دریځ

د روسیې او امریکا اړیکې ترینګلې کېږي؛ امریکا پر روسيې تازه بندیزونه ولګول، دغه کار ته په غبرګون کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وايي، له دغه هېواده باید ۷۵۵ امریکايي ډيپلوماتان ووځي. د امریکا متحده ایالتونه د روسیې دا پرېکړه "خواشینوونکې" بولي او وايي، د مسکو د دې پرېکړې اغېز ارزوي او پر ځواب ورکولو غور کوي. مسکو د…
 له پاکستان څخه په تېرو دوو کلونو کې را ستانه شوي سلګونه زره افغان کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. حکومت بیا – بیا ورسره ژمنې کوي، خو په عمل کې څه نشته. د راستنو شويو کډوالو تر ګردو لویه ستونزه د سر پناه نشتوالی دی. روغتيايي او ښوونیزو اسانتیاوو ته نه لاسرسی، د هغوی د ځمکو…
نږدې له هر افغان سره دا پوښتنې شته چې زموږ حکومت ولې د روانو ستونزو په تړاو له امریکا سره روښانه خبرې نه کوي؟ ولې له امریکا نه غواړي چې پر لاسلیک شوي امنیتي تړون عمل وکړي؟ ولې پر پاکستان د فشار لپاره له امریکا جدي غوښتنه نه کوي؟ ولې پر ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د هوايي بریدونو په…
په حکومت کې نوې ټاکنې شوې دي. په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی حاجي الماس زاهد د ملي چارو د انسجام په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی ټاکل شوی دی. دغه راز ګل اغا شېرزی د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او محمد حميد طهماسي د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د سرپرستانو په توګه…
یوازې په تېرو درېیو ورځو کې سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼې سيمې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې دي، خو چارواکي وايي هر څه سم روان دي. د دولت وسله والو مخالفینو دوې ورځې مخکې د اتو ولسوالیو د سقوط هڅه وکړه، دوې ولسوالۍ یې لاندې کړې او لسګونو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله. پرون…
د غور تيوره او د فارياب کوهستان ولسوالۍ له سختو جګړو وروسته وسله والو طالبانو نيولې دي. د غور والي ويلي چې د جګړې د درولو او د ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره لا ډېرو ځواکونو او هوايي مرستې ته اړتيا لري. د فارياب سيمه ييز چارواکي هم وايي چې د دغه ولايت د کوهستان ولسوالي تر څو ساعته جګړې…
په هلمند کې امریکايي ځواکونو یو ځل بیا پر افغان پولیسو هوايي برید کړی دی؛ پېښه په ګرشک ولسوالۍ کې شوې ده. چارواکي وايي چې ۱۶ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، خو سیمه ییز خلک دا شمېره لوړه ښيي. امریکايي ځواکونه او چارواکي دواړه دغه برید تېروتنه ګڼي، خو په سیمه کې شته پولیس او خلک یې…