د سوېلي امریکا هېوادونو د قرضې د چکونو د پلورلو هڅه وکړه، خو د بري رپوټ یې خپور نه شو.
امریکا د ټپټپي یا موټر سایکل په ګډون د دغه هېواد د موټر جوړونې ټول صنعت ته د خدمت پر برابرولو یا پرې د پرزو پلورلو بندیز ولګاوه.
که په نړۍ کې کوم بانک پر ایران د دغه صنعت پرزې وپلوري یا خدمتونه ورته برابر کړي د امریکا بازار ته یې لاس لنډېږي.
د بندیزونو په پخواني پړاو کې د ایران د موټر جوړولو صنعت تولید سخت کم شو او ان د ځینو موټرو د تولید د درېدلو خبرونه خپاره شول.
خو له اټومي تړون وروسته د رنو، پژو، فولکس او واګن په ګډون، څو اروپايي شرکتونو له ایران سره په دې برخه کې د جوړولو یا صادراتو تړونونه لاسلیک کړل.
امریکا په اصطلاح د لوکسو ایراني توکو واردات هم منعه کړل. د پستې او زعفرانو په ګډون ځینې خوراکي توکي هم د دغه بندیز برخه دي.
د دغو صادراتو شمېر چندان د پام وړ نه دی.
د ایران ګمرک تېر کال امریکا ته د غالۍ یا فرش د صادراتو ارزښت لس میلیونه ډالره اعلان کړ.
که څه هم هغه مهال د فرش صادروونکو بي بي سي ته وویل چې له اعلان شوي رقم دا ارزښت ډېر و.
دا هغه توکي دي چې په سمبولیک ډول د امریکا په لومړنیو بندیزونو کې نه وو.
امریکا پر ایران د الوتکو یا یې د پرزو پر پلورلو هم بندیز ولګاوه. د اټومي تړون له مخې د الوتکو د پلورلو بندیز لرې کېدل او له ایر باس او بویېنګ سره تړونونه سترې لاسته رواړنې بلل کېدې.
په تېرو دوو کلونو او اوو میاشتو کې له ټولو نږدې دوو سوو الوتکو چې ایران یې د پېرلو نیت درلود، شل یې ترلاسه کړې دي.
تېره یکشنبه یې هم چې پر دغه هېواد بندیزونه لګېدل پنځه اې ټي ار الوتکې ترلاسه کړې.
دا د شلو هغو الوتکو برخه وې چې د را نیولو نیت یې درلود. اوس د دې الوتکو شمېر ۱۳ ته رسېږي چې ایران ترلاسه کړې دي او ممکن نورې ترلاسه نه کړي.
بندیزونه د اګسټ پر شپږمه ولګېدل، خو داسې شرکتونه او مالي موسسې شته چې لا د مخه یې په خپله دغو بندیزونو ته غاړه اېښې وه او له ایران سره یې له معاملو لاس اخیستی و.
دا د بندیزونو پیل دی، خو درې میاشتې وروسته اصلي بندیزونه چې تېلي او بانکي دي پلي کېږي.
اوس ډېر ستر شرکتونه یو له دوو لارو غوره کوي؛ هغه له ایران سره سوداګري یا د امریکا بازار ته لاسرسی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.