حکومت ناکام، خو مشران یې کامیاب دي!

16 سلواغه 1396

د حکومت اجرایوي رییس منلې چې حکومت یې په کړو ژمنو کې پاتې راغلی دی. نوموړي پرون ویلي چې لوړپوړي چارواکي قانون ته درناوی نه کوي او حکومت نه شي کولی خپل والي له دندې لرې کړي چې دا د شرم خبره ده. هغه ویلي چې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي او د دغه وضعیت دوام به خلک د دولت پر وړاندې درېدو ته اړ کړي. هغه له خلکو مننه کړې چې له دومره ستونزو سره سره سره د حکومت ملاتړ کوي. ډاکټر عبدالله د ستونزو اساسي لامل د ملي یووالي حکومت د هوکړه لیک نه عملي کېدل ګڼلي او ولسمشر ته په اشارې یې ویلي چې د واک انحصار به حالات نور هم خراب کړي.
پوښتنه دا ده چې رښتیا د هوکړه لیک نه عملي کېدل د ستونزو لامل دی او رښتیا د افغانستان ستونزه دا ده چې د ملي یووالي د حکومت هوکړه لیک نه دی عملي شوی؟
عبدالله رښتیا وايي، چارواکو نه یوازې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي، بلکې حالات یې لا زیات خراب کړي دي. د حکومت ناکاره امنیتي تګلاره او په امنیتي برخو کې د ناسمو کسانو ګومارنې امنیتي حالات لا زیات خراب کړي دي. له ولسمشره نیولې، بیا تر اجرایوي رییس او نورو چارواکو پورې ټولو ته اساسي قانون او نور قوانین هېڅ ارزښت نه لري. کله یې چې قوانین له ګټو او غوښتنو سره په ټکر کې راځي، تر پښو لاندې یې کوي او خپل کار کوي. دا هم سمه ده چې خلک له دې حکومت څخه په تکلیف دي. خلک اوس د ملي يووالي حکومت ته د عذاب په سترګه ګوري چې د دوی امنیت، اقتصاد، حکومتولي او هر څه یې ور خراب کړل. په حکومت کې له یو څو کسانو پرته نور ټول چارواکي د دې ناکامۍ لاملین دي. ارګ، اجرایوي ریاست او دغه راز په دوی پورې تړلي چارواکي په قانون او ښو کارونو کې نه، بلکې په ناقانونۍ، فساد، درغلۍ او ناسمو کارونو کې یو له بل سره سیالي کوي. دوی افغانستان له هره اړخه ناسم لور ته روان کړی دی او خلک هيله لري چې ژر به له دغه عذابه خلاص شي.
خو دا چې ډاکټر عبدالله وايي؛ د دې ستونزو لامل د ملي یووالي حکومت د هوکړه لیک نه عملي کېدل دي، دا ناسمه ده. د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک د ستونزو اصلي سرچینه ده. ځکه دغه هوکړه لیک د اساسي قانون خلاف دی او پر اساس یې واک په ناسم ډول وېشل شوی، څوکۍ د وړتیا نه، بلکې د ونډو پراساس وېشل شوې دي. ارګ له خپلو غلو او اجرایوي ریاست له خپلو غلو ملاتړ کوي. که ارګ په کوم ځای کې په ناقانونه ډول یو څوک وګوماري، د اجرایوي ریاست له خوا هم باید دا کار وشي. همداسې که اجرایوي ریاست ناسم کار کوي، ارګ یې باید پسې تکرار کړي. په دې ډول د ملي یووالي د حکومت هوکړه، ګډونوال، د هغو پر اساس جوړ شوی اجرائیه ریاست، د هغه کارونه، د ولسمشر د واکونو وېشل او ټول هغه کارونه چې د ملي یووالي حکومت یې کوي، لامل یې همدا ناقانونه او چټله هوکړه ده.
په دې ډول چارواکي باید پر ناقانونۍ د ټینګار پر ځای د قانونیت خبره وکړي. د ملي یووالي د حکومت د جوړولو له امله له خلکو بښنه وغواړي او هر څومره ژر د قانون پر اساس د ټاکنو له لارې واک بل قانوني حکومت ته پرېږدي چې خلک له دغه عذابه خلاص شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.