پر جګړه ټینګار، خو مخالفین به څه وخت ماتېږي؟

11 سلواغه 1396

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې نور له طالبانو سره خبرې نه کوي او هغوی د جګړې له لارې ځپي. ټرمپ ویلي چې طالبان لا هم جګړه کوي او بې ګناه افغانان وژني. له همدې امله اوس له هغوی سره د سولې خبرې نه کوي او ښايي یو وخت د سولې خبرې وشي. په کابل کې چارواکو له ځنډ پرته د تل په شان د ټرمپ د خبرو هرکلی کړی او دوی هم ویلي چې طالبان به ماتوي او یوازې له هغو طالبانو سره خبرې کوي چې وسله پر ځمکه ږدي او تسلیمېږي؛ خو د دې خبرو او بدلون مانا څه ده؟
د دې خبرو مانا روښانه ده، په افغانستان کې د سولې لپاره ټولې دروازې وتړل شوې او پر جګړه ټینګار کېږي. جګړه وحشت او وژنې دي، لا زیات افغانان به وژل کېږي، کلي به نړېږي، په ښارونو کې به چاودنې وي او تر پخوا زیات به افغانان له وحشت او دهشت سره مخ وي. له دې سره اوس دا پوښتنه جدي مطرح کېږي چې دا وحشت به تر کله دوام کوي. کله چې ټرمپ او په کابل کې چارواکي وايي چې له طالبانو سره به جګړه کوي او هغوی به ماتوي، نو دا جګړه به څومره دوام کوي، افغانان به نوره څومره قرباني ورکوي، د جګړې جغرافیه به کومه وي، ملکي مرګ ژوبله به څنګه وي او څه وخت به طالبان ماتېږي؟
که امریکا او افغان حکومت دغو پوښتنو ته هغسې ځوابونه ولري چې افغانان یې غواړي، نو بیا کېدای شي چې جګړې ته د حل په سترګه وکتل شي او ښايي افغانان یې ومني، خو که دغو پوښتنو ته ځواب نه وي او یا ځواب د افغانانو د غوښتنې خلاف وي، نو بیا پر جګړه ټینګار د افغانانو د غوښتنې خلاف دی. تر ګردو لومړی دې امریکا او افغان حکومت واضح کړي چې طالبان په څومره وخت کې ماتوي. که د طالبانو د ماتولو لپاره شپږ میاشتې، یو کال، دوه کاله، درې کاله او یا تر دې لږ زیات وخت پکار وي، ښه ده چې دا خبره واضح شي. که خبره دا وي چې پر جګړه ټینګار کېږي او د طالبانو د ماتې وخت معلوم نه وي، دا نو بیا داسې جګړه ده چې نه یې افغانان غواړي او نه یې ملاتړ کوي. له همدې امله امریکا او افغان حکومت باید واضح کړي چې طالبان په څومره وخت کې ماتوي.
دویم بحث دا دی چې د جګړې جغرافیه به کومه وي او د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لاره شته که نه. د افغانستان په کلو او بانډو کې جګړه نه یوازې دا چې د وسله والو د ماتې لاره نه ده، بلکې ملکي وګړي پکې وژل کېږي. دا چاره د طالبانو د ماتې پر ځای له هغوی سره مرسته کوي چې په کلو او بانډو کې لا زیات ملاتړي او جنګیالي پیدا کړي. که امریکا د وسله والو مخالفینو د ماتولو لپاره د هغوی پر اصلي مرکزونو بریدونه کوي او پر ملاتړو یې رښتیني عملي فشارونه راوړي، بیا نو افغانان دا جګړه زغمي. د وسله والو مخالفینو پر ملاتړو له فشار پرته او دغه راز د هغوی پر اصلي مرکزونو له بریدونو پرته د افغانستان په کلو او بانډو کې جګړه نه د طالبانو د ماتې لامل کېدای شي او نه هم افغانان د دغه ډول جګړې ملاتړ کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.