د اوربند له اعلان وړاندې د جګړو او وحشت څپه

22 غبرګولی 1397

نن د افغان دولت له لوري د سولې اته ورځنی اوربند اعلانېږي. که څه هم د طالبانو له خوا اوربند درې ورځنی دی او ټاکل شوې چې د اختر په لومړۍ ورځ پیل شي، خو خلک تمه لرې چې د نیک نیت د ښودلو لپاره باید ښکېل لوري له وړاندې تاوتریخوالی را کم کړي. له بده مرغه د اوربند له پیل وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی، خونړي بریدونه شوي او ډېره مرګ ژوبله لري. د دغو بریدونو هدف څه دی او ولې تاوتریخوالی زیات شوی دی؟
د اوربند له پیل وړاندې په ګڼو ولایتونو کې جګړه روانه وه، پراخه مرګ ژوبله یې لرله او دغه راز ځینې بریدونه وشول. د دغو بریدونو تر شا څو لاملونه کېدلی شي. لومړی خو روښانه ده چې د جګړې دواړو لورو ته داسې کسان شته چې پر اوربند او سوله خوښ نه دي او غواړي جګړه دوام وکړي. دوی چې ځینې یې د خپلو شخصي او ځینې یې د خپلو بادارانو د ګټو لپاره د جګړې دوام غواړي، لاس تر زنې نه دي ناست او هڅه کوي چې داسې کارونه وکړي، څو دواړه لوري او په ټوله کې خلک پر اوربند بې باوره کړي او د خلکو هیلې کمې کړي. په کابل او ننګرهار کې د پرونیو بریدونو پړه وسله والو طالبانو نه ده منلې او په واضحو ټکو یې ویلي چې دوی په دغو بریدونو کې لاس نه لري. نو چې طالبان په دغو بریدونو کې لاس نه لري، نو ښکاره ده چې درېیم اړخ غواړي وحشت وکړي او اوربند له ستونزو سره مخ کړي. نور لوري به وي، خو داعش په ښکاره د دغه اوربند برخه نه ده او غواړي له دې فضا په استفادې سره داسې بریدونه وکړي چې فضا خرابه کړي او د خلکو پام دوی ته ور واوړي. له همدې امله داعش او د هغوی ملاتړ له دې موقع استفاده کوي او غواړي داعش د یو پیاوړي ځواک او جدي خطر په توګه مطرح کړي. دوی غواړي وښيي چې که طالبان سوله هم وکړي، نو د افغانستان ستونزه نه حل کېږي، بلکې دلته داعش او نور اړخونه هم شته چې جګړه به غځوي. دوی په دې ډول له طالبانو سره اوربند او په ټوله کې د سولې خبرې بې ارزښته او یا هم کم ارزښته کوي. داسې ښکاري چې د وروستیو بریدونو تر شا هم همدا لامل دی او د همدې لپاره له اوربند وړاندې د وحشت او وژنو یوه څپه را پورته شوې ده.
داعش او ملاتړي به یې خپل کار کوي، خو دا زموږ افغانانو لپاره یو ښکاره پیغام لري او هغه دا چې داعش د پردیو د لاس اله او پروژه ده چې زموږ خوښي نه شي زغملی. دا چاره او پیغام باید موږ دې ته وهڅوي چې خپلمنځي جوړجاړی زیات کړو. د افغان دولت او طالبانو تر منځ باید اوربند اوږد شي، د سولې خبرې باید پیل شي او بالاخره دا خبرې باید پایله ورکړي، ځکه چې موږ واحد او خطرناک دښمن لرو. که موږ یو بل ته لاس ورکړو، اوربند وغځوو، د سولې خبرې پیل کړو او بالاخره سوله وکړو، نو بیا په اسانۍ د داعش او نورو مخربینو مخه نیولی شو. دغه راز که موږ سره یو شو او سوله وکړو، نو بهرني ځواکونه هم له خپل هېواده اېستلی شو. له همدې امله باید اوربند وغځیږي او سوله وشي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.