د طالبانو اعلامیه، ناسم قضاوت او ناهیلي

05 چنګاښ 1397

طالبانو د سولې لپاره د پیل شوو خوځښتونو او پرلتونو په اړه یوه تونده اعلامیه خپره کړې ده. په اعلامیه کې ویل شوي چې پیل شوي پرلتونه د سولې غوښتنې لپاره نه دي، بلکې دا هڅې د امریکا او حکومت له خوا ددې لپاره دي چې د دوی په وینا د اشغال دوام ته لاره هواره کړي او وسله وال طالبان له جګړې را وګرځوي. طالبانو د سولې لپاره پیل شوي خوځښتونه امریکايي دسیسې ګڼلي دي چې د دوی په وینا پخوانۍ بڼه یې بدله شوې ده. طالبانو په اعلامیه کې زیاته کړې چې ځیني استخباراتي کسانو ته هم د قومي مشرانو نوم ورکول کېږي چې د افغانستان روانه جګړه خپلمنځي او ورور وژنه وګڼي.
لومړی خو طالبان د تل په شان تېروتنه کوي. دوی ټول هغه کسان چې له دوی سره نه دي، باطل او د امریکا ملګري ګڼي، چې دا ستره تېروتنه ده. د سولې لپاره په پیل شوو هڅو کې له شک پرته امریکايي او حکومتي پروژې شته، خو د سولې د ټولو ولسي هڅو په اړه دغه ډول قضاوت لکه دوی چې کړی، ناسم، له واقعیتونو لرې او ړوند کار دی. څنګه چې د سولې لپاره په پیل شوو خوځښتونو کې امریکايي او حکومتي کړۍ شته، همداسې پکې پاک، سپېڅلي او رښتیني افغانان هم شته چې په واقعي معنا غواړي پیل شوی جنګ ودرېږي، افغانستان له امریکايي ځواکونو پاک شي او په افغانستان کې د امریکا، پاکستان او بل هر پردي څخه خپلواک اسلامي دولت جوړ شي. له همدې امله د طالبانو له تفکیک پرته ټاپې ناسم کار دی او دا ډول تورونه به دوی په ولس کې نور هم منزوي کړي.
د طالبانو دا خبره هم حیرانوونکې ده چې دوی، هغو کسانو ته هم امریکايي پلوه یا د امریکايي دسیسې کسان وايي چې روانه جګړه خپلمنځي او ورور وژنه ګڼي. که څوک سترګې لري، عقل لري، خپلواک وي، مسلمان وي او له خدایه وېره لري، په اسانۍ درک کوي چې دا جکړه افغانوژنه او مسلمانوژنه ده. په روانه جګړه کې او بیا په دې وروستیو کلونو کې هر کال لسګونه زره افغانان وژل کېږي، خو د امریکايي ځواکونو مرګ ژوبله د ګوتو په شمېر وي. نو دا افغانوژنه نه ده، څه ده!؟ که طالبان دا خبره کوي چې دولتي ځواکونه د امریکا په ګټه جنګېږي او د دوی وژل هم سم دي، نو دا بیا هم تېروتنه ده. دا سمه ده چې دولتي ځواکونو ته امریکایان پیسې ورکوي، ګټ مټ لکه طالبانو ته یې چې د پاکستان پوځ او ای اېس ای ورکوي. واقعیت دا دی چې دوی دواړه په یوه پردۍ جګړه کې را ګېر دي. موږ یې دلته پر مجبوریت بحث نه کوو، خو د دواړو مجبوریت معلوم دی. د اختر اوربند وښوده چې دواړو لورو ته جنګیالي څومره په ناسمه او غطله جګړه کې دي، دوی سره وروڼه دي، ژوره دښمني نه لري او یوازې په یوه پردۍ جګړه کې را ګېر شوي دي.
له امریکايي ځواکونو او اشغال څخه پاک افغانستان د هر افغان غوښتنه ده. ددې لپاره هر افغان قربانۍ ته حاضر دی، خو دا په دې معنا نه ده چې هر څوک باید طالب وي او طالبان هم باید دا فکر ونه کړي چې هر څوک چې له دوی سره نه دی، هغه د امریکا مزدور دی. له همدې امله پکار ده چې د ولسي خوځښتونو او سوله غوښتونکو په اړه دومره ناسم قضاوت ونه شي او پکار ده چې له امریکايي پروژو سره یې تفکیک وشي. ولسي هڅې به زیاتېږي، د امریکايي دسیسو مخه به نیول کېږي او افغانستان به له امریکايي، پاکستاني او بل هر پردي او د دوی له لاسپوڅو پاکېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.