له پاکستاني چارواکو سره خبرې څه ګټه لري؟

15 سلواغه 1396

پاکستاني پلاوي پرون له افغان حکومت سره خبرې وکړې. دواړو اړخونو د ګډو همکاریو ژمنې کړې دي، خو دواړه لوري متفاوتې او متضادي ادعاوې او څرګندونې هم کوي. افغان حکومت تر دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو حضور منلی او اوس له دې انکار نه کوي چې له خاورې یې د افغانستان پر ضد کار اخیستل کېږي. افغان لوري دغه راز ویلي چې پاکستان ورسره ژمنه کړې چې د ترهګرو پر ضد به ګام پورته کوي. د پاکستاني اړخ خبرې بیا بل ډول دي. پاکستاني چارواکي او ویندویان وايي چې له افغان حکومت سره یې د هغو ترهګرو موضوع مطرح کړې چې په پاکستان کې جګړه کوي او له دوی یې غوښتي چې پر ضد یې ګام واخلي. دغه راز پاکستاني لوري دا ادعا هم کړې چې پر ډیورنډ کرښه یې د څار او کنټرول د ډېرولو په اړه هم له افغان حکومت سره خبرې کړې دي. د دواړو لورو په خبرو کې ګډې عمومي، خو متفاوتې او متضادي ځانګړې ادعاوې شته چې پراخ اختلاف او ټکر ښيي.
اوس پوښتنه دا ده چې له پاکستان سره د خبرو اړتیا څه ده او دا خبرې به کومه مثبته پایله ولري؟
د پاکستان دریځ لا هم پخوانی دی او هېڅ ډول بدلون پکې نه ښکاري. لا هم په خپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي ځایونه ورکوي، روزنه او تجهیز یې کوي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره رالېږي. له ترهګرو د پاکستان په ملاتړ کې نه یوازې کموالی نه دی راغلی، بلکې لا زیات شوی دی. ځینې کسان پر پاکستان له همدې امله د امریکا د فشارونو خبره کوي، خو ښکاري چې دغو فشارونو لا کومه ګټه نه ده کړې او پاکستان لا هم د افغانستان پر وړاندې ترهګر او ترهګري کاروي. له افغان لوري سره هم داسې نوي څه نشته چې پاکستان قانع کړي او یا یې دریځ بدل کړي. اوس نو له پاکستان سره د خبرو اړتیا څه ده!؟ کله چې د پاکستان دریځ روښانه دی، بدلون پکې نه لیدل کېږي او افغان لوری هم کوم نوي څه نه لري چې پاکستان له خپل دریځه واړوي، نو بیا د خبرو اړتیا نشته. له پاکستان سره خبرې بې ګټې دي او یوازې وخت ضایع کېږي.
خبره دا هم نه ده چې یوازې وخت ضایع کېږي، بلکې پاکستان له دغو خبرو ګټه اخلي. لومړی؛ پاکستان روښانه وايي چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي، چې دا حقیقت نه لري. دغه راز پاکستان په دې خبرو سره هڅه کوي چې ځان له نړیوالو فشارونو خلاص کړي او یا فشارونه را کم کړي. اوس افغان حکومت له دغو خبرو هېڅ لاس ته نه راوړي، بلکې وخت ضایع کوي او پاکستان ته فرصتونه په لاس ورکوي چې په خپله ګټه یې وکاروي.
له پاکستان سره زموږ د خبرو اړتیا نشته، پاکستاني چارواکو ته د دوی په خاوره کې د ترهګرو د مرکزونو ورښودل هم خندوونکې ده، ځکه هغوی خپله مرکزونه ورته جوړ کړي، نو تر موږ ښه ورته معلوم دي. پاکستان ته دا ثابتول هم سم نه دي چې د دوی خاوره زموږ پر ضد کارېږي او یا هلته زموږ پر ضد بریدونه پلانېږي. پاکستان او ان اوس ټوله نړۍ پر دې پوهېږي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، تجهیزات ورته برابروي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره را لېږي. له همدې امله دا خبرې بې ګټې دي. پکار ده چې له امریکا سره روښانه، پرېکنده او جدي خبرې وشي چې پر پاکستان عملي فشار راوړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.