له جمعیت سره تر ناکامو خبرو وروسته

23 سلواغه 1396

جمعیت اسلامي وايي چې له ارګ سره یې خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي. ویل شوي چې ارګ د جمعیت اسلامي غوښتنې نه دي منلي، خو ځینې کسان بیا وايي چې ارګ د جمعیت ډېری غوښتنې منلي دي، یوازې څو غوښتنې یې نه دي منلې چې له امله یې دا خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي. اوس پوښتنه دا ده چې له عطا محمد نور سره لانجه کوم لوري ته ځي او تر کله به هغه د بلخ خپلسری والي وي؟
که څه هم دواړه لوري په سوله ییز ډول د حکومت او عطا محمد نور د لانجې پر حل ټینګار کوي، خو داسې ښکاري چې سوله ییز حل پایله نه درلوده. لومړی خو ارګ په ناسنجول شوي ډول عطا محمد نور د بلخ له ولایته ګوښه کړ، خو په تېرو نږدې دوو میاشتو کې یې خپله پرېکړه عملي نه شوه کړای. عطا محمد نور په ښکاره د حکومت پر وړاندې درېدلی، اشرف غني د ولسمشر په توګه نه پېژني او ځان د بلخ والي ګڼي. داسې ښکاري چې ارګ ته د بهرنیانو له خوا ویل شوي وو چې عطا محمد نور ګوښه کړي، خو په همدې وخت کې بهرنیانو عطا محمد نور ته هم د مقاومت ویلي وو او په دې ډول بهرنیانو په ځانګړي ډول امریکایانو د دواړو اړخونو پټ او ښکاره ملاتړ کړی دی. که مسئلې ته ژوره کتنه وشي، ښکاري چې د لانجې د دوام اصلي لامل همدا دی او بهرنیان د دې لانجې په دوام کې خپلې ګټې ویني.
حکومت قانوني صلاحیت لري چې عطا محمد نور له دندې ګوښه کړي، په کور یې کېنوي او پر ځای یې بل څوک وټاکي. حکومت د خپلې پرېکړې د عملي کولو لپاره هېڅ ډول خبرو ته اړتیا نه لري، دا د حکومت پرېکړه ده او که یې څوک پر وړاندې مقاومت کوي باید د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو په واسطه یې پر ضد ګام پورته شي او ان د تمرد په تور تر عدلي تعقیب لاندې راشي. له یوه قانوني او اصلي حکومت څخه د همداسې عمل تمه وي. ستونزه دا ده چې زموږ حکومت له قانوني اړخه خپله زخمي دی او بیا چې مشري یې د معامله ګرو او داسې کسانو په لاس کې وي چې خپله قانون ته احترام ونه لري، ستونزه لا زیاتېږي. همدغو مجبوریتونو ته په کتو سره باید له جمعیت سره خبرې شوې وای او ارګ همدا کار وکړ، خو اوس چې خبرې ناکامې شوې دي او د جمعیت غوښتنې د حکومت او افغانستان په خیر نه وې، نو پکار ده چې بېرته لومړي حل ته ور وګرځي. ارګ له بلخ سره هم داسې مصروف دی لکه له پاکستان سره چې مصروف دی. جالبه دا ده چې په یوه ورځ له بلخ او پاکستان سره د خبرو د ناکامۍ خبرونه هم راغلل. دا حالت رښتیا هم نور د زغم وړ نه دی. ارګ باید د عطا محمد نور پر وړاندې عملي اقدام وکړي. حکومت په دې برخه کې شرمېدلی، په ولس کې یې حیثیت ته زیان اوښتی او ورځ تر بلې نور هم اوړي. له همدې امله په دې چاره کې باید نور نه مصلحت وشي او نه د بهرنیانو خبره واورېدل شي. د عطا محمد نور پر ضد باید ګام پورته شي، په عملي ډول باید له واکه ګوښه شي او پر ځای یې نوی والي دنده پیل کړي. که خبره د مقاومت او درېدلو تر بریده ورسېږي، نو پکار ده چې حکومت لا پرېکنده ګامونه واخلي او قانون عملي کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.