په سعودي کې غونډه، اغېزمنتیا او مبالغه

19 چنګاښ 1397

نن په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه جوړیږي. په دې غونډه کې د افغانستان په ګډون د ۳۶ هېوادونو دیني عالمان برخه اخلي او په افغانستان کې پر روانه جګړه او سوله خبرې کوي. د مکې حرم شریف د امام شیخ عبدالرحمن السدیس په حواله رسنیو ویلي چې په جګړه ځپلي افغانستان کې باید د روانو خونړیو جګړو لړۍ نوره ختمه شي او دیني علما د دغه جګړې د پای لپاره حللارو پسې ګرځي. د ده په وینا سعودي عربستان د دغه کنفرانس په جوړولو سره غواړي ثابته کړي چې د افغانستان له سولې سره مرستې ته تیار دی او په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او افراطیت باید ختم شي.
له اندونیزیا او کابل وروسته دا درېیمه لویه غونډه ده چې د افغانستان د سولې او جګړې په تړاو پکې دیني عالمان بحث کوي. له اوسه ښکاري چې سعودي عربستان د افغان حکومت غوښتنه منلې او په دې غونډه کې به د جګړې د ختمولو او سولې لپاره غږ کېږي. دغه راز دا غونډه به له حکومت سره د خبرو لپاره پر طالبانو غږ کوي او له نورو هېوادونو به هم غواړي چې په دې چاره کې مرسته وکړي. اوس پوښتنه دا ده چې دا ډول غونډه څومره د افغانستان له سولې او ثبات سره مرسته کوي؟
سعودي عرب په اسلامي نړۍ کې مهم رول لري. له یوه اړخه د سعودي عربستان مرسته او له بله اړخه په سعودي او بیا په مکه مکرمه کې غونډه له شک پرته چې اغېز لري. دا ډول غونډه به که څه هم مخامخ ددې سبب نه شي چې جګړه ودریږي، خو د جګړې د دینې اړخ په کمزوري کولو کې به مرسته وکړي. دغه راز دا چاره په عامه ذهنیت کې د وسله والو مخالفینو دریځ کمزوری کوي او ښايي له همدې امله طالبانو په دغه غونډه کې ګډون رد کړی وي.
ځینې کسان له دې غونډې لویه تمه لري. دوی فکر کوي چې سعودي عربستان پر طالبانو هغه ډول نفوذ لري چې له ۲۰۰۱ کال وړاندې یې درلود. له شک پرته اوس هغه نفوذ نشته. کله چې طالبانو په قطر کې سیاسي دفتر پرانست، بیا د قطر او سعودي ترمنځ اړیکې خرابې شوې او بیا وروسته طالبان ایران ته نږدې شول، د سعودي او طالبانو اړیکې خړې پړې شوې او اوس هم دا اړیکې په ساړه حالت کې دي. له همدې امله له دې غونډې ډېره تمه کول بې ځایه ښکاري.
دا غونډې به ګټوره وي، خو پکار ده چې د جګړې د ختم او سولې لپاره له اوسنیو متفاوت او کارنده ګامونه واخیستل شي. له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې، د بهرنیو ځواکونو وتل، پر پاکستان واقعي فشار او ځینې نور داسې ګامونه شته چې موږ یې د سولې په چاره کې د کارنده ګامونو په توګه یادولی شو. د سولې لپاره د وسله والو د جګړې د دیني مشروعیت ننګول به پر هغوی فشار وي، خو ښايي دا فشار منفي پایلې هم ولري او هغوی به فکر وکړي چې لا هم د جوړجاړي پر ځای د فشار لاره کارول کېږي. له همدې امله پکار ده چې پر اصلي او کارنده لارو ټینګار وشي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.