تحلیل

دوه کاله او اووه میاشتې کېږي چې له ایران د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپا بندیزونه لرې شول.له اټومي تړون د امریکا تر وتلو وروسته اوس پر ایران بیا د واشنګټن یو لوریز بندیزونه پیلېږي. دا بندیزونه د ایران پر اقتصاد نېغ اغېز کوي. امریکا پر ایران د امریکايي ډالرو پلور بند کړ. د نړۍ هر شخص یا اداره چې…
مدني بنسټونه تل د پرمختګونو، ښه ژوند، حقونو، تعلیم او د تعلیم د ترلاسه کولو لپاره د مبارزې کولو او په ټوله کې د قانون د حاکمیت په مانا په ذهن کې تصورېږي.د مدني بنسټ اصلي دنده دا ده چې څنګه د ټولنې حقونه خوندي کړي، څنګه د دولت او خلکو ترمنځ واټن کم کړي. یعنې په عامه اصطلاح د…
نظام د نظم، ترتيب، پوځ او حکومت په مانا دی؛ نظام د انساني ژوند لپاره تر ټولو اساسي او حياتي پديده ده. د ډېرو نورو څيزونو په شان د نظام ارزښت هم د هغه په نشتون کې ډېر ښه څرګنديږي. افغانان، چې څو ځله يې بې نظامي يا د نظام نشتون ازمویلی، بايد له هر چا ښه او ډېر د…
د پاکستان تاریخ ګواه دی، چې کله هم کوم سیاسي مشر د پوځ له لارښونو او احکامو سرغړاوی کړی د هغه برخلیک یا اعدام او یا هم زندان ته رسېدلی. ذوالفقارعلی بوټو هم په همداسې یوه وخت کې میدان ته راکش کړای شو. نوموړی د جنرال ایوب خان د نظامي حکومت پر مهال د څو وزارتونو وزیر او فعال کس…
د جمعې په ماسپښین شاوخوا یوه نیمه بجه وه چې په ګردیز ښار کې د درنې چاودنې غږ واورېدل شو. خلک د جمعې پر لمانځه ولاړ وو او ټول ښار ته وېره پیدا شوه. وروسته معلومه شوه چې پر یوه جومات برید شوی دی، ۳۸ کسه پکې وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي. بل پلو د اروزګان په…
د امريکا د سوداګرۍ استازي روبيرت ليتيزير د اګست په لومړې نېټه ويلی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ده ته امر کړی چې له چين څخه د دوه سوه مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پر واردوونکو توليداتو باندې د پنځه ويشت سلنې په اندازه ګمرکي ماليات ولګوي چې دا د مخکيني اعلان شوي انډول د لس سلنې په پرتله لوړ دی،…
د ۲۰۱۸ کال د جولای په پنځلسمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یو نوی راپور خپور کړ. په دغه راپور کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې یو نوی ریکارډ جوړ کړی و. په راپور کې راغلي چې د روان ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۱۶۹۲ ملکي وګړي وژل شوي دي. دا نو د تېرو کلونو…
لومړنۍ وینا:عمران خان په لومړنۍ وینا کې ډېرې رغنده خبرې لرلې، خو کله چې د عمران خان لومړنۍ وینا د ده د پخوانیو دریځونو په زمینه کې لولو، پایله له هغه څه بدله راوځي چې ښايي افغان حکومت توقع ولري. د عمران خان څرګندونې د افغانستان او افغانانو په اړه تر ډېره عاطفي وې. ده وویل افغانانو د نړۍ پرمخ…
ډېری نړیوالې رسنۍ د پاکستان وروستۍ ټاکنې رنسانس بولي. هغه بدلون چې ښايي پاکستان ورسره بدل کړي. دغه ټاکنې د پاکستان د کرېکټ پېژندل شوي لوبغاړي عمران خان وګټلې. هغه په ټاکنو کې د پارلمان تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلې دي نو له همدې امله لومړي وزارت ته یا د پاکستان په اصطلاح صدارت ته یو ګام ورته پاتې دی.…
عمران خان له دوه ویشتو کلونو سیاسي مبارزې وروسته د لومړي وزیر د څوکۍ سره په لنډ واټن کې ځان ویني. اوس نو عمران خان د کرېکټ او خیریه فعال پر ځای یو سیاستوال دی چې پرېکړې به یې د پاکستان پر دوه سوه میلیوني نفوس سربېره د سیمې پر وضعیت هم اغېز ولري.د ګڼو عواملو په نظر کې نیولو…
ننګرهاریانو ته د دغه سفر لاسته راوړنه:داسې هم نه ده چې دا سفر بې لاسته راوړنې و، بلکې دا لاسته راوړنې د ننګرهاریانو د احساساتي خبرو او ویناوو تر سیوري لاندې راغلې.د زر بستریز روغتیايي کمپلکس افتتاح لویه لاسته راوړنه وه چې له دولتي بودجې به جوړېږي. بله لاسته راوړنه دا وه چې ننګرهار ته د ولسمشر له سفر سره…