مسیر ورځپاڼه

مسیر ورځپاڼه

ايراني چارواکي وايي، د اسمان هوايي شرکت د لوېدلې مساپر وړونکې الوتکې ټولې ۶۶ سپرلۍ وژل شوې دي. دغه الوتکه د تهران له هوايي ډ‌ګره د ياسوج ښار پر لور الوتې وه چې منزل ته تر رسېدو وړاندې لوېدلې او ټولې سپرلۍ يې وژل شوې دي.
د اسمان هوايي شرکت يوه وياند محمدتقی طباطبایی د ايران دولتي ټلوېزيون ته ويلي، لوېدلې الوتکې يې ۶۶ سپرلۍ درلودې چې ټول وژل شوي دي.
د طباطبايي په خبره، په الوتکه کې د ماشومانو په ګډون ۶۰ مساپر، دوه پيلوټان، دوه امنيتي ساتونکي او دوه خدمتکاران لېږدېدل.
د اسمان هوايي شرکت دغه وياند ويلي، چې الوتکې له دنا غره سره ټکر کړی او نسکوره شوې ده. دنا غر ۴۴۰ متره لوړوالی لري او لا څرګنده نه ده چې الوتکې ولې دومره ټيټه الوتنه کړې ده.
تقی طباطبايي د ايران دولتي ټلوېزيون ته ويلي، لوېدلې الوتکه کوچنۍ دوه ماشينه الوتکه وه چې په ايران کې د کورنيو الوتنو لپاره ترې کار اخيستل کېده.
هغه سيمه چې الوتکه پکې لوېدلې، د تهران د سوېل په ۶۲۰ کيلومترۍ کې سميروم ښار ته نږدې موقعيت لري.
فارس خبري اژانس د ايراني چارواکو په حواله ويلي چې د اسمان هوايي شرکت الوتکه له تهرانه تر الوتو ۵۰ دقيقې وروسته له راداره ورکه شوې چې وروسته يې د نسکورېدو پخلی شوی دی.
د دې الوتکې له نسکورېدو سره سم په ايران کې د الوتنو د امنيت په تړاو اندېښنو يو ځل بيا زور اخيستی دی.
که څه هم د اسمان هوايي شرکت د دې الوتکې د لوېدو عوامل لا روښانه شوي نه دي، خو کارپوهان وايي، د ايران د اټومي پروګرام پر سر پر تهران د لګېدلو بنديزونو له کبله، د ايران هوايي شرکتونه نه شي کولی چې د الوتکو د ترميم لپاره نړيوال خدمتونه ترلاسه کړي. دا چاره د دې سبب شوې چې په ايران کې د الوتنو امنيت ته جدي ستونزې پېښې شي.

د لبنان د دفاع وزير ويلي، اسرائيلي ځواکونه يې له فضايي حريمه په استفادې په سوريه کې هوايي بريدونه کوي.
د لبنان د دفاع وزير يعقوب الصراف د مونيخ امنيتي کنفرانس ته د وينا پر مهال نيوکه وکړه چې اسرائيل د ټولو نړيوالو نورمونو په ماتولو سره د لبنان له فضايي حريمه استفاده او په سوريه کې هوايي بريدونه کوي.
ده ويلي: «موږ د لبنان په سوېل کې د اسرائيلو پر ضد هېڅ راز عمليات نه دي کړي، بلکې دا تل ابيب دی چې زموږ له فضايي حريمه په استفادې په سوريه کې هوايي بريدونه کوي».
الجزيرې ټلوېزيون دغه راز د الصراف له قوله ويلي چې د نړۍ لوی هېوادونه بايد د قانون حاکميت تضمين کړي او په سيمه کې د ستونزو له هواري سره مرسته وکړي.
د لنبان د دفاع وزير دغه راز ګواښ کړی چې هېواد يې د سولې پلوی دی، خو د اسرائيلو دلومړي وزير بنيامين نتنياهو ګواښونو ته به لاس تر زنې پاتې نه شي.
د مونيخ امنيتي کنفرانس ته د الصراف دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې اسرائيلو تېره اونۍ د دغه هېواد د يوې جنګي الوتکې تر نسکورېدو وروسته په سوريه کې هوايي بريدونه وکړل.
د مونيخ څلور پنځوسم امنيتي کنفرانس د نړۍ د اوسنيو او پخوانيو ډيپلوماټانو او سياسي څېرو په ګډون سره په جرمني کې جوړ شوی و.
دغه کلنی کنفرانس په ځايي وخت د تېرې جمعې په سهار پيل شو او تر پرونه يې دوام وکړ.
د مونيخ امنيتي کنفرانس ته د نړۍ د مختلفو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو ويناوې وکړې.

