که روسان د طالبانو ملاتړ کوي، افغان حکومت څه کوي؟

17 سلواغه 1396

د افغانستان د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې روسیې او ایران له طالبانو سره په دې پلمه چې له داعش سره جنګېږي تړاوونه جوړ کړي او مرسته ورکوي. معصوم ستانکزي ویلي: "هغه پایلې چې موږ ترلاسه کړې دا دي چې روسیې او ایران له طالبانو سره نورې اړیکې غځولې دي، ورسره مرسته کوي، خو دا مرسته تر هغې کچې نه ده چې دلته یې په تړاو تبلیغات کېږي." معصوم ستانکزي دغه راز ادعا کړې چې افغانستان او بیا د افغانستان شمال ته د بهرنیانو رسول هم د طالبانو کار دی.
اوس پوښتنه دا ده چې که روسیه او ایران له طالبانو سره مرسته کوي، نو زموږ حکومت څه کوي؟
روسیه او ایران شک لري چې په افغانستان کې داعش د امریکا پروژه ده او غواړي سیمې ته ترې سرخوږی پیدا کړي. په ظاهره له همدې امله د طالبانو ملاتړ کوي او غواړي له دې لارې د داعش مخه ونیسي. موږ دلته پر ایران ډېر بحث نه کوو، ځکه ایران له داعش وړاندې هم د نورو موخو لپاره له وسله والو طالبانو سره مرستې کولې، دلته پر روسیه تم کېږو. روسیې په ښکاره ویلي چې په افغانستان کې داعش د امریکا پروژه ده او غواړي منځنۍ اسیا ته ستونزه پیدا کړي. روسانو ادعا کړې چې ناپېژاندې الوتکې داعش وسله وال انتقالوي. روسي چارواکو ویلي چې د افغانستان فضا د امریکا په لاس کې ده، له همدې امله داعش د امریکا پروژه ده. ځینو کسانو او روسي رسنیو څو افغان چارواکي هم د داعش پر ملاتړ تورن کړي، چې دې چارې موضوع لا پېچلې کړې ده. روسان وايي په دې تړاو یې له امریکا او افغان حکومت څخه وضاحت غوښتی، چې تر اوسه نه دی ورکړل شوی. همدغو ټولو ستونزو د دې زمینه برابره کړې چې روسان له طالبانو ملاتړ وکړي.
له طالبانو د روسیې د ملاتړ موضوع ساده خبره نه ده، بلکې جدي ده او افغانستان تر دې ناوړه حالت ته وړي. اوس چې معصوم ستانکزی او په ټوله کې افغان حکومت د روسیې ادعاوې او اندېښنې ناسمې ګڼي، نو پکار ده چې په دې تړاو د رسنیو له لارې نه، بلکې له روسیې سره مخامخ خبرې وشي. د روسانو پوښتنو او شکونو ته باید ځواب ورکړل شي. حکومت باید د روسیې ټولې هغه ادعاوې واوري چې په دې تړاو یې لري او قناعت بښونکی ځواب ورته ووايي. دغه راز حکومت باید د روسیې د ادعاوو په اړه د اسنادو او شواهدو غوښتنه وکړي. د دغو اسنادو او شواهدو له ارزولو وروسته باید د روسیې قناعت حاصل شي. البته دا چاره هغه وخت کېدای شي چې داعش رښتیا د امریکا پروژه نه وي او حکومت په دې تړاو جدي وي. اوس چې روسان تور لګوي او زموږ حکومت او امریکايي چارواکي یې په رسنیو کې ځواب وايي، دلته شکونه او اندېښنې لا زیاتېږي.
زموږ چارواکو ته پکار ده چې دا مسئله جدي وګڼي. که داعش د امریکا پروژه وي، په شدت یې باید مخه ونیول شي او که نه وي، لکه چارواکي چې ادعا کوي، نو باید له روسانو سره مخامخ خبرې وشي او قناعت یې حاصل شي. له دې پرته له طالبانو د روسانو ملاتړ د افغانستان ستونزه لا پېچلې کوي او حکومت باید له دې مسئلې سره سرسري چلند ونه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.