د وحشتونو نوې څپه افغانستان کوم لوري ته ځي؟

08 سلواغه 1396

په کابل کې یو ځل بیا ځانمرګي برید لسګونه کسان شهیدان کړي او تر ۱۵۰ ډېر یې ټپیان کړي دي. برید د کورنیو چارو وزارت د زړې ودانۍ پر سړک شوی، چې جمهوریت روغتون او نور ځایونه پکې دي. د برید پړه طالبانو اخیستې او ویلې یې دي چې پولیس یې په نښه کړي دي.
تر دې وړاندې پر انټر کانټېننټل هوټل هم خونړی برید شوی و، پړه یې هم طالبانو اخیستې وه. دغه راز په کندهار، ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې هم خونړي بریدونه شوي دي. له دې سره په یو وخت امریکايي الوتکو په غزني کې ماشومان شهیدان کړي دي. دا د وحشت یوه نوې او لویه څپه ده. وحشیان په ډېر بې رحمانه ډول په عامو ځایونو کې بریدونه کوي، ښځې، ماشومان، سپین ږیري او نور بې ګناه وګړي وژني. اوس پوښتنه دا ده چې هدف څه دی؟ دغه وحشتونه افغانستان کوم لوري ته وړي؟
افغانستان له پخوا د پردۍ جګړې په اور کې سوځیږي، خو د ملي وحدت حکومت افغانستان لا زیات د جګړې، وحشت او وژنو لور ته یووړ. په پټو سترګو یې له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته هغوی ته خوندي مرکزونه ورکړل، خو زموږ کلي، بانډې، ښارونه، جوماتونه، روغتونونه، ښوونځي، سړګونه او نور عامه ځایونه یې د وحشت او وژنو په ډګر بدل کړل. اوس هره ورځ وحشت دی، هېڅوک نشته چې ځواب ووايي. ارګ یوازې پوچې او بې مانا غندنې کوي، خلک ژاړي، وير کوي او د خپلو اولادونو او خپلوانو په سوځېدلو او ټوټه شوو بدنونو خاورې اړوي. ارګ یا له عطا محمد نور سره په چنو بوخت دی او یا هم د تدارکانو کمېټې په غونډو کې. هېڅوک نشته چې ځواب ووايي، د مسوولیت احساس وکړي او د دغو وحشتونو د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي. له امریکا خو څوک د پوښتنې نشته چې زموږ هېواد یې د ګټو په اور کې سوځي. امریکا زموږ د خلکو وینې او غوښې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو پر مېز ږدي او خپلې ګټې پرې خوندي کوي.
دلته امریکا ده، خو ۲۲ ترهګرې ډلې هم دي، د ملي یووالي د حکومت عذاب هم دی. موږ هره ورځ وژل کېږو، لا زیات د وحشت او وژنو لور ته روان یو. هره ورځ د خپلو وروڼو، خویندو، میندو، پلرونو، زامنو او لوڼو جنازي وړو. پر یو ماشوم مو لا خاورې نه وي اړولې چې د بل ټوټې ټوټې جسد پروت وي. د یوه ورور فاتحه مو لا نه وي اخیستې چې د بل ورور جنازه راته پرته وي. یو څوک باید د دې حالت په تړاو ځواب ووايي. افغانان باید نور سره یو شي. امریکا او ۲۲ ترهګرو ملګرو ډلو ته یې باید روښانه ځواب ورکړل شي. له دې خاورې باید نور امریکا، ترهګر او د دوی له خوا را وړل شوي پراشوټي مشران ټول و ایستل شي. دا هېواد باید بېرته له امریکایانو، ترهګرو او جاسوسانو پر پاکه خاوره بدل شي. همدا یوازینۍ لاره ده او افغانان د همدې لپاره باید یو بل ته لاس ورکړي او نور دا وحشت ختم کړي. له دې پرته به زموږ ویر، غم، درد او ژړا تلپاتې وي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.