د پاکستان پر وړاندې نوې تګلارې، ستونزې او مجبوریتونه

24 سلواغه 1396

د ملي یووالي حکومت له دې اعلان وروسته چې له پاکستان سره خبرې بې پایلې شوې، اوس خلک پوښتنه کوي چې د پاکستان پر وړاندې به نوې تګلاره څه وي؟ که څه هم حکومت ویلي چې پر نوې تګلاره به کار کوي او دا تګلاره به اعلانوي، خو په دې تګلاره کې د اساسي بدلون شونتیا شته؟
پخواني ولسمشر ۲۱ ځله پاکستان ته سفرونه وکړل، څو دا هېواد قانع کړي چې په افغانستان کې د جګړې پر ځای له سولې او ثبات سره مرسته وکړي، خو پایله منفي وه. نه یوازې حامد کرزي، بلکې د ده د حکومت نورو چارواکو هم ګڼي هڅې او سفرونه وکړل، خو پاکستان په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړ. دغه راز درې اړخیزې، څلور اړخیزې او نورې غونډې هم وشوې، خو ټولې بې پایلې وې. د ملي یووالي حکومت مشرانو هم هڅه وکړه چې پاکستان قانع کړي او په افغانستان کې یې له سولې او ثبات سره مرستې ته تیار کړي، خو دا هڅې هم بې پایلې وې. د ملي یووالي حکومت خو ان ډیپلوماتیک اصول تر پښو لاندې کړل، ولسمشر د پاکستان د پوځ مشر ته ورغی او له پاکستان سره یې پټ تړونونه هم وکړل، خو یوه یې هم ګټه ونه کړه. له روښانه تجربو سره سره چارواکي بیا هم پاکستان ته ولاړل، بیا یې هم ورسره اسناد شریک کړل او بیا یې هم په پلانونو ورسره هوکړې وکړې، خو پایله بیا هم منفي وه.
داسې ښکاري چې افغانستان په دغو ناکامو خبرو محکوم دی او باید همدا ناکامې خبرې تکرار کړي. امریکا لا هم پر افغان حکومت فشار راوړي او له پاکستان سره یې خبرو ته اړ باسي. په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالوين چې له کابله امریکا ته ستون شوی، د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي چې پاکستان ته هیله شته او امریکا په سیمه کې د ثبات لپاره لا هم پاکستان ته اړتیا لري. نوموړي دغه راز ویلي چې په کابل کې یې چارواکو ته ویلي چې باید له پاکستان سره خبرې وکړي او اړیکې ښې کړي. د نوموړي له خبرو ښکاري چې افغانستان د امریکا تر فشار لاندې دی چې له پاکستان سره خبرې وکړي. که څه هم د دې خبرو پایله روښانه ده، خو بیا هم امریکا افغانستان اړ باسي چې دا ناکامې خبرې تکرار کړي.
اوس ښکاري چې افغان حکومت له پاکستان سره په چلند کې د نورو ستونزو تر څنګ د امریکا تر فشار لاندې هم دی، نو ځکه د یوې خپلواکې او کارنده نوې تګلارې شونتیا نه ښکاري. له پاکستان سره د افغان حکومت چلند به د کورنیو ستونزو، مجبوریتونو او د امریکا د فشار په سیوري کې وي، چې ستونزه نه حل کوي. تر هغو چې له پاکستان سره چلند د افغانستان د خلکو د ارادې پر اساس نه وي، ستونزه به دوام کوي. افغانستان ته پکار ده چې په دې تړاو له امریکا سره هم روښانه خبرې وکړي او نور د امریکا هرې غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وايي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.