د سولې لپاره پر چا فشار پکار دی؟

04 چنګاښ 1397

 د اوربند په تړاو د طالبانو له دریځ وروسته دوی له نړیوال او ولسي فشار سره مخ کېږي. د سولې لپاره د ځینو غوښتنو ډول هم داسې دی چې حکومت له وړاندې منلي، خو طالبان لا هم پر خپل دریځ ولاړ دي او نه غواړي چې له حکومت سره خبرې وکړې. له همدې امله ځینې کسان هڅه کوي چې پر طالبانو فشار زیات کړي، خو داسې نه ښکاري چې پر طالبانو دا فشار به ګټه وکړي، نو ځکه دا پوښتنه مهمه ده چې پر چا باید فشار راشي، څو په افغانستان کې جګړه بنده شي؟
کله چې په کابل کې له هلمنده را پیل شوي د سولې ولسي خوځښت غوښتنو ته ولسمشر مثبت ځواب ورکړ، نو هغوی طالبانو ته مخ واړاوه، خو طالبانو یې غوښتنه رد کړه او پر خپل پخواني دریځ یې ټینګار وکړ. کله چې طالبانو خپل دریځ تکرار کړ، نو ښکاره شوه چې د سولې لپاره پر طالبانو دغه ډول فشار او له هغوی د اوربند د دوام او سولې غوښتنې ګټه ونه کړه، نو ځکه باید مسیر بدل شوی وای. اوس دوی په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر مخ ته اړولي او غواړي نړۍ ته د سولې په تړاو غږ ورسوي. له شک پرته دا یو ښه ګام دی او نړۍ وال باید درک کړي چې دوی په افغان جګړه کې مسوول دي. په ځانګړي ډول د لوېدیځو هېوادونو ولسونه باید پوه شي چې د افغانستان خلک له هغې جګړې ستړي دي، چې د دوی حکومتونو پیل کړې او لا یې هم پکې ښکېل دي.
د افغان جګړې د ختمولو لپاره د فشار تر ګردو اساسي او کارنده ځای امریکايي اړخ دی. پر امریکا فشار د سولې په برخه کې کلیدي رول لوبوي. امریکا له دوو اړخونو په دې چاره کې مهم اړخ لوبولی شي. لومړی دا چې خپله مخامخ له طالبانو سره کېني او د سولې خبرې وکړي. همدا د طالبانو غوښتنه ده او په دې سره ستونزه حل کېدای شي. که دا چاره نه وي، دویمه لاره دا ده چې امریکا پر پاکستان واقعي فشار راوړي چې طالبان له افغان حکومت سره سولې ته حاضر کړي. اوس نه امریکا خپله له طالبانو سره مخامخ خبرو ته حاضریږي او نه هم پر پاکستان داسې فشار راوړي چې طالبان له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي. له همدې امله نه جګړه دریږي او نه هم د سولې لپاره هڅې او فشارونه کار ورکوي. که موږ په رښتیا غواړو چې افغانستان ته سوله او امن را وګرځي، نو د نورو کارونو تر څنګ باید پر امریکا فشار راوړو. دا فشار باید لوی او جدي وي او امریکا باید مجبوره شي چې د افغانستان د سولې لپاره کارنده لارې وکاروي.
تر اوسه پورې د سولې لپاره فشارونه تر ډېره بریالی نه وو؛ که څه هم دا تجربې وې، خو باید تکرار نه شي. پر طالبانو، حکومت او نورو اړخونو د فشار تر څنګ باید د جګړې پر اصلي لوري فشار راشي. که امریکا رښتیا وغواړي دا جګړه له طالبانو سره د مخامخ خبرو له لارې هم ختمولی شي او پر پاکستان د واقعي فشار له لارې هم سولې ته لاره هوارولی شي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.