دریځ

له عطا محمد نور وروسته اوس د سمنګان والي عبدالکریم خدام هم له ولایته د نوموړي د ګوښه کولو په تړاو د ولسمشر حکم نه مني. د سمنګان لرې شوی والي عبدالکریم خدام وايي، د ده لرې کول «ناعادلانه او د هوکړې ښکاره مخالفت دی». هغه زیاتوي: «د ملي یووالي حکومت د هوکړې له مخې زه والي ټاکل شوی وم…
په دې ورځو کې د برېښنايي پېژندپاڼو په اړه بیا بحثونه را پورته شوي دي. بحثونه له دې سره یو ځای پیل شول چې په ارګ کې ځینې چارواکي د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره بایومېټریک شول. ارګ هم خبر ورکړ چې د پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيلېږي. له دې سره اجرائیه ریاست د دغه کار مخالفت وکړ او په دې تړاو…
کابل ښاریان د نا امنیو تر څنګ جنايي جرمونو هم اندېښمن کړي دي. په دې وروستیو کې د جنايي جرمونو پېښې زیاتې لېدل کېږي. د ښار په بېلابېلو برخو کې په رڼا ورځ خلک وژل کېږي او یا هم نورې جنايي پېښې کېږي. یوازې د کابل په پنځمه حوزه کې په یوه اونۍ کې لسګونه جنايي پېښې شوې دي، خلک…
د ملي یووالي حکومت له دې اعلان وروسته چې له پاکستان سره خبرې بې پایلې شوې، اوس خلک پوښتنه کوي چې د پاکستان پر وړاندې به نوې تګلاره څه وي؟ که څه هم حکومت ویلي چې پر نوې تګلاره به کار کوي او دا تګلاره به اعلانوي، خو په دې تګلاره کې د اساسي بدلون شونتیا شته؟پخواني ولسمشر ۲۱ ځله…
جمعیت اسلامي وايي چې له ارګ سره یې خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي. ویل شوي چې ارګ د جمعیت اسلامي غوښتنې نه دي منلي، خو ځینې کسان بیا وايي چې ارګ د جمعیت ډېری غوښتنې منلي دي، یوازې څو غوښتنې یې نه دي منلې چې له امله یې دا خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي. اوس پوښتنه…
په اسلام اباد کې د پښتنو لاریونونه په مشروط ډول وځنډول شول، خو ګڼ شمېر خلک له دغه احتجاج سره يو ځای شوي دي. که څه هم پاکستاني حکومت بیا بیا هڅه وکړه چې دا احتجاج ختم کړي، خو پښتانه لا مقاومت کوي او د خپل مظلومیت غږ پورته کوي. دوی لاريونونه د يوې مياشتې لپاره ځنډولي او وايي چې…
د بلخ خپلسري والي عطا محمد نور یو ځل بیا پر حکومت سختې نیوکې کړې دي. هغه پرون ویلي چې وطندوست، پاک او مسلکي کسان له حکومته ایستل کېږي او پر ځای یې غله او وطن پلورونکي ټاکل کېږي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې په عملي ډول د بلخ والي دی، نه یې څوک له دندې لرې کولی…
د افغانستان د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې روسیې او ایران له طالبانو سره په دې پلمه چې له داعش سره جنګېږي تړاوونه جوړ کړي او مرسته ورکوي. معصوم ستانکزي ویلي: "هغه پایلې چې موږ ترلاسه کړې دا دي چې روسیې او ایران له طالبانو سره نورې اړیکې غځولې دي،…
د حکومت اجرایوي رییس منلې چې حکومت یې په کړو ژمنو کې پاتې راغلی دی. نوموړي پرون ویلي چې لوړپوړي چارواکي قانون ته درناوی نه کوي او حکومت نه شي کولی خپل والي له دندې لرې کړي چې دا د شرم خبره ده. هغه ویلي چې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي او د دغه وضعیت دوام به خلک د دولت…
پاکستاني پلاوي پرون له افغان حکومت سره خبرې وکړې. دواړو اړخونو د ګډو همکاریو ژمنې کړې دي، خو دواړه لوري متفاوتې او متضادي ادعاوې او څرګندونې هم کوي. افغان حکومت تر دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو حضور منلی او اوس له دې انکار نه کوي چې له خاورې یې د افغانستان…
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې نور له طالبانو سره خبرې نه کوي او هغوی د جګړې له لارې ځپي. ټرمپ ویلي چې طالبان لا هم جګړه کوي او بې ګناه افغانان وژني. له همدې امله اوس له هغوی سره د سولې خبرې نه کوي او ښايي یو وخت د سولې خبرې وشي. په…