په کابل کې جنايي جرمونه، اندېښنې او د چارواکو مسوولیت

25 سلواغه 1396

کابل ښاریان د نا امنیو تر څنګ جنايي جرمونو هم اندېښمن کړي دي. په دې وروستیو کې د جنايي جرمونو پېښې زیاتې لېدل کېږي. د ښار په بېلابېلو برخو کې په رڼا ورځ خلک وژل کېږي او یا هم نورې جنايي پېښې کېږي. یوازې د کابل په پنځمه حوزه کې په یوه اونۍ کې لسګونه جنايي پېښې شوې دي، خلک وژل شوي، دوکانونه لوټل شوي او نور جرمونه شوي دي. په کابل ښار کې له ماښام وروسته عادي خلکو ته هم په ګرځېدو کې ستونزه وي. وسله وال غله په لارو او کوڅو کې ولاړ وي، له خلکو پیسې، موبایلونه او نور وسایل اخلي. دغو چارو خلک اندېښمن کړي دي.
ځانمرګي او نورې نا امنۍ یوه لویه ستونزه ده چې خلک یې وېرولي، خو ورسره سم جنايي پېښې هم زیاتې شوې دي. په کابل ښار کې جنايي جرمونه او په تړاو یې د خلکو اندېښنې له دې سره یو ځای زیاتېږي چې چارواکو په کورنیو چارو وزارت کې د پراخو اصلاحاتو ادعاوې کړې دي. داسې ښکاري چې لا هم دغو اصلاحاتو کومه مثبته پایله نه ده ورکړې او مثبت بدلون نشته. څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزیر منلې وه چې ځینې پولیس په ناقانونه کارونو کې ښکېل دي. خلک هم وايي چې د ځینو پولیسو او نورو امنیتي چارواکو له همکارۍ پرته ناشونې ده چې جنايي جرمونه دومره ډېر شي. خلک ادعا کوي چې په ځینو سیمو کې غله له پولیس چارواکو سره تړلي دي، چې نه یوازې د جرمونو مخه یې نه نیسي، بلکې زمینه ورته برابروي او د ستونزو په وخت کې ورسره مرسته کوي.
که څه هم کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د پولیس چارواکو په ګومارنه کې سیاسي مداخله نه مني، خو لا هم پولیس چارواکي د سیاسي مداخلې په سیوري کې ټاکل کېږي. په ځینو سیمو کې له پولیسو سره یو ځاي د زورواکو موازي جوړښتونه هم شته چې دې چارې له نا امنۍ او ناقانونۍ سره مرسته کړې ده. په ځینو سیمو کې زورواکي ګن وسله وال لري، خلک د لانجو پر مهال او د ستونزو د حل لپاره د پولیسو پر ځای دغو زورواکو ته مراجعه کوي. که خلک د ستونزو پر مهال د دوی پر ځای پولیسو ته ولاړ شي، نو بیا ورته ستونزې جوړوي. په ځینو سیمو کې پولیس او د پولیسو ماموریتونه د دغو زورواکو په خدمت کې دي، نو چې څنګه یې وغواړي هغسې ترې استفاده کوي.
په ځانمرګو او نورو بریدونو کې خو د ای اېس ای او نورو دښمنانو لاس دی او په همدې پلمه چارواکي خپله ناکامي پټوي، په جنايي جرمونو کې خو د استخباراتو لاس نشته، نو څنګه ورځ تر بلې زیاتېږي او مخه یې نه نیول کېږي!؟ د کورنیو چارو وزارت چارواکي باید په دې تړاو ځواب ووايي. یو داسې ميکانېزم باید جوړ شي چې پولیس چارواکي د جرمونو په تړاو ځواب ویلو ته اړ باسي. په هغو سیمو کې چې جنايي جرمونه پکې کېږي، باید پولیس چارواکي یې وپوښتل شي او د غفلت یا په جرم کې د شراکت پر مهال باید ورته درنه سزا ورکړل شي. اوس که جرم کېږي، پولیس له پېښې وروسته د تحقیقاتو خبره کوي چې دا چاره نه له امنیت سره مرسته کوي او نه هم دا د خلکو غوښتنو او اندېښنو ته سم ځواب دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.