دریځ

دفاع وزارت مني چې له لرې پرتو سیمو خپل سرتېري وباسي او پر ښارونو او هغو ځایونو تمرکز کوي چې ډېر خلک پکې اوسېږي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې ويلي له لرې پرتو سیمو د امنیتي ځواکونو ایستل د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتېژۍ یوه نا اعلان شوې برخه ده. ورځپاڼه وايي چې امریکايي چارواکو له افغان چارواکو همدا غوښتنه کړې ده.…
 طالبانو د لومړي ځل لپاره منلې چې له امریکا سره یې مخامخ خبرې کړې دي. یوه طالب چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې تېره اونۍ یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له یوې مرستیالې الیس وېلز سره ګټور مذاکرات کړي دي. د دغه طالب چارواکي په خبره په مذاکراتو کې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو…
سیمه ییر چارواکي وايي چې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ له دوو اونیو راهیسې جګړې روانې دي چې پکې ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا نښتې مني خو وايي چې د دوی جنګیالیو له سلو ډېر داعش غړي وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړي…
په دې ورځو کې د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې د اعلان خبرې کېږي. وړمه ورځ ولسمشر او پرون اجرائیه رییس په دې تړاو خبرې کړې دي او پر خپل وخت یې د ولسمشریزو ټاکنو پر کولو ټینګار کړی دی. ارګ او اجرائیه رییس له هغه وروسته د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې خبره کوي چې په سیاسي کړیو کې په ناقانونه…
 د ولسمشر لومړی مرستیال له اوږده ځنډ وروسته پرون کابل ته راغی. نوموړي ته نه یوازې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، بلکې دولتي تشریفات هم وو. د هغه هرکلي ته د دولتي چارواکو، جنبشیانو او د هغه د سیاسي ملاتړو په ګډون د افغانستان ژغورنې د ائتلاف مشران هم ورغلي وو. دوستم که څه هم د حکومت او ولسمشر…
ټاکل شوې نن د ولسمشر لومړی مرستیال له اوږده ځنډه وروسته کابل ته را ستون شي. ولسمشرۍ ماڼۍ مني چې ښاغلی دوستم کابل ته راځي. که څه هم ارګ وايي چې د هغه دوسیه په عدلي او قضايي مرکزونو کې څېړل کېږي، خو مني چې هغه به د پخوا خلاف خپل دفتر ته پرېښودل کېږي او د لومړي مرستیال په…
څومره چې د ولسي جرګې ټاکنو ته نږدې کېږو، همدومره د دغو ټاکنو پر وړاندې خنډونه ډېریږي. د ټاکنو پر وړاندې لویې ستونزې شته چې یوه یې سیاسي ده او دا ستونزه به راتلونکې ټاکنې له ځنډ، خنډ او پراخلو درغلیو سره مخ کړي. دا ستونزه څه ده او څنګه یې مخه نیول کېدای شي؟د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې تر…
 مشهوره امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز د خپلو سرچینو په حواله ادعا کوي چې سپینې ماڼۍ خپلو ډیپلوماټانو ته امر کړی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي. ورځپاڼه وايي، دا د مریکا په تګلاره کې ستر بدلون دی چې له طالبانو سره سولې ته لاره هواروي او ښکاري چې امریکا په افغانستان کې جګړه ختموي.دا خبره لا په…
ولسمشر پرون یو ځل بیا پر خپلو سیاسي مخالفینو توندې نیوکې وکړې او ځان یې د ولس رښتینی استازی وګاڼه. نوموړي پرون په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د ټاکنو په تړاو د سیاسي ګوندونو غوښتنې رد کړې. ولسمشر وویل: "دا سیاسیون څوک دي چې د افغانستان د ولس په استازیتوب غږېږي. چا انتخاب کړي،…
ملي یووالي حکومت ورځ تر بلې له زیاتېدونکې سیاسي بې ثباتۍ سرمخ دی. له یوه اړخه زیاتېدونکې ناامني او بله اړخه سیاسي بې ثباتي ددې لامل کېږي چې حکومت له جدي ننګونې سره مخ شي. پر داسې مهال چې حکومت د افغان جګړې په تړاو په سعودي عرب کې د عالمانو غونډه د یوې بې ساري لاسته راوړنې په توګه…
په سعودي عرب کې د افغانستان په تړاو د غونډې په لومړۍ ورځ هغه څه ویل شوي چې افغان دولت یې تمه لرله. د افغانستان روانه جګړه فتنه ګڼل شوې، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اسلام خلاف ګڼل شوی او له طالبانو غوښتل شوي چې له افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي او جګړه ودروي. افغان لوري د…