د ولسي جرګې ټاکنې به بیا ځنډیږي؟

18 چنګاښ 1397

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر ټاکل شوي وخت د ټاکنو خبره کوي، خو د ټاکنو لپاره له روانو هڅو او په دې برخه کې له شته ستونزو ښکاري چې ټاکنې به وځنډیږي.
کومې ستونزې او لاملونه دي چې پر اساس یې د ولسي جرګې د ټاکنو د ځنډ ادعا کېدلی شي؟
لومړی دا چې د ټاکنو کمېسیون کارونه د مهالوېش پر اساس مخ ته نه ځي. د ټاکنو کمېسیون ونه توانېد چې د نوماندانو لومړنی لېست پر خپل وخت اعلان کړي. نه یوازې دا چې په دې برخه کې ځنډ وشو، بلکې ستونزې هم پکې وې. دا یوازینۍ ستونزه نه ده، د ټاکنو کمېسیون مدیریتي ستونزې هم لري. لا هم کمېسیون د دارالانشاء رییس نه لري. په کمېسیون کې چارې سمې پر مخ نه ځي. دوی ونه توانېدل چې د رایې ورکوونکو د نوملیکنې په پروسه کې د لویو درغلیو مخه ونیسي. دا پروسه که څه هم تړل شوې، خو لا هم خلک له نوملیکنې پاتې دي. له بله اړخه کمېسیون له مالي ستونزو سره مخ دی. ویل کېږي چې د ټاکنو لپاره د بودجې په اړه تشویشونه شته. که څه هم ژمنې شوې دي، خو ژمنې ډېرې د باور وړ نه دي. په ځینو سیمو کې د نوملیکنې مامورینو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي او لامل یې هم د بودجې کمښت ګڼل شوی دی. په ټاکنو کمېسیون کې ګڼې نورې ستونزې هم شته او ښکاري چې ټاکنې به وځنډیږي.
بله ستره ستونزه د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې ده. د دغه کمېسیون ولایتي غړي لا هم نه دي تکمیل شوي. په دې چاره کې د ارګ او شکایتونو کمېسیون ترمنځ اختلاف دی. ارګ د ولایتي دفترونو هغه غړي نه مني چې کمېسیون معرفي کړي دي. ارګ وايي د کمېسیون له خوا په ور لېږل شوي لېست کې ستونزې دي او دا ستونزې باید حل شي. داسې نه ښکاري چې دا ستونزې به ژر حل شي، ځکه یوه اوږده پروسه غواړي. کله چې د شکایتونو د کمېسیون ولایتي دفترونه فعال نه وي او هغوی د نوملیکنې، کاندیدانو، ټاکنیزو مبارزو او په ټوله کې د پروسې په اړه شکایتونه ثبت نه کړي او بیا یې ونه ارزوي، نو ټاکنې به څنګه کېږي!؟ د شکایتونو کمېسیون له کار پرته ټاکنې معنا نه لري. اوس چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي غړي تکمیل شوي نه دي او په دې چاره کې جدي ستونزه ده، نو څنګه شونې ده چې ټاکنې به پر خپل وخت وشي؟ دا او دې ته ورته ګڼ نور تخنیکي او سیاسي دلایل شته چې ښيي، د ولسي جرګې ټاکنې به ځنډیږي. اوس خو دا خبره هم کېږي چې په شمال کې نوې را پیدا شوې ستونزې به هم د ټاکنو له ځنډ سره مرسته وکړي.
د ټاکنو د ځڼد اصلي لامل سیاسي دی او پر ټاکل شوي وخت د ټاکنو لپاره اراده نشته، نو ځکه تخنیکي ستونزې به را پیدا کېږي، چې پر اساس یې ټاکنې وځنډول شي. معلومه نه ده چې دا ځنډ به څومره وي او پر دویمه ټاکل شوې نېټه به هم ټاکنې وشي او که نه. څه چې روښانه دي، هغه دا دي چې حکومت پر ټاکل شوې نېټه ټاکنې نه کوي او دغه راز د رڼو او عادلانه ټاکنو اراده هم نه لري. له همدې امله یو ولسي فشار ته اړتیا ده چې حکومت اړ کړي، څو ټاکنې پر ټاکل شوې نېټه او له اساسي قانون سره سمې وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.