ټاکنې، شوي کارونه او ستونزې

12 چنګاښ 1397

د ولسي جرګې ټاکنو ته کم وخت پاتې دی. د نوملیکنې بهیر بشپړېدونکی دی او د کاندیدانو لومړنی نوملړ اعلان شوی دی. د ټاکنو کمېسیون له خوا د چارو د سمون ډاډ ورکول کېږي، خو رښتیا هم ټاکنو ته شوي کارونه سم دي او پوره تیاری شته؟
که څه هم له زماني اړخه د ټاکنیزو چارو لپاره اعلان شوی مهالوېش تر ډېره سم پلی شوی، خو د شوو کارونو د څرنګوالي په تړاو جدي پوښتنې او اندېښنې شته. تر ګردو لومړنۍ لانجه چې یادیږي، د جعلي تذکرو او پرې د سټېکرونو وهل دي. لویه څارنوالي وايي چې په دې تړاو یې څو کسان نیولي، خو له ولایتونو را رسېدلي معلومات بیا ښيي چې په پراخه کچه جعلي تذکرې وېشل شوې او سټېکرونه پرې وهل شوي دي. ویل کېږي چې په هر ولایت کې لسګونه زره جعلي تذکرې وېشل شوې او سټېکرونه پرې وهل شوي دي. دغه راز ویل کېږي چې په ځینو ټاکنیزو مرکزونو کې یو کس دوه- درې سوه تذکرې راوړي او د کمېسیون مامورین ورته پرې سټېکرونه وهي. که کیسه همداسې وي، د ټاکنو په ورځ به هم یو کس راځي او دوه- درې سوه رایې به کاروي. په دې برخه کې جعل او ستونزې دومره ډېرې دي چې د کمېسیون په ګډون هېڅوک ترې انکار نه شي کولی. اوس چې سلګونه زره او حتی تر دې زیاتې جعلي تذکرې وېشل شوې وي او سټېکرونه پرې وهل شوي، نو بیا موږ څنګه د رڼو او عادلانه ټاکنو تمه ولرو!؟ د دې تر څنګ په کمېسیون کې د ننه له تخنیکي اړخه هم ستونزې شته چې لا نه دي حل شوي. په کمېسیون کې د مدیریت ستونزه لا هم راتلونکې ټاکنې ګواښي. کمېسیون تر اوسه هم د دارالانشاء مشر نه لري او کارونه یې ګډوډ دي. ګڼې نورې ستونزې هم شته چې په کمېسیون کې د ننه کسان ترې ښه خبر دي.
د کمېسیون له ستونز ور هاخوا امنیت لا هم د ټاکنو پر وړاندې جدي خنډ دی. په امنیتي برخه کې نه یوازې دا چې پرمختګ نه دی شوی، بلکې نوې ستونزې هم پیدا شوې دي. د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې خو له جدي ګواښ سره مخ دي. په ځینو ولسوالیو پوره طالبان واکمن دي، په ځینو کې یې دومره نفوذ دی چې ټاکنې پکې نه کېږي او په ځینو کې بیا ستونزې را پیدا کولی شي. له همدې امله ټاکنې له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دي. که څه هم دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د امنيت ډاډ ورکوي او وايي چې عملیات به وکړي، خو ټول پوهېږي چې په امنیتي چارو کې د ښه والي کوم څرک نشته. دا وېره شته چې امنیت به نور هم خراب شي. نو په داسې ترینګلو حالاتو کې به ټاکنې څه ډول وي؟ څومره خلک به په واقعي معنا پکې برخه اخلي؟ څومره به جعلي تذکرې کاریږي او څومره به یو کس د لسګونو او سلګونو رایو ورکولو حق ولري!؟
له بده مرغه د راتلونکو ټاکنو لپاره نه د کمېسیون له اړخه پوره تیاری شته او نه هم د حکومت له خوا د امنیت په چاره کې کوم مثبت ګام اخیستل شوی دی. دغو چارو ته په پام سره راتلونکې ټاکنې له جدي ګواښونو، پراخو درغلیو او ځنډ سره مخ دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.