له طالب سره سوله؛ سیمه که امریکا لوبه ګټي؟

17 زمری 1397 ارشاد رغاند ياران.کام

د وسله والو طالبانو ترڅنګ د امریکا او افغانستان حکومتونو دواړو منلې، چې د وسله والو طالبانو او امریکا استازو په وروستیو کې له یو بل سره لیدلي او د سولې په اړه یې خبرې کړې دي.
د دې خبرو جزیات که څه هم په سم ډول څرګند شوي نه دي، خو په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر دا مستقیمې خبرې د افغان حکومت د مشروعیت لپاره ښې نه دي ګڼلې. کرارکر ویلي، چې د دې خبرو له کبله د افغان حکومت مشروعیت زیانمنیږي.
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله وړمه ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د امریکا او وسله والو طالبانو د مستقیمو مذاکراتو موخه په لویه کچه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د زمینه سازۍ هڅه ګڼلې ده.
دا بحث د دې مسئلې ترڅنګ ډېرې نورې خواوې هم لري، خو په دې لیکنه کې موږ دا بحث کوو، چې امریکا ولې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو پر مخامخو مذاکراتو د بیا ـ بیا ټینګار باوجود بیا هم شاتګ کړی او له طالب استازو سره یې خبرې کړې دي؟
سیمه ییز فشارونه
امریکا ظاهراً په افغانستان کې د خپل موجودیت لوی دلیل له ترهګرۍ سره مبارزه ګڼي، خو منتقدین یې باور لري چې دلته یې د پراخ نفوذ او پوځي حضور اصلي دلیل په سیمه کې د خپلو سیالانو او مخالفانو (چین، روسیې، ایران) مهارول دي.
دا خبره په یو نه ډول دا هېوادونه هم کوي او په همدې دلیل له سیمې څخه د امریکا د ویستو لپاره له څو کلونو راهیسې په همغږي او منظم ډول لاس په کار شوي.
له وسله والو طالبانو څخه د دغو هېوادونو د ملاتړ شدت د دې هڅو یوه مهمه برخه ده، چې لا هم دوام لري.
وسله والو طالبان، افغان حکومت، امریکایي چارواکي او حتا تر یوه حده پورې یاد شوي هېوادونه ټول د اړیکو تر حده د دغه ملاتړ تایید کوي. امریکا خو په زغرده دې ډلې ته د یادو شویو هېوادونو د مرستو رسېدو ادعا کوي، چې متهمین یې بېرته ردوي.
په ټوله کې له څو کلونو راهیسې دغه هېوادونه د پاکستان په جدي ملاتړ له سیمې څخه د امریکا د ویستو لپاره په شدت سره لاس په کار شوي، شک نشته چې د امریکا یو شمېر ظاهراً متحدین خو په واقعیت کې لویدیځ مخالفین هم له دغو هڅو څخه ډېر ناراضه نه وي.
په هرحال؛ یو لوی دلیل چې امریکا یې له طالبانو سره د اړیکو زیاتولو او په لوړ اهمیت ورته په قایلیدو مجبوره کړې، همدا جدي سیمه ییز فشارونه دي.
امریکا که مخالفین یې ګټي ؟
امریکا افغانستان ته په ډېر لوړ قیمت راغلې، د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې پوځي یا بل ډول اغېز او حضور لرل نسبت نورو هېوادونو ته د دغه هېواد لپاره ډېر مهم او د پام وړ دي.
دې ته په کتو سره فکر کېږي چې امریکا به لا نور لوړ قېمت ته حاضره شي، خو په افغانستان کې د خپل اغېز او نفوذ سیمه ییزو مخالفانو ته به تسلیم نه شي.
په دې لوبه کې د دې دلایل ډېر دي، چې امریکا به ګټونکې او سیمه ییز مخالفین به یې بایلونکي شي.
له طالبانو سره د امریکا تر مستقیمو خبرو وروسته د دې احتمال بېخي جدي شوی، چې دغه ډله به سیاسي ډګر ته راوستل کېږي.
په دې برخه کې طبیعي ده، چې طالبانو ته به لوړ امتیازات او په سیاسي واک کې د شریکېدو ډېر چانسونه ورکړل شي.
د بحث یو مهم اړخ افغان ملت ته د دې لوبې پایلې دي، چې له بده مرغه نه د افغانستان سیاسي قشر، نه سیمه ییز هېوادونه، نه وسله وال طالبان او نه هم امریکا به ورته د جدي مسئلې په سترګه وګوري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.