د قیصاري نیول، هدف او سیاسي رنګ

13 چنګاښ 1397

چارواکي وايي په فاریاب کې یې د سیمه ییزو دولت پلوو خپلسرو وسله والو یو قوماندان نظام الدین قیصاري نیولی دی. چارواکي وايي چې ښاغلی قیصاري تورن دی او عدلي او قضايي ارګانونه به یې په اړه پرېکړه کوي. دا ګام له هغه وروسته اخیستل کېږي چې نوموړي وړمه ورځ په یوه غونډه کې د امنیتي ځواکونو سیمه ییز مشران او منسوبین خاینان وبلل، د وژلو ګواښ یې وکړ او ویې ویل: " ټول وژنم، دولتي تأسیساتو ته اور اچوم او په میمنه کې حکومتي نظام ړنګوم ...". دغه راز ویل شوي چې په فراه او اروزګان کې هم د سیمه ییزو خپلسرو دولت پلوو وسله والو مشران نیول شوي دي.
د قیصاري نیونې سیاسي رنګ خپل کړی او جنرال دوستم د خپل دغه ملګري پر نیولو غوسه شوی او ویلي یې دي چې دا چاره به په فاریاب کې حالت خراب کړي. ځینو نورو سیاسیونو هم پر دې نیونه اندېښنه ښودلې او دې چارې ته یې سیاسي رنګ ورکړی دی. د دې نیونو تر شا څه دي او اصلي هدف څه دی؟
د یو مسوول او قانوني حکومت دنده ده چې تورن عدلي او قضايي مرکزونو ته حاضر کړي او هلته به یې په اړه پرېکړه کېږي. دا چې قیصاري په ښکاره د قانون ضد ګام اخیستی او امنیتي ځواکونو او حکومت ته یې ګواښ کړی، نو پکار ده چې ځواب ووايي. له همدې امله که دې ګام ته له سیاسي اړخ څخه نه کتل کېږي او یوازې د عدالت د تأمین او د قانون د واکمنۍ بحث وي، نو پر ځای کار دی او پکار ده چې ملاتړ یې وشي. هغوی چې هڅه کوي دا ډول مسایل سیاسي کړي، باید مخه یې ونیول شي او دا ډول چارې باید سیاسي، قومي او نور رنګونه خپل نه کړي. که څه هم حکومت دا کار په ظاهره د عدالت د تأمین او د قانون د واکمنۍ په موخه کړی، خو له شک پرته چې ځیني نور لاملونه هم شته. لومړی خو دا هڅه به کېږي چې په شمال کې د دوستم پلویان کمزوري کړل شي او هلته دولتي واکمني ټینګه شي. اوس دا د حکومت حق او مسوولیت هم دی چې د خپلې واکمنۍ د ټینګښت لپاره هڅه وکړي، سیمه ییز زورواکي څنګ ته کړي او قانون پلی کړي.
که دا چاره په ارزوګان او فراه کې له ورته پېښو سره وتړل شي، بیا بل رنګ هم پیدا کوي. حکومت له څه مودې راهیسې پر سیمه ییز پوځ کار کوي. سیمه ییز پوځ د سیمه ییزو پولیسو په شان د سیمې له خلکو جوړیږي چې هلته به د دولت په ګټه د وسله والو مخالفینو پر ضد جګړه کوي. که څه هم سیمه ییز پولیس یوه ناکامه تجربه وه او نا امنۍ یې زیاتې کړې، خو حکومت په یو څه توپیر بیا دا چاره تکراروي. اوس داسې ښکاري چې دا وروستۍ نیونې هم ددې لپاره دي چې هلته سیمه ییز پولیس، پاڅونوال او ناقانونه وسله وال چې د دولت په ګټه هم جګړه کوي، څنګ ته شي او سیمه ییز پوځ ته لاره هواره شي.
له سیاسي موخو ور هاخوا د سیمه ییزو زورواکو او خپلسرو وسله والو پر ضد ګام اخیستل یو ښه کار دی او پکار ده چې ملاتړ یې وشي، خو حکومت باید واضح کړي چې له دې ګامونو وروسته به څه کوي؟

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.