تحلیل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون په یوه لنډ سفر له ځانګړو غوښتنو سره پاکستان ته تللی و. اسلام اباد ته له تګ وړاندې رېکس ټېلرسن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې دی به له پاکستان نه وغواړي، چې له طالبانو سره مرستې کمې کړي. ټېلرسن وویل، چې دا په شرایطو ولاړه معامله ده او له…
په نړیواله کچه د ځواک انډول مخ په بدلېدو دی. دا بدلون زموږ پر سیمه، په ځانګړي ډول پر افغانستان پاموړ اغېز لري. نړۍ یو ځل بیا په دوو بلاکونو کې تعریفېدای شي. دا ځل به ډلبندۍ کټ مټ د سړې جګړې د پېر په څېر نه وي؛ خو په لویه کې یې پر دوو ډلو وېشلی شو. هغه مهال…
په افغانستان کې پر له پسې خونړۍ پېښې چې له امله یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د عمان له څلور اړخیزې غونډې وروسته چې تېره اونۍ د یاد هېواد په پلازمېنه مسقط کې جوړه شوې وه، پیل شوې. که څه هم تر اوسه د دې ناستې بشپړ جزئیات له خلکو سره نه دي شریک شوي خو قراین داسې…
د هلمند والي حیات ‌الله حیات وايي، په دغه ولایت کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې وسله ‌والو طالبانو ته درنده مرګ‌‌ ژوبله اوښتې او د دې ډلې د ملا تیر مات شوی. حیات، چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د هلمند ولایت د وضعیت په…
ولسمشر غني د میزان پر نهمه د عاشورا په ورځ په کابل کې امام زمان جومات ته لاړ او خلکو ته په خبرو کې یې وویل، چې «زه نن د امام زمان جومات مقتدي یم. د امام زمان هر مقتدي چې له کوم خطر سره مخ کېږي، د افغانستان ولسمشر هم دغه خطر په زړه او ځان مني».پر دغه جومات…
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر وايي چې افغانستان يوازې د کورنيو ترهګرو سره په جګړه نه دی بوخت، بلکې ډېر شمېر بهرنيان هم له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. له هرو څلورو تنو ترهګرو يو تن يې بهرنى دى. دی وايي، د تېرو اوو کلونو په پرتله اوس د ترهګرو شمېر درې ځله ډېر شوی.کله…
د افغانستان، چین، پاکستان او امریکا استازي د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې په عمان کې سره را غونډ دي، چې پر افغان سوله وغږېږي. په دې څلور اړخیزه ناسته کې پر دې بحث کېږي، چې طالبان څنګه د سولې خبرو اترو د بهیر برخه وګرځي. له پاکستان نه په دې ناسته کې د دغه هېواد د…
د ملي یووالي حکومت مشرانو له لومړیو دا شعار درلود، چې له فساد سره به رښتینې مبارزه کوي، په نظام کې به د فساد جرړې وباسي، مفسدین به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوي، کار به اهل کار ته سپاري او همدا یې د اولویتونو په سر کې راته. خلک هم خوشبینه وو، د دوی پر ژمنو یې باور…
د سولې عالي شورا له خپل درې کلن فعالیت وروسته د ولایتي کمېټو مشورتي ملی کنفرانس رابللی.په دغه کنفرانس کې، چې د سولې د عملي لارو چارو په هدف د ۳۴ ولایتونو د سولې شورا د ولایتي کمېټو او سولې عالي شورا غړو پکې ګډون کړی، د سولې شورا د ولایتي او مرکزي چارواکو ترمنځ تجربې او نظریات تبادله کېږي.د…
د افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ په اړه له پخوا دا تحليل موجود و، چې دغه ستراتېژي په افغانستان کې د جګړې د دوام ستراتېژي ده. پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی هم دا ستراتېژي په افغانستان کې د سولې او ثبات هڅه نه، بلکې په سيمه کې د امريکا د ستراتېژيکو لوبو او په هېواد کې د جګړې…
د افغانستان ملي امنیت شورا له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د طالبانو هغه پنځه جګپوړي چارواکي افغان حکومت ته وسپاري چې له اوږدې مودې راهيسې په پاکستان کې بندیان دي. ملا غني برادر، ملا عبدالمنان نانی، ملا عبدالصمد ثاني او ملا سلیمان اغا د هغو شرطونو په نوملړ کې شامل دي، چې افغان حکومت پاکستان ته سپارلي. پاکستان د دې…