 

ترکيې په سورّيه کې د کيمياوي وسلو د کارولو ادعا رد کړې ده.
په مسکو کې د ترکيې سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، هغه ټولې ادعاوې بې بنسټه دي چې ګنې ترکي پوځيانو د سوريې په شمالي ښار (عفرين) کې کيمياوي وسلې کارولې دي.
د سوريې دولتي ټلوېزيون د شنبې په ورځ په عفرين ښار کې د مېشتو ډاکټرانو په حواله ويلي وو چې ترکي پوځيانو په دغه ښار کې د کرد ياغيانو پر ضد کيمياوي وسلې کارولې چې له کبله يې لږ تر لږه شپږ کسان روغتونونو ته استول شوي دي.
په مسکو کې د ترکيې سفارت له لوري په دې تړاو د خپرې شوې خبرپاڼې په يوه برخه کې ويل شوي: «د سانا ټلوېزيون او ځينو هغو ترهګرو له لوري خپرې شوې ادعاوې چې د ډاکټرانو په توګه عفرين ته تللي، بې بنسټه او د هغو تبليغاتو يوه برخه ده چې د ترکيې پر ضد کېږي».
په خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې ترکيې تل دغه راز جعلي اوازې او ادعاوې رد کړې او يو ځل بيا هم ټينګار کوي چې په عفرين کې د کيمياوي وسلو د کارولو په تړاو پر ترکي پوځيانو لګول شوي تورونه بې بنسټه دي.
ترکي پوځيانو د جنورۍ له ۲۰ مې نېټې د سوريې په شمالي ښار (عفرين) کې د کردي ياغيانو پر ضد عمليات پيل کړي چې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

په داسې حال کې چې طالبانو د امریکا خلکو او سنا ته د یوه لیک په استولو سره په افغانستان کې د جګړې د درولو غوښتنه کړې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تاداميچي ياماموتو وايي چې د کابل پروسې دويمه ناسته د سولې او ثبات لپاره غوره فرصت دی.
ياماموتو چې پرون يې يوې غونډې ته وينا کوله وويل: «د کابل پروسه یو فرصت دی، موږ او حکومت د کابل د پروسې لپاره چې هدف یې د افغانستان سوله او ثبات دی، خپلې ټولې هلې ځلې کوو».
ټاکل شوې چې د روانې فبروري په ۲۸ مه په کابل کې د کابل پروسې دويمه ناسته جوړه شي.
دې ناستې ته د ۲۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستيالان او دغه راز د دریو نړیوالو سازمانونو استازي رابلل شوي دي.
د کابل پروسې لومړۍ ناسته د روان لمریز کال په غبرګولي کې جوړه شوې وه.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي هم پرونۍ غونډې ته په خبرو کې وویل چې د کابل پروسې ناستې ته به دوې طرحې وړاندې شي، چې يوه به يې د سولې لپاره د همکاريو او بله هغه به يې بيا د امنيتي ګواښونو د راکمولو لپاره وي.
کرزي تمه وښوده چې دا دواړې طرحې به د ناستې د ګډونوالو ملاتړ خپل کړي.
ټاکل شوې وه چې د کابل پروسې دويمه ناسته د فبرورۍ په لومړيو کې وشي، خو افغان حکومت د لا ډېر چمتووالي لپاره دغه ناسته د دريو اونيو لپاره وځنډوله.

په ارواپوهنه کې قانون دی چې وایي: «په ذهن کې مو د هغه څه تصویر جوړ کړئ چې غواړی یې، تصویر د ډېر وخت لپاره درسره په ذهن کې وساتئ او بیا بیا یې سترګو ته ودروئ، په پای کې به هغه څه ترلاسه کړی چې غواړی يې». که د دندې بدلول درته نا ممکن وي او له خپلې دندې سره مو مینه نه لری، یوازېنۍ د حل لاره یې دا ده چې هره ورځ هڅه وکړی له خپلې دندې سره مینه وکړی.
که ستونزه لری، هغه یوازې ستاسو د اندونو زېږنده ده. د دې لپاره چې له دې ستونزې خلاص شی خپل فکرونه بدل کړئ.
هېڅکله هم په دې اړه فکر مه کوئ چې ګواکې فلانی شی نه لری، بلکې د هغه څه د لاسته راوړلو لارې چارې ولټوئ، چې غواړی ويې لری.
د دغه کال هره ورځ کېدای شي ستاسو د ژوند تر ټولو ښه ورځ وي، خو په دې شرط چې د منفي فکرونو پر ځای په خپل ذهن کې مثبتو هغو ته ځای ورکړی، دا ډېر اسانه کار دی او تر ټولو ښه ګام دی چې په پورته کولو سره یې کولای شی خپل ژوند ته پر مثبت لوري بدلون ورکړی.

