په ټاکنو کې حکومتي لاسوهنه، پالیسي ده که د افرادو تېروتنه؟

ولسمشر غني په ټاکنو کې د دولتي مسوولینو د نه لاسوهنې په تړاو یو فرمان صادر کړی دی. په دې فرمان کې راغلي چې د ملکي او نظامي ادارو مشران او منسوبین حق نه لري چې په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه وکړي. دغه راز ویل شوي چې امنیتي ځواکونه د ټاکنیزو مرکزونو او رایه ورکوونکو د امنیت د خوندیتوب مسوولیت لري او حق نه لري چې مرکزونو ته ننوځي او په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي. په فرمان کې ویل شوي چې هېڅوک د کوم کاندید په ګټه او یا زیان د دولتي امکاناتو د کارونې حق هم نه لري.
په ټاکنو د حکومتي مداخلې اندېښنه ولې جدي ده او دا وېرې له کومه ځایه ده؟
په افغانستان کې چې له ۲۰۰۱ کال وروسته کومې ټاکنې شوې، تل پکې پراخه دولتي لاسوهنه شوې ده. نه یوازې حکومتي چارواکو، بلکې ادارو په پټه او ښکاره د کاندیدانو ملاتړ کړی دی. تر ټولو زیاته لاسوهنه په کلیوالو سیمو کې شوې چې یا ورته امنيتي ځواکونو زمینه برابره کړې ده او یا یې هم په مستقیم ډول پکې رول درلود. د کاندیدانو په ګټه او یا پر ضد دولتي امکانات هم کارول شوي چې ډېرې بېلګې یې شته. اوس د ملي یووالي په حکومت کې هم ټاکل شوې چې د ولسي جرګې ټاکنې وشي. سر له اوسه د پراخې دولتي مداخلې اندېښنې شته. اندېښنه له دې اړخه نه ده چې حکومتي چارواکي، د امنیتي ځواکونو منسوبین او نور دولتي چارواکي او مامورین به په خپل سر په ټاکنو کې د کوم کاندید په ګټه او یا زیان مداخله وکړي، بلکې اندېښنه له دې اړخه ده چې په حکومت کې حاکم ذهنیت دا دی چې ټاکنې باید په خپله ګټه را وڅرخوي. یعنې دلته اندېښنه دا ده چې حکومت ګواکي د پراخې درغلۍ هوډ لري، غواړي خپل سیاسي مخالفین ووهي او خپل ملاتړي بریالي کړي. اوس چې ولسمشر په ټاکنو کې د نه لاسوهنې فرمان ورکوي، دا ښه کار دی، خو پکار ده چې حکومت په عمل کې ثابته کړي چې له خپله اړخه رڼو ټاکنو ته ژمن دی.
همدا اوس ویل کېږي چې ټاکنیز کمېسیونونه د ارګ تر پراخ نفوذ لاندې دي. ټولو ته څرګنده ده چې ارګ ټاکنیز کمېسیونونه د قانون خلاف له خپلې خوښې سره سم جوړ کړل او وروسته یې آن د کمېسیون په چارو کې ښکاره مداخله وکړه. د ولسمشر دویم مرستیال او د ولسمشر سلاکاران ښايي د ولسمشر په خوښه په ښکاره په ټاکنیزو کمېسیونونو او د دوی په چارو کې لاسوهنه کوي. خبره تر دې را رسېدلې چې آن په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د عادي مامورینو په ګومارلو کې هم د ارګ د مشاورینو خوښه اړینه ده. داسې نه ښکاري چې دا به د سرور دانش او یا د ولسمشر د مرستیالانو شخصي تمایل وي چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، بلکې دا یوه پلان شوې حکومتي چاره ګڼل کېږي چې د حکومت په سیاسي ارادې پورې تړلې ده. له همدې امله که ولسمشر او د ملي یووالي حکومت نور مشران په رښتیا رڼو او عادلانه ټاکنو ته ژمن وي، نو په ټاکنو کې د حکومتي چارواکو د مداخلې د مخنیوي تر څنګ دې حکومت په ټاکنو کې د لاسوهنې سیاسي اراده پرېږدي. دوی باید پرېږدي چې کمېسیونونه خپلواک او د قانون پر اساس عمل وکړي، نه په ارګ کې د چارواکو او مشاورینو په خوښه او غوښتنه. حکومتي مشران دې په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې ثابته کړي چې رڼو ټاکنو ته ژمن دي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.