د ولسمشر ویناوو ته وخاندو که وژاړو؟

11 چنګاښ 1397

ولسمشر پرون ننګرهار ته تللی و او هلته یې له چارواکو او ځینو هغو کسانو سره وليدل چې سیمه ییزو چارواکو غوښتل. هغه ننګرهار ته په سفر کې خلکو ته یوه وینا وکړه چې پکې هوايي، تشې، بې معنا، دردوونکې او خندوونکې خبرې وې. سړی حیران شي چې د یوه هېواد ولسمشر ولې باید دا ډول خبرې وکړي او د دغو خبرو اړتیا څه ده!؟
زه دلته پر دې بحث نه کوم چې له بده مرغه ولسمشر لا هم خپله مورنۍ ژبه سمه نه شي ویلی، خو لږ تر لږه داسې خبرې خو باید ونه کړي چې د خلکو د ځورونې او ناسم فکر د ورکولو سبب شي. ولسمشر ننګرهار ته تللی و، ننګرهار د نورې جګړې تر څنګ له داعشي وحشت سره مخ دی. داعشي پروژه پکې روانه ده، سپین ږيري پر بمونو الوځول شوي، ماشومان پکې په برچو وهل شوي، د نړۍ د بمونو مور پکې استعمال شوې او هر ډول وحشت پکې تجربه شوی دی. پر ننګرهار درد دی، له زخمونو یې وینې بهیږي او هر غړی یې ژور درد، غم او عذاب احساسوي. داسې ولایت ته د ولسمشر ورتګ باید ډېر بامفهومه او معنادار وي. هلته خلک له ولسمشره کار غواړي، نه دا چې یو پرانیستل شوی تعمیر بیا پرانیزي. هلته خلک غواړي د داعش له عذابه خلاص شي، له غلو، زورواکو او مفسدو چارواکو خلاص شي. خو ولسمشر ددې پر ځای چې د خلکو درد کم کړي، له عذابه یې خلاص کړي او ستونزې یې حل کړي، وايي «زما نیا د ننګرهار وه». نو چې ستا نیا د ننګرهار وه، دا څه درد دوا کوي!؟ دا نو څه پیغام دی چې ته یې د ننګرهار زخمي او دردېدلو ولسونو ته لرې!؟
تر دې بده یې لا دا چې د ولسمشر په ځینو خبرو کې بد پیغام دی. هغه خلکو ته وايي: «که تورې ښیښې موټر مو ولید، ښیښې یې ور ماتې کړئ». ولسمشره! لومړی خو تورې او زرې ښیښې خلک نه شي ماتولی او په ډبرو هم نه ماتېږي. دویم دا چې دا د خلکو مسوولیت نه دی، بلکې ستا د حکومت، چارواکو، پولیسو او نورو اړوندو برخو مسوولیت دی. ته په دې پیغام سره له یوه اړخه پر خلکو ملنډې وهې او له بله اړخه خلک له زورواکو او غلو سره مخ کوې. که خبره داسې نه وي، ولې دې خپلو چارواکو ته نه وايې چې د تورو ښېښو موټرونو مخه ونیسي؟
ولسمشر پرون یوه بله ناسمه خبره هم وکړه. هغه وویل: «د لغمانیانو هسې نوم تللی، ننګرهاریان په سیاست کې دوکتورا لري». لومړی خو ته په دې خبرې سره غواړې څه ووايې!؟ ننګرهاریان په سیاست کې دوکتورا لري، یعنې څه!؟ خلک له تا نه غواړي چې ته یې سویه معلومه کړې او ورته ووايې چې په سیاست کې ماسټري لري که دوکتورا، خلک له تا غواړي چې د داعش له وحشت، ستا له فاسدو چارواکو او غلو یې خلاص کړې. له بله اړخه نوموړی په دې خبرې سره لغمانیانو ته یو نېش ورکوي. ددې خبرو اړتیا څه ده!؟ ددې خبرو معنا څه ده!؟ ولې باید داسې خبرې وشي!؟
ولسمشره! ستا په خبرو کې هېڅ نشته، یوازې تشې بې معنا او حتی ناسمې خبرې کوې. ته هم پر ځان ملنډې وهې او هم پر خلکو. له دې بې مفهومه خبرو را وګرځه، کار وکړه، خلک له درد او عذاب نه خلاص کړه، ننګرهار له داعشي وحشت، مفسدو چارواکو او غلو سره مخ دی. له دې حالته خلاصون، نه ستا «د نیا ننګرهاریتوب» ته اړتیا لري او نه هم ستا له خوا ننګرهاریانو ته په سیاست کې د دوکتورا ورکړې ته. ستا له څو چاپلوسو او سیاسي خیاطانو پرته نور ولس ستا له دې خبرو ستړی دی، له درده ورته خاندي او له درده ورته ژاړي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.