څېړنو ثابته کړې چې د رومي بانجانو دانې کولی شي د یوه طبیعي درمل په توګه د اسپرینو په څېر ګټورې تمامې شي. څېړونکو د رومي بانجانو په دانو کې داسې مواد کشف کړي چې د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوي، په بدن کې د وینې له جریان سره مرسته کوي او د اسپرینو په څېر کار ورکوي.
همدا اوس ګڼ شمېر کسان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اسپرین کاروي، څو د وینې له لخته یا ټینګېدو یې مخینوی کړی وي، په داسې حال کې چې اسپرین له خپلې ښېګڼې سره سره ځینې جانبي عوارض هم لري او په معده کې د وینې بهېدنې لامل کېږي.
روغتیاپالان وایي، د سرو بانجانو د دانو له خوړلو درې ساعته وروسته په بدن کې د وینې جریان خپل نورمال حالت ته راځي او دغه چاره تر ۱۸ ساعتونو پورې دوام کوي.
یوه څه ته مو باید پام وي چې د سرو بانجانو د دانو په کارولو سره په خپل سر د اسپرینو کارول پرې نه ږدئ، بلکې له خپل معالج ډاکټر سره هرو مرو مشوره وکړئ.

له عطا محمد نور وروسته اوس د سمنګان والي عبدالکریم خدام هم له ولایته د نوموړي د ګوښه کولو په تړاو د ولسمشر حکم نه مني. د سمنګان لرې شوی والي عبدالکریم خدام وايي، د ده لرې کول «ناعادلانه او د هوکړې ښکاره مخالفت دی». هغه زیاتوي: «د ملي یووالي حکومت د هوکړې له مخې زه والي ټاکل شوی وم او اوس د خلکو غوښتنه ده چې زه پاتې شم». نوموړي دغه راز ویلي چې دا د ترکمن قوم مسئله ده او دا قوم نه غواړي چې په ټول افغانستان کې یې یوازېنی والي هم له دندې ګوښه شي. خدام د اسلامي جمعیت غړی دی او دغه ګوند هم ویلي چې په دې اړه به د جمعیت مشران پرېکړه کوي.
پوښتنه دا ده چې حکومت به د عطا محمد نور له لانجې وروسته اوس له دې لانجې سره څه کوي؟
د سمنګان لرې شوی والي په داسې حال کې د ولسمشر حکم نه مني، چې د ولسمشر د حکم پر وړاندې د عطا محمد نور مقاومت درېیمې میاشتې ته ننوت. په تېرو دوو میاشتو کې حکومت ونه توانېد چې عطا محمد نور په عملي ډول ګوښه کړي او پر ځای یې نوی ټاکل شوی والي کار پیل کړي. که څه هم حکومت له جمعیت او عطا محمد نور سره اوږدې خبرې وکړې، خو دا خبرې بې پایلې وې. حکومت د عطا محمد نور پر ضد قانوني ګام پورته کولو ته هم زړه نه دی ښه کړی او تر اوسه یې په دې برخه کې امنیتي ځواک نه دی کارولی. عطا محمد نور خو له وړاندې ګواښ کړی و چې که یې امنیتي ځواکونه پر ضد وکارول شي، نو دا ځواکونه به تجزیه شي.
د ملي یووالي د حکومت ستره ستونزه دا ده چې خپله د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف د یوې هوکړې پر اساس جوړ شوی دی. اوس چې کله ولسمشر له خپلو قانوني صلاحیتونو کار اخلي، نو ملګري او شریکان یې د قانون پر ځای د هوکړې خبره کوي. پر دې اساس د دغو ټولو ستونزو اساسي لامل د ملي یووالي ناقانونه هوکړه ده چې ولسمشر یې په لاسلیکولو سره له خپل ځان او ولس سره ستر ظلم کړی دی. ولسمشر اوس خپله د هغو تېروتنو بیه پرې کوي چې له ټاکنو وروسته یې د ولس د غوښتنو او اساسي قانون خلاف وکړې.
