تحلیل

زه تر دې دمه هېڅ یوې سیاسي مسئلې او سیاسي پېښې دومره نه وم ځورولی لکه پرون چې د ولسي جرګې غونډې وځورولم. د ولسي جرګې پرونۍ غونډې زما په ذهن او سترګو کې د یوې بدې راتلونکې انځور جوړ کړ. زه وپوهېدم چې خلک د سیاسي موقف او سیاسي څوکۍ لپاره څومره ټيټېدای شي او څومره خپله ملا ماتولی…
که وي نو همدا خیانت مې کړی دی. د ټولګي لرګين مېز به مې سوری کړ، قلم به مې پکې چخ کړ، مایک به مو باله او له خپلو ټولګیوالو سره به مو په ګډه له قلم جوړ په مېز کې په چخ کړي مایک کې خبرې کولې. دې شوق لس کاله دوام وکړ. دا هيله وه او ددې هیلې…
چين د سيمې هغه هېواد دی چې په نورو هېوادونو کې استعماري موخې نه لري او له همدې کبله په ټوليز ډول د سيمې له هېوادونو سره دوستانه اړيکې هم لري. له تېرو څو کلونو راهيسې په ځانګړې توګه له ۲۰۱۴ را وروسته، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو ډېره برخه ووتل، چين د افغانستان په لور پاملرنه زياته کړې…
نه پوهېږم، حالات داسې دي چې باید انسان هر څه ته لاس واچوي او که ځینې خلک په لوی لاس غواړي هر څه ته لاس واچوي او د کمپاینونو وخت دی. ولسمشر له سره تر پایه په متضادو کړنو او فعالیتونو سر دی. هغه وايي یو څه او کوي بل څه. هغه د اصلاحاتو ژمنه کوي، خو د اصلاحاتو په…
 د حکومتونو د مشروعیت غوټې او د نظامونو د پایښت او سیاسي ټیکاو ورخونه په حقیقت کې د جمهوري نظامونو له درې ګوني فلسفي وجود (جغرافیې، خلکو او حاکمیت) څخه تړل کېږي، سرچینه اخلي او دوام او قوام مومي. په هغو ټولنو کې چې دولتونه ولسي اړيکې ونه شي پاللی یا یې قدر ونه شي کړای، هلته هېڅکله د نظام…
پرون په کابل ښار کې یو ځل بیا ملکي وګړي د وير پر ټغر کېناستل. د دیارلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې خونړۍ چاودنې ګڼو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله. خو دا د ټاکنو کمېسیون او په ټاکنو کې د ګډون کوونکو لپاره د خطر یو بل زنګ دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون په لومړي سر کې د ټاکنو لپاره…
 څلور ورځې وروسته به د افغانستان جګړه څلوېښت کلنه شي. له همدې امله د افغانستان بحران ته د حللارو بحث زور اخیستی. په دې تړاو یوه لیکنه د بهرنیو چارو د پخواني وزیر او د حامد کرزي د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا ده. لیکنه په یوه ورځپاڼه کې خپره شوې چې عنوان یې دی «در آستانه…
د ترکيې او افغانستان د اړيکو په اړه همدومره بس ده، چې وتلي ترکي سياستوال احمد داوود اوغلو دا اړيکې «بېلګه اړيکې» بللې دي او له ګډې پولې پرته «ګاونډي» او يو بل ته نژدې هېوادونه بلل کېږي.ترکيه او افغانستان د دوه ‌اړخيزو اړيکو اوږد تاريخ لري او دا اړيکې د تاريخ په اوږدو کې دوستانه پاتې شوې دي. دا…
وايي کيسې چې څومره اوږدېږي، هغومره خرابېږي. دا خبره سمه ده او زموږ د ټولنې له واقعیتونو سره سمون خوري. د افغانستان جګړه اوږده شوه او دا جګړه چې څومره اوږدېږي دومره زیانونه لري. ټولنه له سختیو سره مخ کېږي او لا ډېر افغانان د ویر پر ټغر کېني. ټول پوهېږي چې دلته روانه جګړه زموږ نه ده، خو له…
وړمه ورځ پاکستاني عسکر پر ډیورنډ فرضي کرښه را اوښتي وو او غوښتل یې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې خپلې پوستې جوړې کړي. دوی له ځان سره د ودانیو د جوړولو وسایل راوړي وو او همدا راز یې ښې پرېمانه وسلې هم له ځان سره راوړې وې. پاکستاني عسکرو د خپل کار له پیل مخکې پر افغان پوځيانو…
په عربي نړۍ کې د عربو پسرلي په راتګ سره د عربي نړۍ اکثره شاهي نظامونه را وپرځېدل. ليبیا کې د معمر القذافي حکومت نسکور شو او د نوموړي واکمني د هغه د مرګ په بیه تمامه شوه. مصر کې حسن مبارک له ۳۰ کلنې واکمنۍ لاس په سر شو، پر ځای یې اخوانیانو ټاکنې وګټلې او اخوان ګوند ته…