د طالبانو له یو مخیز انکار وروسته څه کوو؟

06 چنګاښ 1397

وسله والو طالبانو بیا بیا له حکومت سره خبرې رد کړې دي او په دې وروستیو کې د سولې لپاره پیل شوي خوځښتونه او پرلتونه یې هم له تفکیک پرته ټول امریکايي دسیسه ګڼلې ده. اوس پوښتنه دا ده چې د طالبانو له دې دریځ وروسته څه کول پکار دي او له هغوی به د سولې غوښتنه څنګه پر مخ ځي؟
د سولې غوښتنې د ټولو حرکتونو په اړه د طالبانو د دریځ ناسموالی ثابت دی، خو له دې سره سره دا ددې معنا نه لري چې یوازې پر طالبانو فشار کولی شي په افغانستان کې د سولې او ثبات سبب شي. له شک پرته چې د سولې لپاره پر طالبانو باید فشار وي، خو د سولې لپاره پر نورو اړخونو او په ځانګړي ډول امریکايي لوري فشار مهم او کلیدي رول لوبولی شي. د سولې لپاره ولسي خوځښتونو ته هیله شته او دغو خوځښتونو خلک هیله من کړې هم دي. اوس باید دا خوځښتونه رښتیا هم له هغو هڅو او کړیو لاره بېله کړي چې امریکايي پروژې پر مخ وړي. له شک پرته ولسي خوځښتونه امریکايي پروژې نه دي، نو طالبان هم باید په دې تړاو پر خپل دریځ له سره کتنه وکړي. دغه خوځښتونه هم باید په عمل کې ثابته کړي چې دوی یوازې پر طالبانو نه، بلکې په ټولو لورو، په ځانګړي ډول پر بهرنیانو او امریکایانو فشار راوړي، څو سولې ته لاره هواره کړي. ولسي حرکتونه دې د اوس لپاره د طالبانو له وروستي دریځ څخه وېره نه کوي، بلکې خپلې هڅې دې لا زیاتې کړي. کله چې دا حرکتونه د جګړې پر امریکايي لوري فشار راوړي، د هغوی د وتلو د مهالوېش د اعلان غوښتنه کوي او په دې برخه کې ولسي زور او فشار کاروي، نو بیا به طالبان اړ شي چې دوی هم د دغو خوځښتونو غوښتنو ته غاړه کېږدي.
د جګړې پر خلاف او د سولې د راوستلو لپاره ولسي حرکتونه باید په هېڅ ډول ونه درول شي. حکومت دې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره په ولسي حرکتونو کې لاسوهنه بنده کړي او پرې دې ږدي چې ولس په خپله پرېکړې وکړي او د جګړې د ختمولو لپاره ګامونه واخلي. د سولې ولسي حرکتونه دې هم د جګړې له افغاني لورو سره د ځان مواجه کولو پر ځای له هغوی سره د تفاهم ژبه خپله کړي، حوصله دې وکړي او بیا بیا دې ورته مراجعه وکړي. دغه حرکتونه بيا پر بهرنیانو باید فشار راوړي، د هغوی د سفارتونو مخ ته کښېني او په جګړه کې د ښکېلو حکومتونو ولسونو ته دې خپل غږ ورسوي. دغه راز بیا بیا دې د یو منظم پلان او مهالوېش له مخې د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره وکړي. دوی دې د شپنیو عملیاتو، چاپو او بمباریو د درېدو غوښتنه وکړي. دغه راز دې د ځانمرګو او ډله ییزو بریدونو د مخنیوي غوښتنه وکړي. د سولې ولسي حرکتونه باید همداسې سوچه ولسي و اوسي، د کوم لوري په ګټه دې کار ونه کړي او په واقعي معنا دې د جګړې د ختمولو لپاره کار او هلې ځلې وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.