په سعودي کې له جګړې ضد غږ وروسته بل ګام به څه وي؟

20 چنګاښ 1397

په سعودي عرب کې د افغانستان په تړاو د غونډې په لومړۍ ورځ هغه څه ویل شوي چې افغان دولت یې تمه لرله. د افغانستان روانه جګړه فتنه ګڼل شوې، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اسلام خلاف ګڼل شوی او له طالبانو غوښتل شوي چې له افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي او جګړه ودروي. افغان لوري د غونډې له ګډونوالو غوښتي چې د دوی له منځه دې یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره وټاکل شي او دغه راز یې د سعودي عرب له پاچا غوښتي چې طالبان د خبرو لپاره حرمینو شریفینو ته ور وغواړي.
طالبانو بیا ویلي چې جګړه یې پر حقه ده او دوی د امریکايي اشغال پر ضد جګړې ته دوام ورکوي. دوی د غونډې له ګډونوالو او عالمانو غوښتي چې مخالفت یې نه، بلکې ملاتړ یې وکړي. د طالبانو دریځ په ښکاره ددې غونډې او د غونډې د پایلو رد دی. پوښتنه دا ده چې د طالبانو له دې دریځ وروسته بل ګام څه دی؟
لومړی خو دیني عالمانو ته پکار وه چې د جګړې پر ضد یې د ښکاره غږ تر څنګ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په تړاو هم خبره کړې وی او له ناټو او امریکا یې غوښتي وی چې د یو مهالوېش له مخې خپل ځواکونه وباسي. په دې سره به له دې غونډې یو داسې غږ هم راوتلی و، چې پر دوی یې باور زیاتولی شو. اوس چې طالبان انکار کوي، نو د اسلامي همکاریو سازمان او دغه را ټول شوي عالمان باید ځینې ګامونه واخلي. لومړی خو پر پاکستان باید یو ښکاره فشار راشي، ځکه د افغانستان د جګړې د جهاد ګڼلو غږ له پاکستانه پورته کېږي او دې غونډې ته هم له پاکستان څخه له وربلل شويو کسانو، یوازې یوه یې ګډون وکړ. اوس پکار ده چې دا غونډه د پاکستاني عالمانو، د هغوی د دیني مراجعو او مرکزونو په تړاو هم یوه روښانه خبره وکړي. دغه راز پاکستان باید له دې اړخه یو ښکاره فشار احساس کړي. سعودي عرب او د اسلامي همکاریو سازمان چې په دې غونډه کې یې رول لوبولی، باید پر پاکستان د فشار لپاره ځینې مهم ګامونه واخلي.
که خبره یوازې پر طالبانو د فشار وي، نو بیا غونډې کار کړی، خو که خبره په افغانستان کې د سولې او ثبات وي، نو بیا ځینې نور ګامونه هم پکار دي. د ناټو مشرانو په تازه غونډه کې بیا د افغانستان د ستونزې پر نظامي اړخ تمرکز شوی او طالبانو ته یې پیغام د سولې پر ځای پر تسلیمۍ را څرخي. که د سولې لپاره رښتینې اراده وي، نو پکار ده چې د امریکايي ځواکونو د حضور په تړاو له ناټو او امریکا یو متفاوت غږ ووځي. دغه راز د اسلامي همکاریو سازمان، د عالمانو نړیواله غونډه او یا نور اړخونه باید په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په تړاو یو واضح دریځ ولري. د افغانستان جګړه د اسلام له نظره نه توجیه کېږي، د افغان وژل روا نه دي او دا جګړه هم یوازې افغانان قرباني کوي، خو له دې سره باید دا خبره وشي چې د امریکايي ځواکونو حضور هم هېڅ ډول توجیه نه لري. له سولې او جګړې ضد غږ سره باید دا خبره یو ځای یاده شي، ځکه له امریکايي ځواکونو سره یو ځای سوله ناشونې ده او د هغوی په حضور کې د دیني عالمانو غږ هم خپل اغېز نه لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.