له اوربند وروسته، څه کول پکار دي؟

10 چنګاښ 1397

د حکومت له اړخه هم اعلان شوی اوربند پرون ختم شو او په دې سره به حکومتي او امریکايي ځواکونه پر وسله والو طالبانو بیا بریدونه پیلوي. د یو اړخیز اوربند پر مهال هم د طالبانو بریدونه روان وو، چې ګڼو امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله واړوله. حکومتي ځواکونه هم طالبانو ته لاس تر زنې ناست نه وو، بلکې په ځوابي بریدونو کې هم ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته. اوس چې د حکومت یو اړخیز اوربند ته طالبانو مثبت ځواب ونه وایه او د حکومت له اړخه هم اوربند ختم شو، نو خلک لا زیات ناهیلي شوي. که څه هم حکومت وايي چې دوی اوربند ته چمتو دي، خو طالبان اوربند ردوي او پر جګړه ټینګار کوي. اوس پوښتنه دا ده چې که طالبان د حکومت او خلکو غوښتنه نه مني، اوربند او سوله نه کوي، نو د حکومت بل ګام به څه وي؟
ولسمشر غني پرون دوه مسایل یاد کړل، لومړی دا چې له دې وروسته طالبان له ولس او دیني عالمانو سره مخ دي او بل دا چې د سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع هم رامنځ ته شوې ده. ښايي ولسمشر په دې ډول غوښتل خلکو ته هیله ورکړي، خو په دواړو چارو کې ستونزه شته. لومړی دا چې دا ولس ټول له جګړې ستړی دی او له شک پرته ولس د هغه چا خلاف دی چې جګړه غځوي، خو له بده مرغه ولس یرغمل شوی او دواړه غاړې یې هسې غږ نه اوري چې اړتیا یې لیدل کېږي. همداسې دیني عالمان هم څوک حکومتي لوري ته تمایل لري او څوک طالبانو ته، خو هغوی چې د جګړې ضد دي، له بده مرغه غږ یې څوک نه اوري. اوس که بې وسلې ولس د جګړې له هر لوري سره مخ شي، نو بیا هم زیان یوازې ولس ته اوړي.
له بله اړخه د ولسمشر دا خبره چې د سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع شته، تر ډېره سمه نه ښکاري. دا سمه ده چې د نړۍ او سیمې ډېر هېوادونه په افغانستان کې سوله غواړي، خو لا هم د جګړې اصلي نړیوال او سیمه ییز اړخونه پر جګړه ټینګار کوي. د امریکا تګلاره لا هم په افغانستان کې جګړه ییزه ده او د سیاسي حل په برخه کې کوم بدلون نه ښکاري. دغه راز زموږ دوه شریر ګاونډیان لا هم غواړي د افغانانو د وژنو او وینو له لارې خپلو اهدافو ته ځان ورسوي. له همدې امله دا ادعا سمه نه ده چې د سولې په تړاو نړیواله او سیمه ییزه اجماع شته.
په کور د ننه د سولې لپاره خوځښتونه بې ساري دي او خلک به لا زیاته قرباني ورکړي چې خپل هېواد ته سوله را وګرځوي، خو حکومت باید په بهرنۍ تګلاره کې ځینې متفاوت ګامونه واخلي. لومړی خو باید حکومت خلکو ته په دې اړه ځواب ووايي چې له پاکستان سره یې څه لوبه روانه ده، د دې لوبې پایله څه ده او پاکستان به څه وخت په عملي ډول له سولې او ثبات سره مرسته کوي؟ دغه راز حکومت پر پاکستان د فشارونو خبره کوله، دا فشارونه څه شول، پایله یې څه شوه او ولې یې په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته ونه شوی کړلی؟ له بله اړخه د امریکا تګلاره لا هم افغانستان ته ستونزې زیږوي، جګړه اوږدوي او د سولې لپاره خنډونه رامنځ ته کوي. که افغان لوری په دې تړاو له امریکا سره روښانه خبرې ونه کړي، د سولې څرک نشته او موږ یوازې په خپلو سترګو کې خاورې شیندو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.