د قیصاري نیونې ته غبرګونونه

17 چنګاښ 1397

د نظام الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې پرون پنځمه ورځ هم په څو شمالي ولایتونو کې لاریونونه وو او د اقینې د بندر په ګډون مهمې لویې لارې بندې وې. لاریون کوونکي وايي چې قیصاري بې ګناه دی، حکومت ورسره ظلم کوي او باید له ځنډ پرته پرېښودل شي. حکومتي چارواکي بیا ټینګار کوي چې پر قیصاري جدي تورونه دي او پکار ده چې هغه عدلي او قضايي ارګانونو ته ځواب ووايي. لاریونوال د حکومت کار سیاسي ګڼي، خو ډېری کسان بیا لاریونوال په ناقانونه غوښتنه تورنوي.
په افغانستان کې یوه ستونزه دا ده چې لا هم زموږ پر سیاست او ژوند قومي رنګ غالب دی. په هر قوم کې ځینې کسان د خپل غله، خاین، غاصب او ظالم ملاتړ کوي. له همدې امله ظالم خلاصې تڼۍ ګرځي او څوک یې پر ضد ګام نه شي اخیستلی. موږ ته لا هم د خپل قوم ظالم، خاین، غاصب او غل بې ګناه ښکاري، خو د بل قوم غل، غاصب او خاین بیا راته بد ښکاري. له همدې امله دلته غله غاصبین او خاینین پړسیږي او دوی له قانون څخه یو ډول معافیت پیدا کړی دی. اوس د نظام الدین قیصاري د نیول کېدو غبرګونونه هم همداسې دي. پر قیصاري جدي تورونه دي، امنیتي ځواکونو او حکومت ته د ګواښ په اړه یې ویډیو شته، نو حکومت حق لري چې هغه ونیسي او محاکمه یې کړي. اوس څوک ددې حق نه لري چې د عدالت د تامین پر وړاندې خنډ شي، خو که څوک د عدالت پر تامین شک لري، د لاریون، اعتراض او غږ پورته کولو حق لري. قانون د لاریون، اعتراض او غږ پورته کولو لارې چارې هم ښودلې دي. اوس دا چې لویې لارې بند شي، دولتي تاسیسات زیانمن شي، دولتي موټرونه وسوځول شي او عامو خلکو ته زیانونه واړول شي، دا د عدالت غوښتنې غږ نه دی، بلکې دا هم جرم او د قانون خلاف عمل دی چې باید ونه شي. که د نظام الدین قیصاري پلویان د عدالت غوښتنه وکړي، دا ښه ګام دی، خو که دوی له محاکمې پرته د هغه د خوشې کولو او د زور د کارولو خبره کوي، نو دا بیا سمه نه ده او دوی هم د قانون پر وړاندې ولاړ دي.
هو؛ دا سمه ده چې قانون باید پر ټولو یو ډول پلی شي. که نظام الدین قیصاري نیول شوی، په ارزګان او فراه کې هم د همداسې کسانو د نیولو خبر ورکړ شوی دی. پکار ده چې په نورو ولایتونو کې هم د نامسوله وسله والو، زورواکو او داسې سرکښو کسانو پر ضد ګام واخیستل شي. دوی باید یو- یو محاکمه شي او د خپلو اعمالو سزا وویني. ټولو افغانانو ته پکار ده چې ددې کار ملاتړ وکړي. دوی باید د خپل قوم ظالم، خاین، غاصب او زورواکي څنګ ته کړي، له عدلي ارګانونو سره یې په محاکمه کې مرسته وکړي او په دې چاره کې د دولت ملا وتړي. همدا په افغانستان کې د عدالت د تامین او د خلکو د حقونو د خوندي کولو غوره لاره ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.