په کابل کې خونړي بريدونه او ګونګ هدفونه

10 سلواغه 1396

په کابل کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته اوس دا پوښتنې را پیدا شوې دي چې د دغو بریدونو اصلي لاملونه څه دي؟ تر کله به دا وحشت وي؟ له چا باید پوښتنه وشي؟ له وسله والو مخالفینو سره له دې وروسته څه کول پکار دي؟ حکومت به څه کوي او بالاخره امریکایان په دغو وحشتونو کې چېرته دي؟
لومړی خو د امنیتي ادارو د کمزورۍ خبره کېږي. له شک پرته د وروستیو خونړیو بریدونو یو لامل په امنیتي ادارو کې ستونزې دي. د ملي یووالي حکومت د هر څه په وېشلو کې امنیتي ادارې هم ووېشلې. کمزوري، بې تجربې او نامسلکي کسان یې په مهمو امنیتي څوکیو وګومارل، چې له امله یې نا امنۍ زیاتې شوې او په ډېرو ځایونو کې داسې خلاوې رامنځ ته شوې چې وسله وال ترې ګټه اخلي. دا مهم لامل دی، خو ښکاري چې تر دې لامل زیات نور لاملونه د وروستیو خونړیو بریدونو تر شا دي. د امریکا په نوې تګلاره کې په افغانستان کې پر جګړه او جګړه ییز حل ټینګار شوی دی. له همدې امله په افغانستان کې د امریکا هوايي بریدونه زیات شوي. وسله وال هم غبرګون ښيي چې تر ډېره پکې ملکي وګړو ته زیان اوړي. کله چې خبره د جګړې او پر جګړه د ټینګار وي، نو په طبیعي ډول وژنې او وحشت زیاتېږي.
حکومتي چارواکي د نا امنیو لامل پر پاکستان د امریکا له خوا زیاتېدونکی فشار ګڼي. امریکا پر پاکستان له دې امله فشار راوړي چې په افغانستان کې د ترهګرو ملاتړ کوي. امریکا په ظاهره د فشار لامل همدا ګڼي. اوس نو تمه ده چې له دې فشار سره پاکستان په افغانستان کې د وسله والو له ملاتړه لاس واخلي، یا لږ تر لږه خپل ملاتړ راکم کړي، خو کیسه سرچپه ده. د پاکستان له ښکاره ملاتړه برخمن وسله وال خونړي بریدونه کوي، خلک وژني او تر پخوا لا زیات وحشت کوي. اوس نو د امریکا فشار څه ګټه وکړه!؟
له بده مرغه د بریدونو او جګړې پر اصلي لاملونو کم تمرکز کوو. ښکاره ده چې امریکا لا هم په افغانستان کې جنګ غواړي. له همدې امله یې تګلاره جګړه ییزه ده. تر هغو چې د افغانستان په کلو او بانډو کې په وسله والو پسې وسله ګرځول کېږي او دلته جګړه وي، یوازې جګړه اوږدېږي او هېڅکله به امن را نه شي. که خبره رښتیا د وسله والو د ماتولو وي، نو پکار ده چې پر اصلي مرکزونو یې تمرکز وشي. امریکا که رښتیا غواړي وسله وال ختم شي، نو پر اصلي مرکزونو دې یې بریدونه وکړي. پر پاکستان دې د ټویټ او خبرو له لارې نه، بلکې عملي فشار راولي. د پاکستان پر پوځ او استخباراتو دې بندیزونه ولګوي او په لوړه کچه باید پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه تر فشار لاندې راشي. له دې پرته یوازې ټویټ یا د خبرو فشار او یا هم د څو ډالرو بندول، پاکستان له دغه شرارته نه شي را ګرځولی. زموږ حکومت ته هم پکار ده چې له امریکا سره په دې اړه واضح او روښانه خبرې وکړي. که امریکا پر پاکستان عملي فشار نه راوړي، نو بیا له افغانستان سره ستراتیژیکه دوستي، امنیتي تړون او نورې نږدې اړیکې دروغجنې کیسې دي او پکار ده چې ختمې شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.