اوس ستونزه یوازې دا هم نه ده چې ولسمشر او حکومت په لانجه کې دي. ستونزه دا ده چې نظام او افغانستان له ګواښ سره مخ دي. د قدرت هغه جزیرې چې اشرف غني یې د له منځه وړلو ژمنه کړې وه، اوس له حکومته په جلا ادارو بدلېږي. د ملي يووالي په حکومت کې افغانستان د ملک الطوایفۍ او ان تجزیې لوري ته روان دی. د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او واحد افغانستان له ګواښ سره مخ دي. له همدې امله ستونزه لویه او جدي ده. اوس ولسمشر ته دوه انتخابه په مخ کې شته. یا دې د ولس په ملاتړ د دغو خپلسریو او ملک الطوایفیو پر وړاندې یو پرېکنده او جدي اقدام وکړي او یا دې هم یو قانوني او مقتدر حکومت او ولسمشر ته واک پرېږدي. ولسمشر دې د ولس او قانون په ملاتړ په جدیت سره د عطا محمد نور او خدام پر ضد ګامونه واخلي. امنیتي ځواکونه دې وکاروي او په بلخ او سمنګان کې دې د اساسي قانون او مرکزي حکومت واکمني ټینګه کړي. له دې پرته یوه لار شته او هغه دا ده چې واک پرېږدي او یو داسې حکومت او ولسمشر ته لاره هواره کړي چې د اساسي قانون پر اساس راغلی وي او پر ټول افغانستان واکمني وکړلی شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان پولیسو د اصلاحاتو څلور کلنه ستراتېژي جوړه شوې او ټولو هغو مواردو ته پکې ځای ورکړل شوی چې له پولیسو يې تمه کېږي.
د کورنیو چارو وزیر ویس ‌احمد برمک پرون په همدې تړاو يوې جوړې شوې غونډې ته وويل، د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو څلورکلنه ستراتېژي يې له مختلفو لورو او ډلو سره تر سلا مشورو وروسته جوړه کړې ده.
د برمک په وينا، د یادې ستراتېژۍ د پليتابه په صورت کې به د پوليسو په ليکو کې سيستماتيک اصلاحات راوستل شي.
برمک وويل: «زموږ دغه کاري برنامه دوه اساسي محورونه لري، یو اساسي محور یې په بشپړ ډول د پولیسو په پراختیا څرخېږي، چې څه ډول کولی شو پولیسو ته پراختیا ورکړو او اصلاح یې کړو".
برمک زیاته کړه، چې د څلور کلنې ستراتېژۍ دویمه برخه د پولیسو اساسي دندو يا د قانون تنفیذ ته ځانګړې شوې ده او پر بنسټ به يې پولیس له پوځي چوکاټه وایستل شي.
د کورنیو چارو د وزیر په خبره، په تېر کې د نړیوالې ټولنې ډېر تمرکز د افغانستان پر دفاعي ځواکونو و او د پولیسو لپاره د یو ځواب‌ ویونکي سیسټم جوړولو ته پاملرنه نه وه شوې.
برمک زياته کړه چې، نړيوالې ټولنې دا مهال پوليسو ته هم پاملرنه ډېره کړې او د هغوی په معاشونو کې يې له پنځه سلنې زياتوالي سره هوکړه کړې ده.
د ملي يووالي حکومت اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله هم پرونۍ غونډې ته د خبرو پر مهال د پولیسو د اصلاحاتو له ستراتېژي هرکلی وکړ او ويې ویل، چې امنیتي وضعیت به د پولیسو د اصلاحاتو پر بهیر ناوړه اغېز و نه کړي.
عبدالله، د پولیسو په لیکو کې د ښځو د ونډې زیاتېدو ته په اشارې سره وویل چې د ښځینه پولیسو د ستونزو د هواري لپاره بايد د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې جلا معينيت رامنځته شي.
اجرائيه ريیس د هغو ښځینه پولیسو د رتبو پر لوړولو هم ټینګار وکړ چې له کلونو راهیسې یې د ساتنمنۍ په رتبه کې کار کړی دی.
د پولیسو د اصلاحاتو څلورکلنه ستراتېژي په داسې حال کې جوړه شوې چې له دې وړاندې ولسمشر محمداشرف غني کورنیو چارو وزارت د «فساد زړه» بللی او د پولیسو په لیکو کې یې پر جدي اصلاحاتو ټینګار کړی و.

په شمال زون کې د کوچیانو د سرتاسري شورا مسوولین وايي چې افغان امنیتي ځواکونه یې د چاڼيزو عملیاتو پر مهال د طالب وسله والو په نوم نیسي او زندانونو ته يې استوي.
په شمال زون کې د کوچیانو شورا مشر سید محمد حریق ازادي راډیو ته ويلي چې له يوې خوا يې طالبانو ژوند تريخ کړی او له بلې خوا د امنيتي ځواکونو له لوري ځورول کېږي.
حریق ویلي، وسله وال طالبان له هغه سیمو پر امنیتي ځواکونو بريدونه کوي چې کوچیان پکې مېشت دي، له همدې کبله امنيتي ځواکونه د دوی ځوانان نيسي او زندانونو ته يې استوي:
«ډېر شمېر ځوانان د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي چې یو شمېر یې ازاد شوي او ګن شمېر نور لا هم په قید کې دي».
ويل کېږي چې د ملي اردو سرتېرو د بلخ په چمتال او شولګرې ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال ۳۰ کوچي ځوانان د طالبانو په نوم نيولي او زنداني کړي يې دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي بيا ويلي چې طالبان د عامو خلکو له کورونو او استوګنځیو پر افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو بريدونه کوي چې په همدې دلیل یې له عامو خلکو سره توپیر ستونزمن دی.
جمشیدي منلې چې دوی د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ټول مشکوک خلک نيسي، خو د پلټنو له بشپړولو وروسته ټول بېګناه خلک پرېښودل کېږي.
د شاهین قول اردو چارواکي وايي چې له مشکوکو نیول شویو کسانو سره د نافذه قوانینو پر بنسټ چلند کېږي او له شکنجې پرته ترې معلومات اخيستل کېږي.
د شاهين قول اردو وياند وايي، د بلخ په چمتال او شولګرې ولسواليو کې نيول شوي کوچي ځوانان به تر پلټنو وروسته، که بې ګناه ثابت شي، ازاد کړي.

د پاکستان د پوځ مشر وايي چې طالبان او حقاني شبکه د خپلو فعاليتونو لپاره په پاکستان کې د افغان کډوالو له کمپونو استفاده کوي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه چې د مونیخ په امنيتي کنفرانس کې يې وينا کوله ويلي، تر هغو چې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه نه شي نو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به له ستونزو سره مخ وي.
باجوه ټينګار کړی چې نور نو خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو وخت را رسېدلی دی: «اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغان کډوال په عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي».
د پاکستان د پوځ مشر زياته کړې چې که افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي نو ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ پر امنيتي مسئلو مثبت اغېز وکړي.
جنرال قمر جاوید باجوه دغه راز ادعا کړې چې ترهګر له «افغان پولې» سره څېرمه پټنځي لري او له هغه ځايه په پاکستان کې بريدونه تنظيموي.
د پاکستان دغه لوړپوړي چارواکي د پاکستان تکراري، خو نه عملي کېدونکې ژمنه بيا تازه کړې او ويلي يې دي چې هېواد يې د افغانستان د سولې او ثبات پلوی دی، ځکه چې د افغانستان امنيت او ثبات د پاکستان پر امنيت او ثبات نېغ اغېز لري.
د باجوه دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې هېواد يې د ترهګرو د ملاتړ او صادرولو له کبله له سختو نړيوالو فشارونو سره مخ دی.
که څه هم افغان حکومت له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې پاکستان په سيمه کې د ترهګرو لوی ملاتړی هېواد باله، خو دا مسئله هغه مهال ډېره جدي شوه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسلام اباد له ترهګرۍ سره په جګړه کې پر دوه مخۍ تورن کړ او ويې ويل چې پاکستان له يوې خوا له امريکا ميلياردونه ډالره مرسته ترلاسه کوي او له بلې خوا یې بيا هغو ترهګرو ته خوندي پټنځايونه برابر کړي چې په افغانستان کې د امريکا پر ضد جګړه کوي.
امريکا، له همدې کبله پر پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې بندې کړې او اوس خو لا په دې هم غور روان دی چې دغه هېواد د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کې شامل شي.